تاند – د اشرف غني احمدزي انتحاباتي ټیم څرګندوي چې دوی د زلمي رسول له لومړي مرستیال احمد ضیا مسعود سره په خبرو بوخت دي څو د هغه ملاتړ خپل کړي.

دا خبره نن نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې خپره کړه. دغه ورځپاڼه لیکي، سربیره پر دې چې عبدالله عبدالله د زلمي رسول ملاتړ جذب کړ، خو په دوهم ځلي انتخاباتو کې د دې تضمین نه شي کیدای چې د زلمي رسول د لومړي پړاو ټولې رایي به ښاغلي رسول عبدالله ته ګټي.

ورځپاڼه بیا وړاندې د اشرف غني د انتخاباتي ډلې د یوه ویاند عبدالعلي محمدي په وینا لیکي چې ضیا مسعود د شمال ایتلاف د نامتو قوماندان احمد شاه مسعود ورور دی او د هغه ملاتړ به د عبدالله ګڼ پلویان دې ته وهڅوي چې زموږ له ډلې سره یوځای شي.

د یکشنبې په ورځ چې کله په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې زلمي رسول عبدالله ته تیر شو نو له هغه سره احمد ضیا مسعود نه و.

تر دې مخکې د زلمي رسول د انتخاباتي ټیم ډېر نور غړي لکه په ولسي جرګه کې د خوست استازی کمال ناصر اصولي، د پکتیا والي جمعه خان همدرد، او د حزب اسلامي د ۱۴ شوراګانو اتحاد د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.

داسې راپورونه خپاره شوې دي چې په پنجشیر دره کې د عبدالله عبدالله د پلویانو له لورې د ضیا مسعود پرضد پاڼې خپرې شوې دي او پکې لیکل شوې دي چې ضیا مسعود په لومړي پړاو کې هم د عبدالله رایي کمې کړې او د دې سربیره چې دی د احمد شاه مسعود ورور دی درناوی یې باید ونه شي.

په دې پاڼو کې دا خبره هم شوې ده چې ضیا مسعود اوس هڅې کوي چې له اشرف غني سره اتحاد وکړي. د دغو پاڼو عکسونه د فیسبوک لارې هم خپاره شول، خو د عبدالله ډلې دا خبره رد کړې ده چې دغه پاڼې دوی ویشلي دي.

تر انتخاباتو مخکې ضیا مسعود د ډله ییزو رسنیو له لارې دا خبره کړې وه چې ده غوښتل چې ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي خو عبدالله یې مخه ونیوله بیا همهغه و چې مجبوره شو چې له زلمي رسول سره یوځای شي.

د عبدالله عبدالله پلویان اوس وایي چې د زلمي رسول او د عبدالله رایي تر پنځه پنځوس فیصده زیاتیږي او ګل اغا شیرزي هم د دوی ملاتړ کړی دی نو دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا نه شته، خو د احمدزي ډله ټینګار کوي چې هیڅ کاندید تر پنځوس فیصده ډيرې رایي نه دې ګټلې نو پکار ده چې انتنخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي.

 اساسي قانون حکم کوي که په لومړي ځل یو کاندید هم ونه توانیده چې تر پنځوس فیصده ډیرې رایي خپلې کړي انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو تر منځ بیا ترسره کیږي.

4 thoughts on “احمدضیا مسعود د اشرف غني احمدزي له ټیم سره خبرې کوي”
  1. که دا کار وشو نو زما په اند د ډاکتر اشرف غنی په محبوبیت کې به نور هم کموالی راشی دا ځکه چې دا اشخاص نه غواړي له واکه څخه بهر پاتی شی نو لدې امله کله یو خوا او کله بل خوا لاس اچوی ترڅو واکنۍ کې پاتې او بربریت ته دوام ورکړی هغه یو بس دی نور دې ترې اچار نه جوړه وی کنه نو ډیر خراب بوی به وکړی

  2. دا خبره به ډیره ښه واي چې ډاکټر صاحب اشرف غني په یوازې سر حکومت جوړ کړی واي او هیڅوک ورسره نه واي خو د ۲۰۰۹ کال تجربه مو هیره نه ده پښتانه ډیرې ستونزې لري او په اسانه به ېې ډاکټر صاحب ته رایه نه واي ورکړې خو اوس حالات بدل دي او د دوستم او خلیلي په شان یو تاجک مشر چې په اوسني دور کې نسبتا مذبوته اډآنه ولري د ډاکټر صاحب لپاره اړین دی دغه خبرې پریږدئ چې چا څه کړي دي ځکه کله چې مشر پاک او له خیانت لیرې وي ښکته ټول کسان ان تر ماموره پورې اغیزمن کیږي دا ثابته شوې خبره ده اوبله دا چې د ضیا مسعود په شان کس که له ډاکټر صاحب سره یوځاي شي د ملي وحدت لپاره هم مهم دی که څه هم ډیری کسان اوس له دې حربې استفاده کوي او شعارونه ورکوي خو بیا هم ورته اړتیا شته

  3. سلامونه او نیکی هیلی درنو لوستونکو
    زما په اند د نظار شورای د یوه داسی ویروس حیثیت لری چی که هر حکومت ته داخل شی هغه به یو فاسد ، وروسته پاتی، قومی او ژبنی تعصبابو ولاړ حکومت وی. د ۱۳۷۱ کال څخه را وروسته خصوصا د کرزی صاحب د دوری د ټولو بدبختیو عامل همدغه فاسده ډله ده. که چیری داکتر صاحب اشرف غنی داسی ګومان کوی چی دا شازاده یو څه رایی له ځآن سره لری نو زلمی رسول ته یی څو رایی راوړی چی تاته به یی راوړی؟

  4. احمد ضیامسعود خو تر داود سلطان زوی هم لږ راه لری هیڅی به تش ناکه تاجک دی نفوس نلرد تاسی خپله حتی د ده به خپل پنجشیر که هم وګوری چی دی چندانی رایه نلری نو دده نه راتګ و داکتر صاحب عبدالله تیم ته هیڅ کوم تاثیر نلری او حتی چی دی هم د اشرف غنی سره یو ځآی شی تاجکانو خو په هیڅ صورت کی دده رایه نه ورکوی نو پّه هر حال کی داکتر عبدالله د افغانستان جمهور ریس دی حتی که چیری انتخابات دوهم پراو ته ولارشی بیا هم تاسی به شاهدان یاست چی عبدالله به جمهور ریس وی

ځواب ورکول احمد ولی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *