خبرپاڼه

تاریخ: 11 حوت ۱۳۹۳

کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس نن ماپښين په کابل کي د اروپايي اتحاديې له سفیر ښاغلي مایکل میلبن سره ولیدل.

اجرائیه رئیس او د اروپايي اتحاديې سفیر د افغانستان د سولي په ګډون د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو کمېسون د ایجاد، د ټاکنیزو اصلاحاتو پروسې رسماً پيل، د حکومتدارۍ تقویې او دولتي کارونو د ښه والي پر موضوعاتو بحث وکړی.

د اروپايي اتحاديې سفیر ښاغلي مایکل میلیبن په خپلو خبرو کي وویل، چي د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره د پلان سوي کمېسون کارونه باید شروع سي او دې برخي ته سرعت ورکول سي، ځکه په خبره یې، چي اوس یو ډول نامعلوم حالت دی او دغه حالت پر راتلونکو ټاکنو او وخت یې هم تاثیر کولای سي.

نوموړي زیاته کړه، دي هیله لري، چي په دې برخه کي به وضاحتونه رامنځ ته سي او د ټاکنو نظام د اصلاح لپاره به اساسي ګامونه پورته سي.

ښاغلي میلیبن د سولي په برخه کي د وروستیو هڅو د یادوني ترڅنګ د ورته فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چي اروپايي اتحادیه له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي، چي د سولي له راتګ سره مرسته کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپآيي اتحادیې له سفیر سره په ننۍ لیدنه کي وویل، چي د تاکنیز نظام اصلاح د حکومت له کاري لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخ کي ایجادېدونکی کمېسون به په نژدې راتلونکي کي خپل کارونه پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي په دې برخه کي لوی تعدا مجلسونه هم سوي او له ټولو شاملو اداراتو سره بحثونو صورت نیولی او د هغوی پېشنهادونه او نظرونه هم راټول سوي دي.

هغه وویل، چي د افغانستان ټول خلک د سولي د پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کي پوره چمتوالی لري، خو په خبره یې، چي په سوله کي به هیڅ ارزښت نه قرباني کیږي او زموږ د ملي امنیتي خواکونو قربانیو او لاسته راوړنو ته به هیڅ راز صدمه نه رسیږي.

اجرائیه رئیس د اروپايي اتحادیې له سفیر سره په هیواد کي پر ښځینه زندانونو او د دارالتادیبونو باندي هم بحث وکړی او په دې برخه کي یې له دنړیوالي ټولني، په خاصه توګه د اروپايي اتحادیې مرسته اړینه وبلل.

نوموړي وویل، چي د ماشومانو د اصلاح مراکز باید د نامه سره سم د اصلاح لپاره استفاده سي او ماشومانو ته ټول هغه شرایط اماده سي، چي ددوی له راتلونکي سره مرسته کوي.

One thought on “اجرائیه رئیس په افغانستان کي د اروپايي اتحادیې له سفیر سره وکتل”
  1. آقای خجلتماب: کومه سوله،هغه چه شوله تری جوړه ده بې ږیرې غوړمخیه درواغجنه مسلمانه. په انتخاباتو کې دې ٪ ۵۰ ښځې له خارجه راغلې چه هغوی هیڅ افغاني تذکره نه لرله ماخبرې ورسره وکړې ،مونږ وچې ډوډۍ ته یوه افغانۍ نه لرواو تا سې په مزو چرچو بخت یاست.زه شرمیږم چه ته زما دهیواد موضوع به پردو حل کوې .په عوض ددې چه تور کالي وا غوندې په هیواد کې دا دوهم ځل ده چه دلوط معجزهرا ښکاریږي خو بیا هم ستاسو دحرص سترګې نه ډکیږې۰ د سعدي دغه شعرونه تاسو سره سمون لري۰
    با بدان یار ګشت همسرلوط
    خا ند ا ن نبو تش ګم شد
    ********************
    ای زبر دست زیر دست آزار
    ګرم تا کی بماند این بازار
    به چه کار ایدت جهان داري؟
    مردنت به که مردم ازاري

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *