تاند- هندي رسنۍ وايي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به راروان (اپریل) میاشت هند ته رسمي سفر وکړي.

اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته د هند د دوو سیالانو چین او پاکستان په ګډون ګڼو هیوادونو ته سفر کړی خو د افغانستان ستراتیژیک دوست هیواد هند ته لا نه دی تللی.

انډیا ټایمز ورځپاڼه وايي، د افغانستان اجرايي ريیس د پنجشنبې په ورځ وویل چې هند ته د ولسمشر غني دا سفر به فرصت برابر کړي چې له پاکستان سره د افغانستان د وروستیو راشه – درشه په اړه د هند اندېښنو ته ځواب وویل شي.

د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وویل:« د هند او افغانستان اړیکې کمساري دي. هند د افغانستان پنځم ستر مرستندوی هیواد دی. هند تراوسه پوري افغانستان ته تر ۲ ملیارد ډالرو زیاته مرسته کړې ده.»

عبدالله عبدالله د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان له پاکستان سره زیات نژدې شوی دی، وویل چې هند په افغانستان کې د ثبات او د افغانانو د سوکالۍ غوښتونکی دی او افغانستان هم همدې لور ته ګامونه اخلي.

ښاغلي عبدالله پرون په واشنګټن کې وویل:«ولسمشر غني به د اپریل په وروستیو کې هند ته لاړ شي. که هلته اندېښنې لرلې دا به یو فرصت وي چې ځواب ورته وویل شي. زه یوازې څو ورځې مخکې په هند کې وم. دوی پوهېږي چې د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو بنیاد ډېر غښتلی دی. هند غواړي چې افغانستان ثبات ولري.»

ښاغلي عبدالله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه، سره له دې چې د جګپوړو چارواکو په لهجه کې بدلون راغلی خو مځکني حقیقتونه د پخوا په شان دي او کوم بدلون پکې نه لیدل کېږي.

«موږ داسي کومه نښه نه ده لیدلې چې طالبان په پاکستان کې ملاتړ نه ترلاسه کوي. خو د پاکستاني مشرانو په لهجه او ژبه کې مو تغییر لیدلی دی. په وروستیو میاشتو کې زموږ او د دوی د مشرانو، هم ملکي او هم پوځي، ترمنځ ډېر تماسونه نیول شوي. پیغامونه ډېر ښه دي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي چې د افغانستان دښمن د دوی دښمن دی، دا ښه پیغام دی.»

عبدالله هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره د سولې خبرې په راتلونکو څو اوونیو کې پیل شي.

ده وویل چې تراوسه پوري د خبرو وخت، نېټه، ځای او د مرکچي پلاوو جوړښت نه دی په ګوته شوی او نه پرې خبرې شوي دي.

د افغانستان اجرايي ريیس په عین حال کې وویل چې که د سولې خبرې پیل هم شي، معنا یې خامخا دا نه ده چې سوله راغله. د خبرو معنا دا ده چې د سولې بهیر پیلېږي.

ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې پاکستان طالبانو ته ویلي چې باید د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

One thought on “اجرايي ريیس وايي، د پاکستان په خبرو کې بدلون راغلی خو په عمل کې نه دی”
  1. باكستان دانكليس كود أكان دي انكليس خبل تول جلونه ور شودلي او اوس هم بي له مشوري دانكليس هيخ عمل نه كوي.
    دجا سوسي لومه ءي درته مخ ته غزولي ده هوشيار أوسي .
    زما به عقيده نظامي محصلين ليكل يوه لويه اشتبا د .
    حتما بدون له سؤاله جوابه داكنت به توكه به ءي استخدام وى.
    دشمن هيخ وخت خبل تكتيك او تخنيك جانب مقابل ته نه أفشا كوي .
    بلكه خبل معلومات به غني كري .
    دايوه ديره لويه خطر ناكه لوبه ده.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *