کابل – ۱۰ دلو ۱۳۹۳

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته رخصت کړه.

نړیوال جام ته د کرکټ د ملي لوبډلې درخصتولو په دې مراسمو کې د اجراییه رییس ترڅنګ د حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو، د کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش، اجراییوی رییس شفیق الله ستانکزي او نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.

ډاکټرعبدالله عبدالله لوبغاړو سره د خدای پامانۍ پر مهال هیله څرګنده کړه، چې ملي لوبغاړي به د خپل افغاني غرور له مخې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي.

1هغه زیاته کړه، چې دی او ټول هیوادوال د ملي لوبډلې د بریاوو لپاره دعاګانې کوي .

اجراییوی رییس وویل چې د حکومت یو استازی به دملي لوبډلې د تشویق لپاره اسټرالیا ته واستوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش له اجراییوي رییس څخه مننه وکړه، چې د خپلو  ټولو بوختیاوو سره سره هوایي ډګر ته د ملي لوبډلې د خدای پامانۍ لپاره راغی.

د کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي وویل چې ملي لوبډلې له تیروڅو میاشتو راهیسې ښه تمرینات او تیاریانې کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې ښه پایلې به ولري.

1هغه وویل چې دوی د کرکټ د ملي لوبډلې د تمریناتو او تیاریو لپاره ښه اسانتیاوې برابرې کړې وې او هیله یې څرګنده کړه، چې په نړیوال جام کې به ملي لوبډله ښه لاسته راوړنې ولري.

د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل له ټولو هیوادوالو غوښتنه وکړه، چې ددوی د بریاوو لپاره دعاګانې وکړي.

One thought on “اجراییه رییس عبدالله عبدالله د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته رخصت کړه”
  1. زما له ټولو افغانانو وروڼوڅخه هیله او اروزو ده چی دکرکټ ملی ټیم دبریا لپاره د زړه له تله دعا وکړی چی زمونږملی ټیم دلمړې مقام خاوند شی ‌

ځواب ورکول R.Heemat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *