خبرپاڼه

د اجرايي ریاست خبرپاڼه

تاریخ: 9 ثور ۱۳۹4

کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې، په هېواد کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد او په ځانګړي ډول د کندوز په امنیتي حالاتو خبرې وکړې او جنرال کمپبل د کندوز امنیتي حالات مخ په ښه کېدو وګڼل.

نوموړي اجرایوي رییس ته د کندوز د عملیاتو او له افغان ځواکونو نه د ملاتړ او ورسره د همکارۍ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، سره له دې چې اوس افغان امنیتي ځواکونه په ځان بسیا شوي او له وسله والو مخالفانو سره د جګړې او د هغوی د مخنیوي وړتیا لري؛ خو نړیوال ځواکونه هم چمتو دي، چې په سختو حالاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د ناټو قوماندان همدارنګه له اجرایوي رییس سره په دې بحث وکړ، چې څنګه کېدای شي ناټو په هېواد کې خپله شته پوځي کمپونه او مرکزونه د افغان ځواکونو په واک کې ورکړي او هغوی ترېنه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس د کندوز په عملیاتو او په ټوله کې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې د ناټو له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، چې اوس په کندوز کې د وسله والو مخالفانو خلاف امنیتي ځواکونو شدید عملیات پيل کړي او طالبان په شا شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې په کندوز کې وضعیت تر ډېره د افغان ځواکونو په ګټه او ولکه کې دی، وسله والو مخالفانو خپل مورال بایللی، لسګونه تنه وژل شوي او ډېرې سیمې له طالبانو پاکې شوي دي.

نوموړي وویل، په دې به غور او سلا وکړي، چې د ناټو له شته پوځي مرکزونو او کمپونو څخه افغان امنیتي ځواکونه څه ډول کار واخلي او څنګه افغان دولت ته وسپارل شي.

One thought on “اجرایوي رییس: په کندوز کې وسله والو مخالفانو خپل مورال له لاسه ورکړی دی”
  1. Dear Janeral Kemble Please don’t deliver your military bases to Afghan security forces.
    They are not capable to use these bases as it required.
    You need to destroy and get all the bases collapsed.

ځواب ورکول M Ibrahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *