خبرپاڼه

تاریخ: 21 جوزا  ۱۳۹4

کابل افغانستانقصر سپیدار: په خواشینۍ خبر شوم، چې د بیان ازادۍ دښمنانو په ننګرهار کې د پژواک خبري اژانس دفتر په بم الوځولی دی. په دې برید کې د پژواک خبري اژانس او امریکا غږ سیمه ییز دفترونه زیانمن شوي دي.

زه د امریکا غږ او د پژواک خبري اژانس چې د هېواد پرمختللې رسنۍ دي، په سیمه ییز دفتر دا برید په کلکه غندم او هغه د بیان پر ازادۍ برید ګڼم. همدارنګه ډاډ ورکوم، چې د ملي یووالي حکومت د بیان ازادۍ، د رسنیو او خبریالانو د ژوند خوندیتوب او ترېنه دفاع کولو ته ژمن دی او تل هڅه کوي چې خبریالانو ته په کاري چاپېریال کې سهولتونه رامنځته کړي.

د ننګرهار امنیتي چارواکیو ته سپارښته کېږي چې د دې برید په اړه څېړنې وکړي. هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې د بیان ازادۍ، خبریالانو او مطبوعاتو پر وړاندې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس

One thought on “اجرایوي رئیس په ننګرهار کې د پژواک خبري اژانس پر دفتر برید په کلکه غندي”
  1. د اعلامیې ستونزې چې د اجرایه ریاست له پاره لوی عیبونه دي:‌
    – په بمونو الوزولی دی.‌دا څه مانا؟‌:)
    – پژواک لا یوه خبره لاکن امریکاغږ خو په هېڅ صورت د هېواد رسنۍ نه ده.‌ د امریکاغږ خو له نامه نه ښکاري چې د امریکاغږ منعکسوي.‌
    شرم

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *