تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړتوب د موافقې معنا دا نه ده چې د دوو سیالو کاندیدانو ترمنځ به په مساوي ډول واک وېشل کېږي.

ښاغلي غني په کایل کې له بهرنیو خبریالانو سر ه په خبرو کې وویل، ډېر خلک په دې خوابدي شوي چې ګواکي ده د امریکا ترفشار لاندې له خپل سیال سره د ملي یووالي پر حکومت سلا کړې ده.

ډاکتر غني وویل چې د واک پر وېشلو یې له چا سره موافقه نه ده کړې. ده ټینګار وکړ چې د انتخاباتو ګټونکی به بایللی کاندید د یوه فرمان له لارې د هیواد اجراییه رييس وټاکي چې د ولسمشر تر لارښوونې لاندې کار وکړي.

ده په عین حال کې د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې احمدضیا مسعود به یې اجرايي ريیس نه وي خو نوموړي ته به یوه لوړه دولتي چوکۍ وکړي ځکه چې د اجرايي چارو ریاست ناکام کاندید ته ځانګړې شوې ده. ښاغلي غني وویل چې احمدضیا مسعود به بیا هم د ده په حکومت کې تصمیم نیوونکی مقام ولري.

عبدالله عبدالله ویلي چې که ده وبایلله نو د زیات واک غوښتونکی دی.

ډاکتر غني همداراز وویل، هیله لري چې د څه باندې ۸ ملیون رایو تفتیش په خپل وخت بشپړ شي او نوی ولسمشر د سپټمبر په لومړیو کې (۴-۵) د بریتانیا په ویلز ایالت کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

تراوسه پوري د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې.

اشرف غني په عین حال کې وویل چې هم دی او هم به عبدالله د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

تر دې پخوا عبدالله ویلي و، غوره ګڼي چې دواړه کاندیدان د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي خو د اشرف غني احمدزي یوه ویاند ویلي و چې که د ولسمرۍ پایلې اعلان نه شي، ښاغلی غني به د ناټو په سرمشریزه کې برخه وانخلي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې ډاکتر غني د سې شنبې په ورځ په احتیاط خبرې کولې او ادعا یې نه کوله چې بریالی دی خو د ده د خبرو لهجه له ورایه د یوه ولسمشر خبرو ته ورته ښکارېده ځکه چې ده له بانکي سیستمه رانیولې، تر اداري فساد، د ښځو حقونو او د طالبانو د بندیانو په شمول پر ګڼو مسایلو، چې باید راتلونکی حکومت ورته پام وکړي، خبرې کولې.

اشزرف غني احمدزي وویل چې د افغانستان اقتصاد په ښه حال کې نه دی. ده تاکید وکاوه چې د باورمن حکومت د جوړولو اراده لري او غواړي بدلون راولي او د همکارۍ فضا رامنځته کړي.

9 thoughts on “احمدزی وايي، د واک د مساوي وېش په اړه یې له چا سره موافقه نه ده کړې”
  1. بریاوی دپه برخه شه دقیق ژاور بدلدن ته ضرورت ده اصلاحات له پرګنو نه شروع کړی .

    اول قدم کی والیان شوټکړی ډیر بیکاره هرزه بوټی دی دوهم قدم کی ولسوالان دریم قدمکی فسای ګر دوطن دخلکو وینی څښونکی څارنوالان نوره ستا مرزیده چه څه کوی خو قدم به په اختیاط پورته کوی .

  2. دغسی غنی بابا ځان معلوم کړه ټول هیواد ستاسو ملاټر کوی

    ګل دهلمند ولایت څخه

  3. الله هو د لوړی نه مخکی داسی ځانمرګی ته وربرابر کړه چی یوازی یو ولسمشر عدالله ولرو ، ځکه چی تا د چوکۍ غل یی

  4. ټولو افغانانو ته نیکی هیلي او ښه راتلونکی غوړام ګرانو وظنوالو داد سختو ورځو همت مو مبارک شه ولس خپل حق ادا کړ اواوس وار د سیاستوالو دی چی څه کوی راځی چی لږ د حوصلی نه کار واخلو راځی چی تاریخ ته نظر وکړ د پرون دښمن د نن ښه دوست دی د وخت ضرورت سره انسانان هم تغیر کوی صوله امینت او اقتصاد دی وخت ضرورت دی دواړو داکترانو د اصلاح غږ بورته کړی اود خدمت وعدی ګړی راځی وخت ورکړو او وګورو چی څه کیږی زمونږ د دی وطن ابادی ارمان دی هغه که چا په وجود کی وی که داکتر عبدالله د داکتر اشرف غنی طرحه تاید کړی وی اود اشرف غنی په حکومت يه صداقت کارکوی مونږ یی هرکلی کو

  5. سمیع اله ! ډېر د افسوس ځای دئ چې د يو د بريا لپاره بل په ځانمرګي وربرابروې ، لکه چې ستا منطق هم د ځانمرګو د منطق پشان دئ خو فرق ېې دادئ چې هغوی د ښځې کولو توان نلري حورو پسې ځي اوته ځانمرګئ د عبداله پسې ځې خو دا خوب به دې رښتیا نشي ، احمدزئ زمونږ پیاوړئ مشر دئ نـنګه به ېې کوو

  6. دلته په هېواد کې شپه ده، سکون او سکوت دواړه مات دى بيرته رغول غواړي، بيدارول غواړي له فساد څخه تيښته او سا زش نه کول غواړي.په دې کوچني کور د يتيمانو، کونډو او رنډو، شلو او شوټو شميره د ټا کنو له بکسونو هم زياتيږي. ملت ويده شوى په درې لسيزو کې د خپل هويت، اکثريت، ماهيت، ارادې او حقوقو هېڅ نه پوهيږي.دا ويدې مرغۍ به تر څو پورې د ړندې دموکراسي په هيله وژل کيږي ، ځورول کيږي، له منځه ځي او پر هغه باندې د نورو نومونه ټا په کيږي. د يوه ملت زعامت خو ډيره اوچته خبره ده ځان راويښ کړه! يوه شېبه ددې ملت انځور ته ځير شه، له خپلو ملګرو، احساس، مسوليت او رسالت سره ښه په ګريوان کې محاسبه وکړه داسې محاسبه لکه د يوه ډير کنجکاو کاتب په رښتينولۍ او صداقت کوم چې په ډير کمه تنخواېې خپله کورنۍ په بشپړ غيرت او ايمانداري کې ساتله.
    له خيالي او موازي، احسا ساتي او له پلمو ډکو نيرنګو په کيسه کې مه اوسه ځکه چې تا د يوه ډير تاريخي مسوليت لپاره ملا راتړلې. دا ټول ماشين له سره ترميم او بدلون ته ضرورت لري چې دغه ضرورت بيا په ملي،سياسي، اقتصادي، علمي او عرفاني د يوه هېواد مستقبل په نظر کې نيول دى او د خلکو ستونزو ته جواب ويل. مارشال تيتو په خپل کتاب کې ليکلي هره ټولنه چې ملي زعيم ونه لري د هغې ټولنې مثا ل هغې رمې ته پاتي کيږي چې شپون نه لري!
    لطفا ! ځينې مسا يلو ته په بېړه پاملرنه وکړه او ډير جدى اوسه د ولس مشر په شان د عالم اسباب په نوم مه ختموه اويا داچې دموکراسي قوى شوې ده .
    مننه

  7. سمع خانه الله دي د غني بابا تر لوړي مخکي تا او ستا ګران یاران یوځاي د تغابون په مرض اخته کړي چې د غني دلوړي جشن و ویني او زړونه مو له غمه وپړسیږي او ورسته په ډیر مردار او رسواشکل مردار شي امین

  8. سمع خانه الله دي د غني بابا تر لوړي مخکي تا او ستا ګران یاران یوځاي د تغابون په مرض اخته کړي چې د غني د لوړي جشن و ویني او زړونه مو له غمه وپړسیږي او ورسته په ډیر مردار او رسوا شکل سره مردار شئ هیواد اوهیواوال له تاسو غلو دغلو او چورګرو څخه خلاص او په امن شي
    امین

  9. سمیع جانه لکه چی ته هم تالیب یی او داکتر اودلا ډیر در باندی ګران دی او غواړی چی نور مشران له هغه ځار کړی. مونږ پوهیږو چی تالیب او داکتر اودلا دواړه د یوه آس غوږونه دی او دواړه غواړی چی ګران افغانستان وران او ویجاړ کړی. دواړه د قوانینو مخالف ، دواړه د خلکو ضد دی او دواړه د ملک د بربادی پلان لری.
    مګر دا بیچاره ملک او افغانان هم خدای لری ، داسی خدای چی هم قوی دی ، هم حفیظ او هم منتقم زمونږ توکل د په الله وی

  10. Mr. Ghani has very wide thoughts. He is 100% the upcomming president of Afghanistan. The loser candidate will only have a post in the next Gov not a wide range of power. Do not worry, I know everything and all decessions between them.

    Mansoor Khosty,
    Member of Ashraf Ghani Team

  11. کله چې سیاست وال یوه خبره کوي نو لومړی د خبرې خبرې څخه د وتلو لار ځانته پریږدي تاسې وګوری غني د مساوي واک خبره کوي نو که بیا هم نیم حکومت عبدالله ته ورکړي نو بیا به وايي چې واک اوس هم زمونږ ډیر دی ځکه زه جمهور رئیس یم زه دا وایم چې ډاکټر صاحب تاسې چې د عبدالله سره دومره واک منلو نو ولې مو ټاکنې کولې عبدالله ته که په هغه وخت دومره واک هم منل شوی وای نو ټاکنې به یې نه وی کړای ، دا زمونږ ګوتې ستا دلاسه ولې پرې شوې مونږ خو ویل چې خیر که ګوتې مو پرې شوې نو قدرت خو مو ترلاسه کړ مګر ستا د لاسه مو هم ګوتې پرې شوې او هم راڅخه قدرت لاړو پښتون داسې قوم دی چې کله مشر وټاکي نو مشر یې بیا هیڅ خپل قوم ته توجه نه کوي ، ډاکتر صاحب ته ملامته نه یې مونږ د اذل څخه بد بخته یو هغه د چا خبره لاس مو تور سپي څټلی دی ، هرچاته چې مو لاس ورکړی هغه راڅخه غوڅ کړی دی دومره مې نور ستاسې د خبرو دومره تنګ کړی یم چې نن یوه خبره وي سبا بله افسوس چې ستا په ځای مو یون کامیاب وای زه خو نور د سیاست له ډګره د تیښتې په حال کې یم او رادیو هم نه اورم زما سوال له تاسې دا دی چې تاسې اوس دومره له عبدالله څخه داریږی او د هغه هر شرط ته غاړه کیږدی څه فکر کوی اینده به مو څه حال وي خو یوم البتر خبره ده لکه چې کرزي ته دوعا وکړو

ځواب ورکول gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *