تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د کابینې د ځنډېدو پړه پر ولسمشر غني واچوله ویې ویل چې ولسمشر د مالیې او دفاع له وزیرانو پرته د نورو په باب نهايي پرېکړې ته نه دی رسېدلی.
د اجراییه ریاست له خبرپاڼې سره سم ښاغلي عبدالله نن په خپل دفتر کې د ولسي جرګې له ريیس او د دې جرګې د اتلس کمیسیونونو له مشرانو سره د کابینې د ځنډېدو د علت په اړه د خبرو په مهال هغوی ته وویل:«په خپل وخت د کابینې د معرفي کېدو په برخه کې د خلکو تر انتظار او د ولسي جرګې تر تاکید ما لږ ټینګار نه دی کړی. تېره شپه چې مې د کاندیدو وزیرانو په اړه خبرې وکړې، د دفاع او مالیې د کاندید وزیرانو له نومونو پرته، هیڅ نوم د ولسمشر لپاره نهايي نه و. حال دا چې له تېرو اوونیو څخه د هغو ټولو کاندید وزیرانو، چې زموږ له لوري معرفي کېږي، نومونه نهايي شوي او د کاندیدانو له منځه مو د شپږو چوکیو په هکله له ولسمشر سره خبرې کړي دي.»
له راپورونو سره سم نیمايي وزیران ولسمشر او نیمايي اجرايي ريیس معرفي کوي خو دواړه صلاحیت لري چې امنیتي (دفاع، کورنیو چارو) او مالي (مالیه، اقتصاد او سوداګري) وزارتونو لپاره د یو بل کاندیدان ویټو کړي.
اشرف غني احمدزي ته نژدې چارواکي وايي چې دوی باور لري چې د امنیتي چارو وزیران باید بې پرې او ملسکي کسان وي. څرګنده نه ده چې ښاغلی عبدالله له دې نظر سره موافق دی او که نه دی.
د راپورونو پر اساس ښاغلي عبدالله فضل احمد معني د کورنیو چارو د وزیر په توګه معرفي کړی و خو ویل کېږي چې ولسمشر غني ورسره موافقه ونه کړه.
د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې عبدالله عبدالله د کابینې د ځنډ دلایل یو په یو د ولسي جرګې ريیس او د کمیسیونونو مشرانو ته بیان کړل، ویې ویل:«زما او د ولسمشر له هغې ژمنې سره سم چې د لوړې په ورځ مو وکړه، د ملي وحدت د حکومت د کابینې د جوړولو پر سر مو د سیاسي موافقې پر اساس کار پیل کړ. د خبرو په لومړي پړاو کې په نوې کابینه کې د هغو وزیرانو د شاملولو یا نه شاملو په باب بحث و چې په تېرو ۱۳ کلونو کې په کابینه کې پاتې شوي دي. د خبرو په دوهم پړاو کې په دې خبرې وشوې چې په کابینه کې د ولسي جرګې غړي شاملولی شو او که نه. موږ د کابینې د ژر معرفي کېدو په خاطر د ولسمشر دا غوښتنه هم ومنله. که څه هم د دې شرط مطرح کېدا قانوني بنیاد نه درلود.»
اجرايي ريیس همداراز وویل چې سبا شپه بیا له ولسمشر غني سره ویني او هیله لري چې د ولسمشر غني له خوا د معرفي کېدونکو وزیرانو لیست هم بشپړ او نهايي شي.
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي وویل، له ولسمشر سره به هم وویني خو هیله لري چې سبا شپه، چې ولسمشر او اجرايي ريیس سره ویني، د وزیرانو لیست نهايي شي.
وروسته له دې چې د کابینې د غړیو د معرفي کولو لپاره د ولسي جرګې د ضرب الاجل وخت پوره شو، جرګې د شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې ريیس او د اتلس کمیسیونونو ريیسان له ولسمشر او اجرايي ريیس سره مخامخ خبرې وکړي او له هغوی څخه د کابینې د ځنډ علت وپوښتي.
It is not a rocket science:the reason of the delay is very understandable, Abdulla wants to bring warlords and illiterate individuals to the cabinet and Mr. Ghani’s intentions are to hire educated and (right for the job) individuals. It sounds like existing system is not workable.
la ols mashar sa kha da hela da chi zr tr zara waziran wa taki kabina jora ki da afghanistan khlko ta nor tkleef wr na kri
دافغانستان جمهور ريس دکتر محمداشرف غنی دهغو وعدو دپلی کولو لپاره چه دولس سره یی کړی اوهم هغه تجارب چه نوموړی یی دمدیریت او اداری په هکله لری باید مسلکی پاک نفس او دټولو افغانانو لپاره وفادار کسان وټاکی
ددی مطلب دعملی کولولپاره لوی خنډونه داجرایی رییس له خوا رامنځ ته شوی اوهم دکابینی دمعرفی دځنډسبب کیږی
ټولو وطنوالو ته پوره څرکنده شوی چه عبدالله هغه دپښتنو ضد متعصب غیرمسلکی اودپنجشیردعلاقی خلک دوزیرانو په حیث معرفی کوی نو ځکه دمحترم حمهورریس له خوا به نه منل کیږی
له بله طرفه دهیواد اکثریت ددی لپاره درایو په ورځ دټاکنو لپاره راووتل ترڅو خپل قانونی خقوق تر لاسه کړی نه ددی لپاره چه دپنحشیر ملایان او پنجرمینان لکه معنوی او ددی په شان نور یوه مسلکی وزارت لکه دکورنیو چارو اویابل داسی وزارت ته ونوموی چه هره ورځ ولس په دی تهدید کړی چه ارګ به په زور ونیسی
نور ټول ولایات خپل حقوق غواړی نور نوهیڅوک به داونه منی چه دپنجشیریانو او هغه هم دغیر مسلکی او نالوستو ترحکم لاندی ژوند وکړی.
دیوی کوچنی علاقه داری څخه دجمهوررییس فوق العاده استازی او اواجرایه رییس ګمارل شوی نور باید هیڅوک هم ددی علاقه څخه کوم لوړ پست ته معرفی نشی ،دکابینی دمعرفی په هکله چه هرڅومره ځندراځی پړه اومسولیت یی داجرایی ریس په غاړه دی
ګرانه شاپورجانه ستاسو نظر کاملا درست دی دوی هم دآس په سم وهی او هم په نال. هم خنډونه جوړوی او هم ملامتی په نورو وراچوی له یوی ولسوالی همدا دوه مهم شخصیتونه کافی دی. نور باید د افغانستان په دولت کی هیڅ وزیر ، والی ، سفیر دپنجشیر له 60 زره کسیزی ولسوالی نه نه وی . دوی د شل کاله د ټولو هیوادوالو حقوق تر پښو لاندی کړل. وزیران هم دوی دی ، والیان او قوماندانان او جنرالان او سفیران او نور ديپلوماتان ټول پنجشیریان دی. دا نور یی اسلام دین ماست . افغانستان بر ….. ماست . فرق نه کوی یوه میاشت د نور هم کابینه معطله شی خو رښتیانی وزیران ، مسلکی او په کارپوه کسان باید کابینی ته معرفی شی نه د مولانا فضل احمد معنوی په شان پنچرمینان او غله. د معنوی غلا ثابته ده او لا تر اوسه یی د انتخاباتو د کمیسیون نقلیه وسیلی نه دی تسلیم کړی.