تاند- اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وايي، لومړنۍ نښې ښيي چې د کابل نننۍ تروریستي حمله له هیواده دباندې پلان شوې وه او له همدې کبله پاکستان ته خپل سفر ځنډوي.

ښاغلي عبدالله په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«ابتدايي شواهد ښيي چې د کابل حمله دباندې پلان شوې وه، نه په افغانستان کې، او په همدې علت پاکستان ته خپل سفر ځنډوم.»

ټاکل شوې وه چې اجرايي ريیس عبدالله د پاکستان د صدراعظم نوازشریف په بلنه د راتلونکې مې په لومړیو کې پاکستان ته لاړ شي.

دا به له کله چې عبدالله اجرايي رييس شوی دی، پاکستان ته د ده لومړنی سفر و.

د اجرايي ريیس یوه ویندوی جاوید فیصل وویل:«موږ له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو، له هغوی هم ورته تمه لرو. موږ له دوی غواړو چې د افغانانو د وژلو لپاره په پلانونو پانګونه ونه کړي.»

ده همداراز وویل چې د څېړونکي پلاوي تحقیقات به په یوه یا دوو ورځو کې معلومه کړي چې حمله دقیقاً چیري پلان شوې وه.

پاکستاني مشرانو مخکې په خپله خاوره کې د طالبانو پر موجودیت اعتراف کړی خو ویلي یې دي چې له دې نفوذه په استفادې به طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو او د حملو بس کولو ته اړ باسي.

عبدالله عبدالله نن د کابل له حملې وروسته د پېښې ځای ته لاړ او دا تروریستي برید یې وغانده.

د حملې جزییات 

6 thoughts on “اجرايي رييس د کابل د حملې په خاطر د پاکستان سفر وځنډاوه”
  1. چقدر استخبارات افغانستان قوی است که بزودترین فرست معلوم کرد که این حمله بیرون از افغانستان راه اندازی شده بود به این خبر دارد که بیرون پلان شده بود ولی بعد از کشته وزخمی شدن صدا هموطن عزیز وبیچاره ما

  2. د ښارونو لازیات امنیت لپاره یو وړاندیز:
    د داسی ملی فاجعو د مخنیوی لپاره د افغانستان دولت باید په کابل ښار او نورو ولایتونو کې اضافی او جدی تدابیر ونیسی. زمونږ ملی ګټی ایجابوی چی امنیتی ارګانونو ته لا زیات واک ورکړل شی.
    دوی باید اجازه ولری ټول هغه وسایط چې د کابل ښار منځ کې تګ راتګ کوی او یا له نورو ولایتونو نه کابل ته راځی په دقت سره وکتل شی.
    د کومو کسانو لپاره چې د مصونیت کارتونه ورکړل شوی ، هغه په تعویق واچول شی ، د مثال په توګه د ملی شورا د دواړو جرګو غړو ، لوړپوړو دولتی مامورینو او افسرانو او په هیواد کې میشت کوردیپلوماتیک غړو موټر او د هغوی بګاژ باید وکتل شی او یا حد اقل له امنیتی کمرو او دروازو نه تیر شی،
    د کابل ښار په منځ کې ټول نقلیه وسایط له سره ثبت او د هر موټر له مالک نه کتبي تعهد واخیستل شی تر څو مشکوک کسان په خپل موټر کې ونه خیژوی.
    د ښارونو منځ کې د موټرسایکل ګرځول بالکل ممنوع کړی ، ځکه اکثره له دی وسیلې نه د موادو د انتقال او یا ځانمرګو د استفادی وړ ګرځی.
    د ښارونو ټولې امنیتی دروازی باید د مدرنو تالاشی وسایلو په درلودلو مجهزی او د ضرورت وخت کې له تعلیمی سپیو نه هم استفاده وشی.
    شاهین افغان

  3. کور یې ودان
    یو افغانی احساس باید دغسې وي.
    اوس نو که غواړئ چې په ملت کې لا محبوبیت پيدا کړئ، پر پاکستان فشار راوړئ چې وسله وال سولې ته کينوي.

  4. د پاکستان سره مونږ باید دبرلین دیوال جوړ کړو او د پاکستان سره دایمي رابطه قطع کړو

  5. هغه د کونړ وکیل غلام سخی مشواڼۍ به پدې لسو ورځو تفریحی رخصتیو کی خپله دنده پدې شکل سره سرته رسولی وی ، امان الله ګذر او الماس خان ته به هم یو څه برخه په دی ملی تجارت کې وررسیدلی وی. کوم څوک چې خپله تلویزیون او کامرو مخکی د دولت د وزیرانو سپکاوی کوی د هغوی بړیڅی خو هر جنایت ته حاضر دی او په ډیر افتخار سره یی مسوولیت په غاړه اخلی. جهاتی او اعزازی جنرالان به خوشحاله وی چې په هیواد کې یی ښه په درز سره جهات روان دی.

  6. My cousin who work with haqani network been arrested in kabul b NDS last after family member seen some MNA and other athuraity then it 5 days they released them . So this is our national security and NDS and system who catch Taliban after week been released ?

ځواب ورکول عزت الله نیازی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *