د انتخاباتو خپلواک کمیسون

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون احمد جاوید حبیبي د دغه کمیسیون د دارالانشا د سرپرست په توګه وټاکه.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه یې اوسنیو حالاتو ته په پام کړې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې احمد جاوید حبیبي تر دې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون عملیاتي مسوول و.

تر دې پخوا ضیاالحق امرخېل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس و خو وروسته له دې چې عبدالله عبدالله پرې تورونه ولګول، استعفا یې ورکړه.

امرخېل د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم تورونه رد کړل او وايي چې ده ته منسوبې ټېلفوني مکالمې جعل شوي دي.

0 thoughts on “احمد جاوید حبیبي د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا سرپرست وټاکل شو”
  1. Very Good Decision by IEC. Dr.Sahib was very honest and Hard Working Manager. Congrats to Dr sahib and hope for a better Future

ځواب ورکول Dad Mohammad Samoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *