تاند- د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي وايي، د سنبلې له یوولسمې وروسته د ملي یووالي د حکومت دوره پای ته رسېږي او د اجرايی ریاست چوکۍ نور مشروعیت نه لري.
ډاکتر احدي، چې خپله جبهه د ملي یووالي د حکومت اپوزیسیون ګڼي، تاکید کوي چې د سنبلې په یوولسمه، د ملي یووالي د حکومت د دوو کلونو له پوره کېدو سره د حکومت مشروعیت پای ته رسېږي او باید له سره انتخابات وشي.
احدي، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د محمد اشرف غني ملاتړ وکړ، وايي چې د ملي یووالي د حکومت موافقه د دوو کلونو لپاره وه.
د ملي یووالي د حکومت موافقه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د ۱۳۹۳ لمریز کال (۲۰۱۴) د سنبلې په یوولسمه نېټه لاسلیک شوه چې پر اساس یې باید په دوو کلونو کې په اساسي قانون کې د بدلون راوړلو لپاره لویه جرګه دایره شوې وای څو د عبدالله عبدالله د اجرايي ریاست چوکۍ په صدارت واوړي.
احدي وايي، د سنبلې له یوولسمې وروسته باید یو ګډ حکومت جوړ شي او د اوسني بحران د پای ته رسېدا لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې انتخابات وشي.
د تا خو د خدای د مرداره خوله ورکه کړي. شرم خو بیخي تاسو شرمولی دی.
محترم سیاسیون او علما !
تاسی به اوریدلی وی چه په اداره کی تر تخریب، تعمیر او اصلاح آسانه او ارزانه تمامیږی،انتخابات د پنځو کلونو لپاره شوی اوس غیرقانونی پستونه،غله او ملیشه سالاران تری کم کړی او په ځای یی څوک چه د ملت د خدمت ظرفیت او سابقه لری وروړاندی کړی او نور ملت باندی رحم وکړی چه پر تاسی رحم وشی او لدی ذلت او ګدایی نه خلاص او په عزت ژوند وکړی په کرایی او ابن الوقت موجوداتو ملی خدمات نشی ترسره کیدای سړی وپیژنی او کار اهل ته یی وسپاری
آزموده را آزمودن خطاست
احدي صیب که چیرې د بهرنیو چارو وزارت در ورسیږي بیا خو به مشروعیت لري که څنګه؟ لږ شرم په کار دی، ډیر د افسوس ځای دی، کاش ستا مبارزه په ریښتیني ډول د ملت له غمه وای. عجیب وطن دی، نه یي چپ لاسي نه ښي لاسي، د یوې ایډیالوژي پلویان هم د سیاست لپاره کره او مشخص معیار نه لري… په خدای ډیر د افسوس ځای دی
احدی صیب ته او خدای دا ستا منطق د شرم نه دی ؟