د ( ۱۳۸۵ ه ش) کال د چنګاښ پر پنځمه نېټه د لوی کندهار (۳۳) تنو  فرهنګيانو له پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي سره صاحب سره غونډه درلوده. د دې فرهنګيانو مشري ښاغلي ډاکټر طارق رشاد او مېلمه پالنه يې استاد هيوادمل کوله. غونډه ماځيګر پنځه بجې پيل سوه چي د کندهاري فرهنګيانو په استازيتوب ماته د خبرو مسئوليت را وسپارل سو. د ليکل سوي متن تر څنګ ما څو نوري خبري هم يادي کړې چي څو بېلګي يې دا دي:

۱: د صبا په نوم مجلې د لوی احمدشاه بابا کارټون چاپ کړی او ټول افغانان يې خفه کړي دي، موږ وړانديز کوو چي بايد دا دا مجله وتړل سي او چلوونکو ته يې قانوني جزا ورکړل سي. د يادوني وړ ده چي  دا مجله د سلام رحيمي د دفتر له خوا چاپېدله چي نوموړی  اوس د ولمسمشر ډاکټر غني د دفتر رئيس دی.

۲: څو پنجشيريانو د ((پنجره)) په نوم اخبار نشر کاوه چي محتوا يې يوازي پښتنو ته ښکنځل کول و اوبس. دې اخبار هغه وخت تازه يو مضمون خپور کړی و چي سرليک يې دا و: (( ايا طالبان همجنس باز اند؟)) په دې مضمون کي راغلي وه چي په شمال کي يو متل ويل کېږي چي وايي: کله چي مرغه هم د کندهار له  فضا څخه تېرېږي، نو پر مقعده يې وزر نيولي وي. موږ وړانديز وکړ چي بايد دا ښکنځل نامه وتړل سي او ليکوال يې بخښنه وغواړي.

۳: څو افغاني فيلمونه جوړ سوي چي منفي کرکټر يې پښتانه او په کندهارۍ  لهجه پښتو وايي. دا منفي کرکټرونه د طالبانو، قاچاقبرانو، جاسوسانو، بچه بازانو  او تراهګرو رول لوبوي، موږ وړانديز وکړ چي بايد د پښتنو په تېره بيا د کندهاريانو سپکاوی و درول سي.

۴: د تاجيکو او هز اره ګانو د خوشاله کولو لپاره عدالت تر پښو لاندي او پنجشير او دايکنډي ولسوالۍ ولايتونه سول، خو ستاسي دا کار هيڅ ګټه و نه کړه او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي مو په دواړو ولايتونو کي صفر فيصد رايي وړي دي، نو اوس بايد د شينوارو او شينډنډ لويي ولسوالۍ چي د شهيد داود خان په وخت کي يې د ولايت کېدو شرايط پوره کړي بايد ولايتونه کړل سي.

۵: د افغانستان ملي ټلويزيون ايرانی سوی دی، که تاسي يې نن شپه وګورئ، نو خپله به پوه سئ، هيله ده چي د افغانستان ټول نشرات افغاني هويت وساتي.

ښاغلی سپنتا هغه وخت تازه د بهرنيو چارو زيز ټاکل سوی و.  کرزي صاحب وويل چي خير که ډاکټر صاحب ځوان او کندهاری نه دی، خو ځوانان او کندهاريان ورباندي ګران دي، دی دي هم حاضر وي. کرزی صاحب چي اوس هره خبره کوي نو وايي چي سپنتا شاهد است، نو زه هم وايم چي سپنتا شاهد است او له  (۳۳) تنو څخه يوازي عبدالقديم پتيال او انجنير  صاحب عبداللطیف اشنا شهيدا سوي او نور ټول فرهنګيان ژوندي دي چي ډاکټر طارق رشاد، استاد هيوادمل،  محمديار، مينه پال، قادر قلاتوال، زابلی، حسنيار، ډاکټر تاج، بريالی هلمند، شريعتيار، هجران او نور د يادولو وړ  دي.  اوس که سپنتا د کرزي صاحب د درواغو شاهد دی او تل وايي چي سپنتا شاهد است، موږ هم دا شاهد منو او که په پښتو پوهېدلی وي نو دا وړانديزونه يې ياد دي.

کرزي صاحب ته د احمدشاه بابا، پښتنو او کندهاريانو سپکاوی بې تفاوته و، آن دا چي پر دې موضوعاتو يې تبصره هم  و نه کړه. موږ له کرزي صاحب څخه د پښتونولۍ او کندهاريتوب توقع نه درلوده، بلکي د ولسمشر په توګه مو عدالت غوښت، خو دی د نظار شورا په ځاله ګۍ کي رالوی سوی او پښتنو ته له ښکنځلو سره دومره عادت سوی و چي پر دې خبره يې غوږونه کاڼه واچول.

تر ارګ ها خوا جنرال صاحب رازق هغه وخت هم د کندهار د سرحدي لېوا قوماندان و، خو  احمدشاه بابا، پښتنو او کندهار ته ښکنځلو يې غيرت نه راوپاراوه. احمدولي خان هم څو تنه درباري فرهنګيان دې مجلس ته رالېږلي وه چي هدف احمدولي خان ته د هري شېبې راپور ورکول و، خو احمدولي خان ته تر احمدشاه بابا، پښتنو او کندهاریانو  سيدجان خاکرېزوال ډېر مهم و او په دې خبره يې هيڅ عکس العمل و نه ښود.

په سبا د زابل اوسني والي بسم الله افغانمل زنګ راوواهه، ويل ماښام ته په سرينا هوټل کي د ګل اغا شېرزي مېلمانه يو. کله چي زه  ورغلم، نو پوه سوم چي شېرزی صاحب غواړي پوه سي چي فرهنګيانو خو به د ده په اړه ولسمشر ته څه نه وي ويلي. ما د غونډي د جريان تر څنګ د پنجرې اخبار، احمدشاه بابا د کارټون او نورو پښتون ضد حرکتونو په اړه هم معلومات ورکړل، خو د دې  مهم کندهاري مشر   غيرت هم  نه راوپارېد، ويل همت صاحب په دې خبرو پسي مه ګرځه، دا ټول فرهنګيان خبر کړه چي ننګرهار ته راسي، هتله به ښه د موسيقۍ محفل درته جوړ کړم.

 تر دې وروسته د کندهار نورو قومي دلالانو هم په نوبت مېلمه کړم او اندېښنه يې دا وه چي فرهنګيانو خو به په ارګ کي د دوی په باره کي ولسمشر ته څه نه وي ويلي. وروسته خبر سوم چي هر فرهنګي ځوان چي خپل ولايت ته تللی نو لوی او کوچني قومي دلال، زورواکي، وکيل او نورو دوکاندارانو يې خوله بوی کړې چي د دوی په اړه خو به ولسمشر ته چا څه نه وي ويلي،  خو د پښتنو او کندهاريانو په سپکاوي هيچا هم غوږ  و نه ګراوه.

تر هغه وروسته د ولسي جرګې غړي لطيف پدرام غازي امان الله خان ته په ټيلويزيوني مرکه کي د (دووس) خطاب وکړ او بيا  مولوي صبور هم غازي امان الله خان ته سپکاوی وکړ، خو د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولايتي شوراګانو، قومي دوکاندارانو، مدني فعالانو او پي ارټي په ډوډۍ غټ سويو مدني فعالانو غوږونه کاڼه واچول، خو نن چي يو شخص ( حامدکرزی) چي خپل مار (نظار شورا) وچيچه، نو د ځينو معدني فعالانو د قبيلوي ګټو معدنونه په خطر کي ولوېدل او  دا کار يې سپک او غير مدني وباله، خو کله چي ټولو پښتنو، ټولو کندهاريانو او آن د هغوی ملي اتلانو ته له کوم دليله پرته بد رد ويل کېږي د  کندهاريانو غيرت نه راپارېږي.

 بايد ټول پوه سو چي زموږ وياړ، غيرت او له خوشاليه ډک ژوند له افغانستان او ملت سره تړلی دی، خو که خدای مه کړه د افغانستان او ملت تنه ورېبل سي، بيا به د دې ستري ونې يو ښاخ او څانګه هم زرغونه پاته نه  سي، نه پښتون، نه تاجيک، نه ازبيک، نه هزاره، نه غلجی، نه درانی، نه زيرک، نه پنجپای، نه پوپلزی…  د عزت ژوند ولري.  بيا به د ملي اتلانو تاريخي وياړونه شفاهي نکلونه او تش خوبونه وي بس.  که موږ د احمدشاه بابا، ميرويس نيکه، غازي امان الله خان او نورو ملي مشرانو توهين عادي ګڼو، خو د قبيلوي ملحوظاتو له مخي د حامدکرزي سپکاوی نه سو زغملای، نو اشتباه کوو او دا حق نه لرو چي په يوويشتمه پېړۍ کي ژوند وکړو.

2 thoughts on “احمدشاه بابا پروا نه لري، کرزی بابا مه ښکنځئ!؟/ عبدالنافع همت”
  1. ستا قربان سم. چې د کرزي څخه یې په هغه غونډه کي کالي کښلي وای هم د چا پروا نه په کېدل.
    نن چې یې څوک د دفاع نارې وهي یا خو ناخبره دي او یا د خپل کریډیټ او اعتبار د زیاتولو لپاره یې وهي
    په کرزي هیڅ پښتون نسو دروند خو کندهاریان یی تر هر چا ډېر سپک کړه
    داغه سپکاوی پر لږ دئ

  2. دا دکرزی د لاس بوټی دی چه په خپل لاس یی کشینولی ، الله ج دکرزی صیب ته انصاف ورکړی په ډیره زیرکتیا او مکاری سره یی خپله واک ته د رسیدلو او د واک د ساتلو لپاره یی د پشتنو د قوت او وفاداری چخه استفاده وکړه اما متاسفانه کرزی په خپله واکمنی کشی په قصدی ډول دا ټول کس ناکس او په هیواد کشی منفوره او رټل شوی کتلی د مطلق زوال څخه د هستی پلو ته را وایستلی ، لویی یی کړلی او شی یی پړسولی او په ټولنه یی بیا واکمنی کړلی او بلاخره ټول هیواد یی ورباندی چور او تالا کړو. اوس هغوی نه تور ګوری او نه سپین د وحشی ځناورو په شان حملی کوی نو کله کله خو به خپل مشر پالونکی او روزونکی کرزی صیب ته هم خوله ور اچوی،رشتیا خبره ده کرزی پخپل ۱۳ کلن حکومت کشی پشتانه هومره وځپل چه مسعود په خپله واکمنی کشی هم دومره نه و څپلی.وایی څه چه کری هغه به هرومرو ریبی
    پشتنو ته نوره ویښتیا په کار ده

ځواب ورکول عمر نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *