احمدولي مسعود

تاند- د شمال ايتلاف د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود ورور احمدولي مسعود د هیواد ولسمشر په دې وغانده چې د خپلواکۍ ګټونکي پاچا اعلحضرت امان الله خان یې د افغانستان ملي قهرمان بللی دی.

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان او افغانستان د رېللارې په پرانستونکې غونډه کې وویل«نن زه په دې ډېر ویاړم چې د خپل ملي اتل امان الله خان یو ارمان مو په حقیقت بدلېږي.»

احمدولي مسعود له ولسمشر غني وغوښتل چې خپله خبره بېرته واخلي.

ده وویل د ملي اتل لقب احمد شاه مسعود ته ورکړای شوی او که بل چا ته د ملي قهرمان خطاب وشي اکثریت خلک خوابدي کېږي چې احمد شاه مسعود ملي قهرمان ګڼي.

ده استدلال وکړ چې مسعود ته د اساسي قانون په لویې جرګې کې د ملي قهرمان لقب ورکړای شوی دی.

احمد ولي مسعود وايي چې ولسمشر غني له احمدشاه مسعود سره دلچسپي نه لري:

«ویلی شم چې ښاغلی اشرف غني احمدزی د احمدشاه مسعود له شخصیت سره جوړ نه دی. خو د دې معنا دا نه ده چې د افغانستان په خلکو کې بې اعتمادي رامنځته کړي.»

احمد شاه مسعود د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په ۹ مه پر نیویارک او واشنګټن تر تروریستي حملو دوه ورځې وړاندې د تخار په خواجه بهاالدین کې په مرموز ډول ووژل شو.

دوه عرب خبریالان د ده په وژلو تورن شول.

16 thoughts on “احمدولي مسعود ولسمشرغني په دې وغانده چې امان الله خان یې ملي قهرمان بللی”
  1. دوی ټول همداسی احمقان دی. یو وخت ددوی بل نابغه چه د وچی مارشال یادیده د والیانو په یوه غون‌‌‌‌‌‌ډه کی را پورته شو او وویلی چه د ملی اجماع کلمه ما اخترا کړیده اوس یی هر څوګ استعمالو. باید زمانه غیر بل څوګ یی د استعمال حق نلری. پاتی شوه د قهرمان ملی یا ملی اتل الفاظ دا خو ددوی د ټیکداری یو لوی سمبول دی چه لږ زور پری راشی فوراً دی وسلی ته لاس واچوی. خو دا د چا دلاسه ؟ هغوی دی اوس په خپل کریوان کی ښکته وګوری چه د افغان ملت په مقابل کی څومره خیانت کړیدی. تاریخ مو څاری.

  2. دا مردار خور هم د خبرو شو. د لندن به کوم هوتل کی یی قابونه بریمینحل او بخوانی ولسمشر کرزی بیا افغانستان ته راوست ترحو بری وحشی تلواله ارامه کری.

  3. de dase wraze po hila che po estelah daa mile qahramaan de mile khayen po noom wanomawal she aw le qabra ye haddoki rawobase aw po yawa bojaye ke de edam po toga wazarrawal she.daa ba po hagha wakht ke washe che reshtini milie hokmatona wojod waalre.

  4. دوی ملامت نه دي همدې پښتنو لیډرانو، جهادیانو او کرزي ددې ملي خاین نه ملي اتل جوړ کړ او دوی هم دده د نوم نه ښه پوره استفاده وکړه. د خپل قدرت او چوکۍ لپاره یې دوی سرکشیو ته پریښودل چې کنترول یې اوس نه د هغوی په لاس کې دی اونه د بل چا، ټول ملت ته یې تر ابده یو لوی سردرد پيدا کړ.

  5. زما په نظر احمدولی مسعود حق په جانب دی، ځکه د ملی اتل لقب د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره سم باید هغه چاته ورکړل شي چې د هیواد سل کلنه ملی او مجهزه اردو ئې ختمه کړه ، تر 700 زیاتې پوځي او ترانسپورتي الوتکې ، د 5000 په شاوخوا کې ټانکونه ، شوبلې ، زرهدار وسایط ، همداراز د سکات ، لونا ، اورګان ، پيچور او نور ډول ډول توغندي و یشتونکي دستګاوي یې ورانې ویجاړې او یا خپلو اصلی بادارانو ته لکه پاکستان، ایران ، تاجیکستان او نورو ته وړیا ورکړی.
    مولې قهرمان تر 70000 زیات د کابل ښاریان شهیدان کړل ، تر دوه میلیونو خلکو زیات یی د کابل له ښاره او نورو شاوخوا سیمونه مهاجرت ته اړ کړل. د کابل پوهنتون ، د شهزاده سرای ، ټول وزارتونه ، بانکونه لومړی چور او بیا د اور په لمبو کې وسوځول شول.
    د خلکو مځکې او کورونه چور اوضبط شول ، له اسلامی حزب، وحدت اسلامی، جنبش اسلامی سره د قدرت د ویش په سر خونړۍ جګړې وکړی او هیواد خصوصا د هیواد پلازمینه یی په کنډوالو بدله کړه.
    د « جهاد » په وخت کې یی د شوروی اتحاد له جنرالانو سره د همکارۍ او د نورو جهادی قوماندانانو پرضد د تفاهم قرارداد امضا کړ چې په نتیجه کې د هیواد غمیزه نوره هم اوږده کړله . « ملی قهرمان » چې په جاسوسې ، تخریب ، چاپلوسي ، شرارت کې پروفیسوری له پنجابه اخیستې وه قدرت ته له رسیدو وروسته سمدلاسه خپل ورونه هریو یحی مسعود په پولیند ، سویس او بیا بلژیک کې ، احمد ولی مسعود یی په لندن کې او احمدضیا مسعود یی په مسکو کې د شورای نظار او په مجموع کې د افغانستان د اسلامی دولت سفیران مقرر کړل چې هریو یی تر 15 کلونو پورې هلته سفیران او یا شارژدافیران پاته شول چې پدې موده کې دوی د خپل قهرمان ورور په هدایت د افغانستان د دولت ټوله سرمایه او عواید چور او هغه یی خپل شخصی ملکیت وګاڼه.
    د مرحوم استاد ربانی نازولی زوم خو له 52 میلیون امریکایی دالرو سره د دوبي په هوایی میدان کې ګیر او ډرامه یی ټولې نړۍ ته رسوا شو.
    فکر کوم دا داستان نور هم ډیر اوږد دی نو ضرورت به نه وي چې د افغانستان د چور او چپاول قهرمان له هغه چا سره پرتله کړو چې د افغانستان تاریخي استقلال یی د افغانستان خلکو ته ورنصیب کړ . د معاصر افغانستان د تاریخ یو نوی پړاو بنسټ یی کیښود، د غازی امان الله خان او د هیواد د خپلواکي د لارې د ټولو غازیانو ارواح د خوشحاله وی.

  6. وایی خدای چې مړی شرموې نوپرتخته ګوز واچوی
    دادسپی بچیان امریکایانو راوستل. کنه ټول په غارونو کې پټ وو. په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲
    زه شمال کې وم بیا کابل ته راغلم هلته مې . دما پیاد دی چې دوی ټول یو یو له غارونو راوتل

  7. AHMAD SHAH MASOOD WAS MEMBER OF KGB FORMER SUWEET UNION RUSSR INTELLEGENT,
    BESIDE HE SOLD ALL MINERALLS OF AFGHANISTAN,
    MASOOD MUST RESPONSE TO THE CASHM ONEY LEFTOVER FROM NAJIBULLAH.
    MASOOD KILL THOUSANDS OF HAZARAH BROTHERS IN AFSHAR KABUL.
    GHAZEE AMANULLAH GET FREEDOM FROM BRITISH,
    AFGHANHISTORY CAN NOT CHANGE BY AFEW SAQAWEE,
    WE AFGHANS WILL STRONGLY DEFENSE FROM OUR LEADERS,
    THANKS FROM TAANDS

  8. دا لنډه غر او پریدی پالی خلک د حقیقت اوریدلو ځواک نلری احمدشاه مسعود د ټول افغانستان قهرمان نه دی که وی هم هغه د یو ولایت دی نور خلک یی په قیصه کی هم نه دی او نه ورته کوم محبوبیت لری ملی اتل .
    شاه آمان الله غازی د ټول افغانستان یو ویاړلی اتل دی .
    شاه آمان الله خان دی هیواد ته سوله ارامی او نیکبختی راوړی ده ده مونږ یی د پردیو د غلامی نه خلاص کړی یو . ولی مسعود برعکس زمونږ هیواد ته فقط او فقط بد بختی راوړی ده چی نن هم مونږ ورسره لاس او ګریوان یو .

  9. بس هر څه چی دوی وایی ښه وایی ځکه هغه متل دی وایی چی له خپله کا دارو به له کومه کړی
    دا هر څه مونږ خپله کړی څوک مو قهرمانان کړل او څوک مارشالان
    نو اوس داسی کوم څوک مونږ کی نشته چی یا ماشال وی یا قهرمان
    یوه ولسوالی ده چی وزیر وکیل رییس قومندان مارشال قهرمان او هر څه لری خو یو لوی قوم لیا هیڅ هم نه لری
    ترڅو به ویده یو

  10. Salamooona
    Awal ba woowaym che pa karzi de lanat we che dagha saqawyan e qahramanan kral aw pa loy las dagha zamong de kor maran shwal bayad ashraf ghani ghash matawoonkai jawab warkri che Ahmad shah yaw landaghar aw de roosano godagai aw amanullallah khan waqighi qahraman che azadi e watan ta rawari da tol afghanan bayad de Ahmad Wali masood che landaghar aw ayash ensan da waghandi aw zanmargi de afghan doshman ta mootawajee kri.
    Noor bayad khpal waqighi mili atal de azadi gatoonkai Amanullallah khan yad wasato.
    Manana.

  11. ګوری! افغانان چه کوم قهرمانان لری او تاریخ په خپل زړه کی ساتلی هغه ټول افغانان په اتفاق سره ستایی ، نن ورځ تنظیمی یا کورنی قهرمانان ډیر دی،تنظیمی یا قومی قهرمان ، ملی قهرمان ندی ، دا یواځی د کرزی صاحب د غلط ، انحصاری او سقاوی ویش چاپلوسی وه چه لیوان یی پری وستایل د بی ۵۲ او غټو غټو بمونو تر افتخار لاندی!!! او داسی نور افتخاررات
    موږ بی کامری ،مخلص او د اعلای کلمة الله د لاری ډیر معزز شهید اولیاءالله لرو چه نه چا یاد کړی او نه یی د کوڼددو او یتیمانو پوښتنه شوی خو ان شاءالله چه خدای جل جلاله ته مقرب دی او همدا تقرب دی ورته مبارک وی.
    احمدولی مسعود دی ووایی چه ملی قهرمان نوم غواړی خو دا سوالونه چه ملت سره مطرح دی ځواب یی آسان ندی
    آیا شورای نظار او جمعیت ملی ډلګی دی؟ نه هیڅکله
    تاسی تر اوسه کوم ملی خدمات لری؟
    دبن سقاوی تړون ملی وو؟
    انصار ګری او ملی والی فرق کولی شی؟
    کوم وزیر او قوماندان دی ملی اخلاق لری ؟
    غصب ،تجاوز،ظلم او انحصار ملی شرافت تمثیلوی که ملی رذالت ؟
    د ۱۰۰ سلو نه زیات ریسواده وزیر او جنرال تراشول همدا ملی اهداف تمثیلوی ؟
    او دیته ورته نور ملی مشخصات چه تاسی یی غصبوی دا حق نلری بلکه دا منتها د جهالت او دنائت تثبیتوی نه آدمیت ، دیده درآیی هم حد دارد
    کارونه می انحصاری او امتیازات می ملی !!! وای برین تربیت و عقلمندی.

  12. جمیل خانه !

    څوک چې په خپل پلار خاندي هغوی
    ته هغه ته حرامي وېیل کیږي
    که طالب نه وي قرسق پنجشېري ته به بازي کوې
    ګوره خوله دسمه ښوروه

  13. وروڼو د تاند درنو چلوونکو،سلامونه!!
    پرون مې یوه تبصره د ملي قهرمان او اتل ارواښاد غازي شاه امان الله خان په باب لیکلې او دراستولې وه، نپوهیږم ولې خپره نسوه؟
    د دې سکاوي قرصک والاوو په مردارو خولو ملي ویاړونه نه شي بدلیدلای!.په درناوي.

ځواب ورکول زبیح ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *