تاند- د بدلون او دوام د انتخاباتي ټیم یوه مشر احمد ضیا مسعود وویل چې د نارنجي او زرغونو حرکتونو وخت تېر شوی او څوک چې په هیواد کې د بحران راوستلو هڅه وکړي «غاښ ماتونکی» ځواب به وویني.
ښاغلي مسعود وویل چې د اجرايي چوکۍ له خیره په دې خاطر تېر شو چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دا چوکۍ غوښته خو هغوی اوس په دې هم قانع نه دي، وايي چې کابینه دې د اجرايي چارو د ريیس تر لاس لاندې وي او نیمايي کابینه دې هم د دوی په خوښه وټاکل شي.
احمدضیا مسعود، چې نن په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، همداراز وویل:«سره له دې چې زموږ رایې زیاتې دي او ډېر لوړ موقعیت لرو، د اجرايي چارو ریاست د ورکولو لپاره مو د دوی (همپالنې) وړاندیز د یوه لوی ملي مصلحت په خاطر ومانه. د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوازینۍ غوښتنه همدا وه چې د اجرايي چارو مشري ورکړو. حال دا چې اشرف غني احمدزي دا چوکۍ ما ته راکړې وه. سره له دې چې زه د دوی د وروڼو په جمله کې یم خو دوی زما چوکۍ په نښه کړه او ویې ویل چې دا چوکۍ دې د اصلاحاتو او همپالنې ټڼیم ته ورکړای شي.»
ده دا هم وویل چې د هیواد د ملي ګټو او او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د رضایت لپاره د دې چوکۍ له خیره تېر شو او د هیواد ثبات غواړي.
احمد ضیا مسعود وویل، سره له دې چې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره د اجرايي چوکۍ موافقه شوې خو هغوی لا هم د تشویشونو له پیدا کولو او جنجالونو له زېږولو لاس نه اخلي.
احمد ضیا مسعود د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته د کابینې د مشرۍ له ورکولو سره مخالفت وکړ او دغه ټیم ته یې خبرداری ورکړ چې په ګواښونو هدف ته نه شي رسېدای.
ده وویل د اصلاحاتو او همپالنې ټیم سیاسی نازدانګي کوي، کله یوه غوښتنه کوي، کله بله او کله خبرداري ورکوي.
ده د بلخ د والي عطا نور د زرغون او نارنجي حرکت په اړه د خبرداري په ځواب کې وویل چې دا وختونه تېر شوي او که څوک داسي هڅه وکړي «غاښ ماتونکی» ځواب به ترلاسه کړي.
احمد ضیا مسعود وویل، واک ته د رسېدو یوازینۍ معقوله او منطقي لار انتخابات او د ټاکنو د پایلو منل دي.
كرانو هيواد والو؟
وكوري احمد ضيا مسعود خوك دي؟
احمد ضيا مسعود هم تاجك او هم بنجشيري دي.
دده خبري اوبياني هم وكوري كاملاء ديو أفغان خبري دافغانانو دباره نه تنها دتاجكانو او بنجشيري دباره
قابل داحترام دي بايد ووايو هو داجه زه خانته أفغان وايم خو دي هم أفغان دي
هرخوك جه دي مساءيلو ته لمن وهي ،طرفين يو تربله به بدو او ناجايزه كلماتو استقبالوى لويه اشتباه كوى خبلي بشي بخبله به تبر وهي
اي دقلم خاوندانو احترامانه هيله كوم جه دبدو ألفاظو خخه به فسبوك كي خو داري وكري هرخوك جه بدي كلمي يو دبل به ادرس ليكي خبله بدتره دهغو كلمو خاوند دي.
د احمد ضياء ورورد ملي يوالي په خارددئ څرګندونو نه يوه دنيا مننه دلته پښتون ,تاجک ,ازبک ,هزاره ,بلوڅ او پشئیئ ټول ديوبدن غړی دي هيڅوک په يو او بل برتري نه لري او هر څوک څی ددی
زوريدلئ ملت ګٹی په پام کښی لري اصلي افغان ګڼل کيږي د همپا لنی ډله د خپلو شخصي ګټو په خاطر ټول ملت له نا خوالو سره مخ کړی دی البته دعبدالله عبدالله په ډله کښی داسی شخصيتونه وجود لري څۍ پخوا ني خو بو نه ګوري د احمد ضيأ د وينا او څرګنده ونوسره په مکمل ډول موافق يم عبدالله عبدالله او د هغه مرستيالان با يد نور په اوګو ونه ګرځوو دا هغه ډله ده څی خپلی غلا کړی شتمني خوندي وساتي دملت دغربت او فقر په غم کښی نه دي د احمد ضيأ په دي خبرو وياړم احمد ضيأ خپل افغا نيت او مسؤليت په ډاګه کړ اوس بايد په خوب ويده خلک بيدار شي او دحق پلوي وکړي د هپالنی ډله مو بيا نورو هيوادونو ته دغلام په نوم ورپيژني هرافغان بايد دداسی کوتاه فکرومخه په کلکه ونيسي او د يو نر افغان په ډؤل په زغرده ځواب ووایي