تاند – په ارګ کې سرچینې وایي چې د چهارشنبې په ورځ ( ۱۷-۸-۲۰۱۶) به ولسمشر محمد اشرف غني له اجرایيه رییس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې خبرې وکړي. د دې خبرو هدف د عبدالله عبدالله له لورې د تیرې اونۍ د پنجشنبې د ورځې پر اعتراضونو خبرې کول دي.
عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ هم د سپیدار ماڼۍ مخې ته خپلو پلویانو ته چې شمیر یې سلګونو ته رسیده وویل:
« له خپله حقه نه په شا کیږم او تر دې وروسته به خلک زما بله څیره وګوري» اجراییه رییس دوې ورځې مخکې تر دې د ولسمشر له لورې د ځینو کسانو پر ټاکلو اعراض کړی و او ولسمشر یې د ملي وحدت د توافقنامې له اصولو پر سرغړونه تورن کړی و.
نژدې دوه کاله مخکې چې کله د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سر عبدالله عبدالله سخت انتقادونه پیل کړل، د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته راغی او د اشرف غني او عبدالله تر منځ یې منځګړیتوب وکړ چې په نتیجه کې د ملي وحدت حکومت جوړ شو او پریکړه وشوه چې د دوو کلونو په موده کې به لویه جرګه راغوښتل کیږي او اساسي قانون به تعدیلوي ترڅو د اجراییه ریاست څوکۍ په صدارت بدله شي.
له عبدالله عبدالله سره په تیرې نژدې یوې اونۍ کې چې ده اعتراض پیل کړی دی د یو شمیر بهرنیو هیوادونو سفیرانو کتلي دي خو د دې خبرو نتیجه نه ده معلومه شوې . داسې ښکارې چې بهرني هیوادونه په افغانستان کې د حکومت دننه اختلافاتو ته اندیښنه لري او ښایي بهرنیو دیپلوماتانو اجراییه رییس هڅولی وي چې له اختلافاتو په شا شي، خو بل لور ته عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته په تیرې یوې اونۍ کې دا خبره کړې ده چې دی نور صبر نه شي کولی او خپل حق غواړي.
د چهارشنبې د ورځې د خبرو له نتیجې به معلومه شي چې ولسمشر اشرف غني د عبدالله عبدالله کومې غوښتنې مني یا ردوي او عبدالله عبدالله په مشخص ډول څه غوښتنې لري.
I advice to Moh Ashran Ghani Please Press Shift+delete for AAbdullah from this position