خبرپاڼه
تاریخ: 13 دلو ۱۳۹۳
کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وړاندې د بهرنیو چارو نوی وزیر صلاح الدین رباني په رسمي ډول د هغه وزارت منسوبینو ته ور وپېژانده.
ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو له پخواني وزیر او منسوبینو له چارو مننه وکړه او ښاغلي صلاح الدین رباني ته یې ته یې په خپلو چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.
ډاکټر عبدالله عبدالله له ولسي جرګې مننه وکړه چې اتو وزیرانو او د ملي امنیت رییس ته یې د باور رایه ورکړه، هغه له ولسي جرګې وغوښتل چې د کابینې نور معرفي کېدونکیو غړو ته هم د باور رایه ورکړی.
ده زیاته کړه، چې د کابینې له بشپړېدو وروسته به ټوله کابینه په متحد ډول کارونه مخ ته وړي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چې په بهرني سیاست له سره کتنه او له عکس العملي سیاست نه د افغانستان د بهرني سیاست را بهر کېدل یې د کار لومړیتوب دی. د هغه په وینا، چې دی د یوه سیاسي جریان لپاره نه بلکې د افغانستان د بهرني سیاست لپاره ژمن دی.
ښاغلي رباني وویل: چې په بهرني سیاست کې تعهد او تخصص مهم دی او په بهرني سیاست کې باید موږ ظرفیت رامنځته کړو، چې وکولای شو په نړیواله کچه له خپلو ملي ګټو دفاع وکړو.
زه به هغه وخت د صلاح الدین ربانی په خبرو باور وکړم چی د باندینیو چارو وزارت پرسونل د یوه قومیت له حالته په کثیرالقومیت باندی تبدیل کړی.
هوکی تعهد او تخصص ډیر مهم دی. مګر ډیر داسی کسان هم پدی وزارت کی شته چی د ديپلوماسی په الف او ب هم نه پوهیږی. یواځی د یوی خارجی ژبی پوهیدل کفایت نه کوی. ډیر داسی کسان شته چی له ایران یا پاکستانه یی جعلی ديپلومونه راوړی دی او یا داسی کسان شته چی ټول عمر یی له هیواده دباندی په سیاسی نمایندګیو کی تیر کړی او داسی سفارتونه هم شته چی په پښتو ژبه چی د هیواد یوه رسمی ژبه ده ، هیڅ نه پوهیږی او کله چی مراجعین د خپلو کارونو د اجرا لپاره ورځی دوی یی په مشکل نه پوهیږی. که ښاغلی وزیر دا مشکلات حل کړل نو بیابه مونږ هم ورسره ومنو چی د هیواد د ملی ګټو ساتونکی یاستی. او بل دا چی د جمعیت اسلامی او ستمی له تنګ نظره حلقی را وو ځی او د هیواد په سطحه ملی فکر وکړی.