تاند- د احرار الهند په نوم یوې ډلې د کوټې او پېښور د نن ورځې د خونړیو حملو مسوولیت په غاړه واخیست.
د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو په مرکزونو کې پر پولیسو او پوځیانو په بریدونو کې ۱۹ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.
د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې د احرارالهند په نوم تنظیم د دواړو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د دغه تنظیم مشر عمر قاسمي وویل:«دواړه حملې موږ وکړې، موږ د پاکستان د طالبانو د تحریک او حکومت ترمنځ له خبرو سره هیڅ کار او تړاو نه لرو.»
دا حملې په داسي حال کې شوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د یوې میاشتې په مخه اوربند اعلان کړی او له حکومت سره یې خبرې پیل کړي دي.
احرارالهند تنظیم تر دې مخکې د روان مارچ په درېمه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې پر عدلیې د برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی و او ویلي یې و چې په درست پاکستان کې د اسلامي شریعت تر نافذېدو پوري به دا ډول بریدونو ته دوام ورکوي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا احرار الهند ډله هیڅکله له طالبانو سره یوځای نه وه او تل یې د یوې مستقلې ډلې په توګه عمل کړی دی.
خه كار كوي بايد دغسي حملو ته زور وركري
هسي وايي واي مكوه بر جا وبه شي برتا،دا بنجابستان رنكارنك مدرسي جوري كري افغانستان يي وسوزاوه د جهاد خايينينو به لأس او تورمخو طالبانو به لأس اوس وار دده دملك ده.