زموږ  کلی خو کلونه کېږي، چې د غم خپکۍ تر ستوني نيولی،  کلونه کېږي، چې  د ښکلي ژوند د انځور هنداره پيکه ده، کلونه کېږي، چې له  وحشت او بربريت سره غاړه غړۍ يوو.

کلونه کېږي، چې  خوښۍ دفن کوو، کلونه کېږي، چې  پر موسکا بنديز لګېدلی ، کلونه کېږي، چې د مينې کلي ته تلل جرم

ګڼل شوی، کلونه کېږي، چې د منبر ملا  د مينې  په خلاف فتوا ورکوي، کلونه کېږي، چې د وحشت سیلۍ د مينې او خوښۍ هيلې مړاوي کړې دي.

 کلونه کېږي، چې د مورکۍ  سترګې له اوښکو ډکې دي،  د ژوند ټولې هيلې يې په سباوون پسې تړلې دي، سباوون  به په نژدې ورځو کې  د پوليسو يوننيفورم په غاړه کوي، د خدمت هڅې به  کوي، د هغه فراغت ته يواځې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.

لا د د روازې ځنځير شرنګېدلی نه وي، چې   د مورکۍ سترګې وراوړي او د سباوون  د راتلو په تمه ده، ټول ژوند يې په خواريو او غمونو کې تېر کړل، د ژوند ټولې هيلې يې د سباوون په فراغت پورې تړلې دي.

 د مورکۍ  يواځينۍ دعا د سباوون بريا ده، سباوون د پوليسو له اکاډمۍ څخه فارغېږي، خپله کورنۍ به له ستونزو او کړاوونو څخه وژغوري، سباوون به د خپلې خاورې او هيواد په هغه  دښمن  پسې ټوپک واخلي، چې زموږ د خوښۍ ناوې يې په سرو لاسونو ژړولې ده.

 مورکۍ  هوسېږي، چې د سباوون مېرمنې ته  به اختريزه جوړه او نکريزې وروړي،  له اختر وروسته به د سباون مېرمن په ډولۍ کې خپل کور ته راولي  او د  نوموړي هيلې به د پوره کېدو تر درشله رسېږي.

 زما وړوکی وروکي هيلې هم د  سباوون په  راتلو پسې  تړلي دي، هغه لا تراوسه د اختر کالي جوړ کړي نه دي، سباوون  فراغت ورځې ورو، ورو رانژدې کېږي،  سباوون به خپل وړوکي ورور ته هم  د اختر کالي جوړوي.

زموږ د کورنۍ ټولې خوښۍ په سباوون پورې تړلې دي، سباوون  به زموږ د هيلو نيمګړی خوب  په حقيقت بدلوي، سباوون نېکمرغه دی، چې د خپلې خاورې او کورنۍ د عزت لپاره  وسله اخلي.

د هيواد له سرحدونو به دفاع   کوي، د ژوند خوښيو  خوب مو رښتينی کېږي، سباوون زموږ د هيلو سباوون دی.

نن څوويمه ورځ ده، چې ښۍ سترګه مې غورځي، دا څو ورځې کېږي، چې د مټ غوښه مې بې اختياره غورځاره شي، مورجانه راته وايي، چې په ښو يې ونیسه ، نور مو د تورو شپو خوبونه سباوون حقيقت ته رسوي.

مورکۍ هره شېبه لاسونه لپه کوي، سباوون او ملګرو ته دعاوې کوي، چې لوی رب دې وساتي، پرون يې هم چوکاټي عکس نه خاورې وڅنډلې او عکس يې په تندي مچ کړ.

موږ د خوښۍ په هيله يوو،  له سباوون څخه د پوليسو افسر جوړېږي او کورته  رادرومي،  سږ مو د اختر له خوښۍ سره  بله خوښۍ هم مېلمنه ده، ډېرې ستونزې مو وزغملې، الله پر موږ مهربانه شوی، چې سباون غوندې ورور لرم، هغه به د تيارو څکالي شړي، هغه به  کرکه او نفرت ووژني، د مينې او ورور ګلوي فضا  به رامنځ ته کړي.

د روژې له پيله  موږ خوشاله وو،  موږ دا فکر کول، چې نور به  نفرت او کينه خوروونکي په خپلو کړنو ستړي شوي وي، د روژې په مياشت کې شیطانان په ځنځيرونو تړلي وي،   خو تقدير زموږ په حق کې سرچپه پرېکړه کړې وه، دا ځلې يې بیا زموږ د خوښيو جنازه وکړه، شرمېدلي دښمن  زما پوليس ورور  له خپلو نورو پوليس ملګرو سره يو ځای په شهادت ورساوه،  زموږ د هوس شپې وې، خو زموږ د هوس جنازه يې پر اوږو راوړله، زما د ګل په شانتي ورور د دښمن د ډارن بريد قرباني وګرځېد، زما له ورور څخه د وطن مور ډېرې هيلې درلودې،  زما د مور په  شاني د وطن مور هم ورته هوسېده، چې د قانون ماتوونکو لاسونه به لنډ کړي، د ترهګريزو پېښو مخه به ونيسي، دښمن ته به سرخوږی جوړ کړي، د د ښمن ترهګريز بريدونه به د خپلو  ملګرو په مټ شنډ کړي، موږ څه خبروو، چې د نظام ځينو نمک حرامو ترهګر په خپل لستوڼي کې پټ ساتلي وو، موږ ددې تصور هم نه شوای کولای، چې  خپل وروڼه مو پردی او بېګانه دښمن شهيدان کړي.

سباوونه! د خدمت هيلې دې  په جنت کې پوره شه! زه خو تاته هوسېدم، چې  له ګران ورورسره به د اختر خوښۍ يو ځای لمانځم، څه خبره وم، چې وړوکي اختر زموږ په قسمت د عاشورا ورځې دي.

مورکۍ   ستا د فراق توان نه لري، کشر ورو ر دې اوس هم  د راتلو په تمه ده، کوژدن شوې مېرمن دې اوس هم د اختريزې جوړې او نکريزو په تمه ناسته ده.

څښتنه!  ستا د ازموينې وړ موږ نه يوو، نور مو ږ مه ازمايه، زما  خاوره  کې د امن  او مينې تخم رازرغون کړه، نور مو حوصلې د ازمايښت وړ نه دي،  نن زما په څېر په لسګونه خوېندې د غم او وير په لمڅي ناستې دي، د خپلو وروڼو په وير  ساندې وايي.

ربه زما د مور په ګډون د ټولو شهيدانو مېندو، خوېندو، مېرمنو او کورنيو ته د زړه زغم او صبر په نصیب کړې، سباوونه وروره! د ځوانۍ ارمانونه دې   له خپلو ملګرو سره په جنت کې پوره شه!

6 thoughts on “اختريزه جوړه/ زلفانه”
  1. مورکۍ هره شېبه لاسونه لپه کوي، سباوون او ملګرو ته دعاوې کوي، چې لوی رب دې وساتي، پرون يې هم چوکاټي عکس نه خاورې وڅنډلې او عکس يې په تندي مچ کړ.

    موږ د خوښۍ په هيله يوو، له سباوون څخه د پوليسو افسر جوړېږي او کورته رادرومي، سږ مو د اختر له خوښۍ سره بله خوښۍ هم مېلمنه ده، ډېرې ستونزې مو وزغملې، الله پر موږ مهربانه شوی، چې سباون غوندې ورور لرم، هغه به د تيارو څکالي شړي، هغه به کرکه او نفرت ووژني، د مينې او ورور ګلوي فضا به رامنځ ته کړي.
    ډېر ښکلی نثر مو ليکلی دی، خو ټول درد او غم پکې نغښتی دی، رب دې خورکۍ په قلم نور هم برکت کېږده.
    په هغو ځلمو دې زر ځله بلا وګرځه چې د خپل وطن د وراني لپاره رالېږل کېږي.
    تاسو ټيکری د هغو تر پټکي موږ ته ډېر غوره دی، عمر کې دې برکت او قلم کې دې نور هم قوت غواړم.
    خيال محمد مفرور

  2. دولت باید هغه کسان سخت مجازات کړي، چې تنکي افسران يې د مرګ خولې ته ورکړل، تر څو چې په نظام کې د سمون لپاره هلې ځلې وشي، تر هغو دداسې پېښو د مخنيوي فکر لېونتوب او خیال دی.
    ددې لپاره چې په هيواد کې بیا بل پس فطرته خپل ملګري د د ښمن د ناوک ګوزار ته برابر نه کړي، نو له دې امله دولت ته په کار ده، چې همدغه د ترهګرو جاسوسان په عام محضر کې اعدام کړي.
    ليکنه مو ډېره دردوونکې، خو د ټولنې په تېره بیا د د کابل د کمپنۍ په سیمه کې په لسهاوو پولیس افسرانو شهادت نه جبرانېدونکی دی.
    دولت باید داځلې خپل زور وروښيي او د کورنيو چارو وزير له دندې څخه لرې کړي.

  3. رښتيا هم په دغه ليکنه کې سخت درد پروت دی، رب ج دې درته نور هم د داسې ليکلو توفيق درکړي، تاسو یاست، چې د راتلونکي لپاره خپل نسل روزئ، زه باوري یم چې تاسو به د ژوند په هر ډګر کې بريالي اوسئ.
    تاسو قلم دې روان او فکر مو تاند اوسه

  4. زموږ کلی خو کلونه کېږي، چې د غم خپکۍ تر ستوني نيولی، کلونه کېږي، چې د ښکلي ژوند د انځور هنداره پيکه ده، کلونه کېږي، چې له وحشت او بربريت سره غاړه غړۍ يوو.

    کلونه کېږي، چې خوښۍ دفن کوو، کلونه کېږي، چې پر موسکا بنديز لګېدلی ، کلونه کېږي، چې د مينې کلي ته تلل جرم

    ګڼل شوی، کلونه کېږي، چې د منبر ملا د مينې په خلاف فتوا ورکوي، کلونه کېږي، چې د وحشت سیلۍ د مينې او خوښۍ هيلې مړاوي کړې دي.

    کلونه کېږي، چې د مورکۍ سترګې له اوښکو ډکې دي، د ژوند ټولې هيلې يې په سباوون پسې تړلې دي، سباوون به په نژدې ورځو کې د پوليسو يوننيفورم په غاړه کوي، د خدمت هڅې به کوي، د هغه فراغت ته يواځې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
    دا هغه هنر دی چی له کاڼو څخه يې تراشلی دی، د کورنۍ خپل پوليس زوی ته څومره اندېښنه ده چې نور به د پوليسو له اکاډمی څخه خلاصيږي کور ته به رادرومي او د هيواد خدمت ته به ملاتړلی دي
    دوی څه خبر و، چې ترهګر تيا ر په کمين کي ناست و او تر دېرشو زيات ک پولیس افسران په شهادت ورسډل، ددغه ستونزې حل لاره اوس شوني نه ده، د علم او پوهې په وسیله کولی شو.

    ګرانی خور ژوندی اوسې.

  5. کله چي د ظلم او استبداد په وړاندی خپل غږ پورته کړو خپل قلم د ظالم په وړاندی وکاروو د جنايتکارو او خاينانو ملا ونه تړو، موږ له مشکلاتو د خلاصون په لور ی تللی شو.
    ګرانی خورکئ الله دی نور هم توفيق درکړي چې د ظالم په وړاندی قلمی مبارزه کوۍ ښځې خو يا د کور او يا ګور دي رب دی تاسو غوندي هڅاندي ميرمني او پېغلي ولري.
    که څه هم ډير وړکي هم شته، خو هغوی د يو څو پیسو په بدل کي ظالم مظلوم او مظلوم ظالم بولي
    له افغان دولت نه مو هيله ده هغه پولیسو سره قانونی چلند وکړي
    ځکه زموږ ميندي او خوېندې يې وژړولي، ترهګرو په شهادت ورسول، کاشکي د نظام د ننه هغه طالب څټي موجود نه وای چي ښکاره ورسره مخالفت او په پټه يې ملا تړي
    خورکۍ په عمر او قلم دواړو دې برکت شه

  6. ستاسو ليکني سخت ودردولم،په هغه پوليسو او ملي امنيتي ځواکونو مې زړه بد شو، چې د هيواد ساتني لپاره يې وسله اخيستې ده
    پر نظام نور هم بي باوره شوم، نيول شوي پولیس چي د ترهګرو سره د اړيکو په تور نيول شوي هغه څوک به وي
    چې په کوم ګوند يا چا سره اړيکي ونه لري، که نه نو باید د ميدان وردګو امنيه قوماندان ډېر مخکې نيول شوی وای.
    الله دي پر موږ رحم وکړي چې نه د ترهګرو زړه سوی راباندې شته او د نظام مشران زموږ غږ اوري

ځواب ورکول خيال محمد مفرور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *