افضل لودین

تاند- اجرايي ریاست وايي چې د دفاع وزیر په توګه د افضل لودین په نومولو کې ولسمشر له عبدالله عبدالله سره مشوره نه وه کړې.

تر دې مخکې نن ارګ وویل چې افضل لودین په شخصي دلایلو دفاع وزارت ته له نومونې تېر شوی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې، چې نن خپره شوه، د ښاغلي لودین له قوله راغلي:«داسي احساس کوم چې ځیني کسان به زما له نومونې څخه زما هیواد ته د ستونزو د جوړولو لپاره کار واخلي، نو له کاندیداتورۍ لاس اخلم.»

تر لودین مخکې د جنورۍ په میاشت کې لوی درستیز ستر جنرال شېرمحمد کریمي دفاع وزارت ته نومول شوی و خو د اعتماد رایې یې ترلاسه نه کړای شوې.

خو له بلې خوا د اجرايي رييس یوه ویاند نن رسنیو ته وویل چې له اجرايي رييس سره د افضل لودین په اړه مخکحې تر مخکې مشوره نه وه شوې ځکه ښاغلي عبدالله ته نوموړی د دفاع د وزارت د کاندید په توګه د منلو نه و.

نن درو کاندید وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړل. ټاکل شوې ده چې ولسي جرګې وروسته له دې چې نوماند وزیران د خپلو پروګرامونو تشریح کړي هغوی ته د اعتمادرایو د ورکولو لپاره صندوقونه کښېږدي.

8 thoughts on “اجرايي ریاست وايي، د افضل لودین په نومونه کې ورسره مشوره نه وه شوې”
  1. دا چی میړنۍ او با شهامته ارکانحرب دگر جنرال
    افضل لودین د خپلی کاندیداتوری تیر شو، دیر دیر دافسو س او خواشنی خبر دی ، دا تول دهغو پردی استخباراتو جاسوسانو هلی ځلی دی چی
    په راس کی د نظار شورا او دهغه په سر کی طبیب عبدالله سبوتاژونه دی چی دخپل بادانو په امر یی تر سره کوی.
    غنی جان ته بالا ضرور نده چی ځان کجاوه کجاوه کړی او د داسی کثیفو د پردی استخباراتو جواسیسو سره د هېوا ډ د ښېگنی توقع ولری ، باید کار یوې خواته کړی ، که نه نو افغانان دیر انتظارنه باسی

  2. Dr. Abdullah is lying, and stupid people believe it. He is happy that another Purchamee like Loodin is in the government like Oulumi because Purchamis are good assets for Shora Nezar…

  3. گوووووووووووووووووووووووووووووووووول مرجان یی نه منی

  4. ګل مرجان یی نه منی، ګل مرجان یی نه منی

    په خدای قسم چی اشرف غنی ځانته د اغزی بوټی ترڅنګ کښینول عبدالله چی د اشرف غنی ۰.۰۰۰۱٪ هم پوهه نلری کله زغملای شی چی د اشرف غنی کسان لایقه، پوه، په هیواد مین، او د ولس په درد پوهیدلی خلک وی او همدوی په کار وګمارل شی عبدالله لکه مارماهۍ دی هغه که په مخکی څومره چاپلوسی کوی خو دا یی کله د زړه وځی چی جمهور ریس نه شو هغه اوس د اشرف غنی په مخکی داسی خنډونه رامنځته کوی چی یو کاری او مجرب ټیم ونلری ترڅو خلکو ته د ښه والی په ځای بد معرفی شی، ښه بیلګی په ډیر نژدی وخت کی د بارکزی تعینول او د افضل لودین تعینول او د ګل مرجان له لوری نه منل دی الله پاک دی دا (ګل مرجان) عبدالله په خیر سره ورک کړی ترڅو مظلوم ولس او دغه ځوریدلی هیواد تری خلاص شی

  5. ګل مرجان بیا مرور شو او نه یی منی. خدای د خیر پيښ کړی . د ولس نفرت او انزجار د ایرانی جواسیسو په مقابل کی په ډیریدو دی. ګل مرجان سره نور منافقین نه غواړی چی ګران افغانستان جوړ او په امن شی.
    درنو افغانانو د هیواد او د افغان ملت ملی منافع ایجابوی چی نور په خپلو کی بی اتفاقی او ځانځانی یوی خواته کړی ، د ګل مرجان د ډلګۍ په مقابل کی سره یوشی،
    د خپل محبوب او په هیواد او اسلام میین ولسمشر په شاوخوا را ټول شی او په یوه آواز سره د هغه د پلانونو او سیاست نه ملاتړ وکړی او که همداسی غفلت وکړی نو لری به نه وی چی ټول به د ایران د جواسیسو تر امر لاندی یو یو تباه او د مرګ کندی ته ټیل وهل کیږی لکه ګل پاچا مجیدی ، همایون همایون ، جنرال مطیع الله خان او شکریه بارکزی یو یو به مو د مرګ خواته کش کړی او بیا به هیڅ په لاس نه درځی.

ځواب ورکول Wahab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *