تاند- د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی ځیني افغان سیاستوال له انتحاریانو سره په همکارۍ تورنوي او وايي چې هغوی ځانمرګي او چاودېدونکي مواد ساتي.
د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود نن /شنبه/ بې له دې چې د چا نوم واخلي ادعا وکړه چې ځني افغان سیاستوال د چاودیدونکو موادو او هغو کسانو په ساتنه کې، چې انتخاري حملې کوي، لاس لري.
ده چې له خبریالانو سره خبرې کولې، همداراز وویل، دغه کسان چې ترهګر ساتي په افغانستان کې د پاکستان د ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي.
مسعود زیاته کړه:« هغه کسان چې پلازمېنې کابل او نورو لویو ښارونو ته راځي، چاودېدونکي مواد راوړي او ځانمرګي بریدونه کوي د هغو کسانو په کورونو کې پټ وي چې په هیواد کې د پاکستان د سیاست پلویان دي.»
ښاغلي مسعود په خپله د دغو کسانو نومونه وانخیستل خو له رسنیو یې وغوښتل چې هغوی افشا کړي.
تر دې مخکې عبدالرب رسول سیاف ویلي و چې انتحاریان په وزیراکبرخان مېنه کې اوسي او په همدغه دیپلوماتیکه مېنه کې تروریستي حملې تنظیمېږي. سیاف په وروستیو کې یوې غونډې ته وویل چې په کابل کې د تروریستانو ملاتړ کوونکي او ساتونکي پېژني.
خو نه ده د تروریستانو ملاتړ کوونکي او ساتونکي معرفي کړل او نه چارواکو د ده د ادعا په اړه څه وویل.
وایی ځینی انتحاریان ساتی بیا ځینی د امنیتی قواوو ډوډی،روغنیات،البسه،عراده جات اوحتی اوس ویل کیږی چه د خیالی لسهاوو زره امنیتی ځواکونو هرڅه خوری اوبیا د ډلګیو موازی حکومت هم ،وزارتونه پریږدی خپلی بدنامی ملیشی پالی او دیته ورته نورمنفی ابتکارات او مسابقی !!
آفرین پدی مجاهد او مؤمن ملت چه جاهل دوستان یی تر دښمنانو زیات زوروی یقینا چه الله جل جلاله دی ملت سره مل دی که نه بدو بلاوو سره مخ دی
ای مؤمنانو!
راځی چه د دعا د قبلیدو په وختونو کی داسی ووایو چه الله رب العزت دی اول موږ وبښی بیا ددی ملت او ټول امت داخلی او خارجی دښمنان دی ذلیل،رسوا او شرمیدلی لری او موږ او ټول بشریت دی ددوی له شر نه خلاص کړی آمین یا رب العالمین