تاند- په داسي حال کې چې یو شمېر رسنیو د اجرايي ریاست د دورې د پای ته رسېدو اوازې خپرې کړي، عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ د علماوو شورا ته وویل چې ریاست یې د ۵ کلونو لپاره دی.
عبدالله عبدالله وویل، د ملي یووالي حکومت ژمنه کړې وه چې په دوو کلونو کې دننه به د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات کوي او همداراز به د اساسي قانون د بدلون لپاره لویه جرګه رابولي خو شرایطو اجازه ورنه کړه چې دا ژمنې عملي کړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یو شمېر سیاستوال او رسنۍ وايي چې د ملي یووالي د حکومت اجراییه ریاست د ۲ کلونو لپاره ایجاد شوی و او د دې نېټې له پوره کېدو وروسته باید یا لویه جرګه راوبلل شي او یا په اتومات ډول ختم شي.
خو ښاغلي عبدالله استدلال وکړ« د سیاسي توافقپاڼې په هېڅ ځای کې نه دي راغلي، که په دوو کلونو کې لویه جرګه جوړه نشي نوحکومت دې ختم شي، بلکې اجرائيه ریاست به د صدارت په صلاحیتونو سره تر پنځو کلونو پورې دوام کوي.»
د ملي یووالي په موافقه کې ویل شوي و چې په دوو کلونو کې به د اساسي قانون د لویې جرګې له لارې په اساسي قانون کې بدلون راوړل کېږي او اجراییه ریاست به په صدارت بدلېږي.
ښاغلي عبدالله بې له دې چې د حامد کرزي نوم واخلي وویل« یوشمېر کسان له بهره د ځان په خوښه تعبیرونه کوي او هڅه یې دا ده چې صحنې ته د راتلو لپاره ځان ته زمینه برابره کړي.»
حامد کرزي له بي بي سي سره په وروستۍ مرکه کې ویلي چې اجراییه ریاست د افغانستان د اساسي قانون خلاف دی او باید ژر تر ژره د اساسي قانون لویه جرګه راوبلل شي څو مشروعیت رامنځته شي.
اجرايي ريیس د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې موافقې ته په اشارې وویل چې له سولې نه وېرېږي خو د جګړې له دوامه اندېښمن دی.
د ښاغلي عبدالله تر څرګندونو وړاندې د علماوو د شورا ريیس قیام الدین کشاف د اوسني حکومت د مودې په اړه وویل، هغوی چې وايي، دا حکومت د دوو کلونو لپاره دی، په دسیسو کې مهارت لري.
ده تاکید وکاوه« دا بده تیږه مه ږدۍ، چې په دوو کلونو کې حکومت ړنګ کړئ. دا بده تیږه باید کېنښودل شي.»
په همدې حال کې یو شمېر رسنیو ادعا کړې چې د بروکسل له غونډې وروسته به یا د اجرايي ریاست چوکۍ منحل شي او یا به د ښاغلي عبدالله واک خورا محدود شي.
خو دا اوازې هم ارګ او هم د اجرايي ریاست سرچینو رد کړي دي.
ای کاش پخی خبری یا دملت آواز او غږ منعکس کیدای او زموږ حکام او مشرانو ویلی ،زه کار نشم کولی ، توان یی نلرم،دا مظلوم ملت او دا ویجاړ افغانستان،دا کونډی دا یتیمان،دا زړور ځوانان چه په لوږه تنده،نیمه مړی ،لوڅی پښی ،شړیدلی کالی خو بیا هم د مسلمان افغان بچی لکه نیکونو دفاع ته په میړانه ټټر سپر کوی ،الحمد لله ملت مو دینداره او مؤمن ملت دی چه باید په صادقانه خدمت مو نازولی وای او ډیر قدر مو ورکړی وای …….
خو مع الاسف داسی وروڼه راباندی حاکم ګرځول شوی چه هر څومره ورکړی نه مړیږی او نه سړیږی حتی همدا اوس اوریدل کیږی چه په امنیتی قواوو هم لوبی کیږی چه غټ مثالونه یی د هلمند ۱۵۰ او د ارزګان ۸۳پوستی دی چه په منفی جاهلانه رقابتونو کی ویل کیږی دوی ته ویل شوی چه ساحه تخلیه او هر څه وسپاری!!!
دا داسی جرم او جنایت دی چه سزا یی اکثرا اعدام وی ،لوبی تردی حده !
دا ډول خلک نباید داسی شر ته لاسرسی ولری چه د شخصی پلیدو خواستو لپاره ټول ملت او خاوری ته اور ورته کول دا د نارمل انسان کار ندی باید تر شدید علاج لاندی وی نه پر کرسی د حکم او اقتدار.
تر ټولو ضعیف انسانان د حکم لپاره دا د ملت له ژوند او عزت سره لوبی او مسخری دی او د افغانانو تحقیر دی دا ډول علیل موجودات ددی وړ ندی چه د ملت امانتونه وروسپارل شی دا اهل د اماناتو ندی .
دولت د ملت لپارہ پہ اکٹرو مواردو کی د یوہ خامار کڑنہ کڑیدہ، دو سرہ خامار بہ ملت تحمل نکڑای شی ، نو بیابہ دوسرہ خامار یو د بل سر و خوری،