لیکوال:امام غزالي (رح)
ځېنې تنبل اشخاص د اخلاقو، تهذيب، د نفس تزکيه، د رياضت، مجاهدت او کوښښ له لارې ډېر ستونزمن کار ګڼي، چې د دوی دا کار د هغوی د باطني فهم او درک له لارې ترسره کېږي، کوم چې د دغسې اعمالو ترسره کېدو څخه د دوی مخنيوی کوي، دوی تل دا ممکن ګڼي، چې اخلاق هيڅکله هم تغير او توپير وړ نه دي او دا امکان نه لري، چې د انسان اخلاق دې تغير وکړي، دوی داسې نظر لري، چې طبيعت او عادت هيڅکله د تغير وړ نه دي.
دوی د خپلې دغې ادعا لپاره دوه ډوله دلايل راوړې دي، لومړی دا چې اخلاق د انسان باطن او خلق د انسان ظواهر جوړوي.
په هماغه ډول چې د انسان ظاهري خلقت د تغير وړ نه دی، د انسان باطني اخلاق هم د تغير وړ نه دي، دوی د دې ادعا لپاره داسې مثال راوړي: يو شخص چې لنډ قد ولري نه شي کولای خپل قد له عادي اندازې څخه اوږد کړي او يا هم يو شخص چې اوږد قد لري نه شي کولای چې خپل قد لنډ کړي او يا هم يو شخص چې قهرجن طبيعت لري نه شي کولای چې خپل ځان په خوښ طبيعت باندې واړوي، ځکه دا ډول شخص باطني خرابي لري او په همدې ډول حکم ورته شوی دی، چې بايد همدا ډول وي.
دويم دليل يې دا دی، چې ښه حسن او اخلاق شهوت او غضب له منځه وړي او دا ثابته شوې او په دې برخه کې تجربه ترسره شوې، چې مجاهدت هڅه او کوښښ نه شي کولای په دغو اعمالو باندې اغېزه وکړی، ځکه دا په مزاج او طبيعت پورې اړه لري او د هغو لرېوالی له انسان څخه ممکن نه وي، نو په دغسې افکارو باندې بوختېدل د وخت ضياع يا ضايع کېدل دي، د دوی غوښتنه اصلا له زړه سره د التفاتو قطع کېدل دي، د دوی غوښتنه اصلا له زړه سره د التفاتو قطع کېدل دي، چې له دې لارې بيا قلب له مادي لذتونو څخه هم لرېوالی مومي، چې دا کار ناممکن دی.
د پورتنيو ادعاوو د ترديد او ردولو په برخه کې بايد وويل شي: چې که چېرته اخلاق د تغير او توپير وړ نه و، نو دا ټول نصيحتونه، لارښوونې، موعظې، تاديب او ښوونه او روزنه دا به بې ګټې او بې فايدې وه.(د انسان ټول داخلي جوړښتونه د ژوند په مختلفو پړاوونو کې تغیرکوي چې په دوی کې کله نا کله اخلاق په ارادي او غیر ارادي ډول هم تغیر کوي چې د اخلاقو ارادي بدلونه او سمونه هم د انسان د ارادې کار کېدای شي)ژباړنه
حضـرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: خپل اخلاق نېک وګرځوئ او دا امر د انسان په حق حتمي ګڼل کېږي، ځکه ژوي او چارپايان کولای شي تغير وکړي، يعنې له وحشي حالت څخه اهلي حالت ته راواړوي او له انسان سره انس پيدا کړي، لکه سپی چې په لوړه سطحه د غوښې د خوړلو حرص په ځان کې لري، مګر بيا هم د تاديب، ښوونې او روزنې له امله خپل خاوند ته برابرېږي، چې لاسته راوړی ښکار خپل مالک ته تسليم کړي او په همدې ډول سرکښ آس هم د رام کولو له لارې د تغير وړ دی، دا ټول اعمال پرته د خوی او عادت څخه بل څه نه دي.
د دې مطلب د ښه وضاحت لپاره بايد ذکر کړو، چې ټول موجودات په عمومي شکل سره په دوو برخو باندې وېشل شوې دي.
لومړی: هغه موجودات، چې آدميان په هغو کې دخيل او اختياري نه دي، لکه آسمان، ستوري او حتی د انسان د بدن داخلي او خارجي غړي، حيوانات يا ژوي خلاصه هر هغه څه چې د هغو په شتون سره آسايش او هوساينه رامنځته شوې.
دويم: هغه ناقص موجودات چې استعداد لري او د شرايطو د برابروالي په صورت کې کمال او درجې ته رسي، علم او فضل ترلاسه کوي، چې دا کار په ځېنو مواردو کې د بنده په اختيار کې وي، مثلا د خرما هسته او زړی نه خرما ده نه مڼه ولې، که چېرته هغه تربيه شي د خرما ونه ځنې جوړېږي، مګر هيڅ ډول تربيه نه شي کولای هغه د مڼې په ونې باندې واړوي، چې مڼې ونيسي، دا د خرما ونه په همدې ډول باندې خلق شوې ده، نو په دې اساس بايد وويل شي چې هسته تر اختيار لاندې راوړل کېږي، په ځېنو حالاتو کې تر تربيې لاندې هم نيول کېږي، مګر په ځېنو نورو حالاتو کې تربيه نه مني.
شهوت او غضب هم په همدې ډول دي، چې که چېرته وغواړو اصلا د هغو بېخ او ريښه له منځه يوسو او يا يې له سره کېږدو بريالی به نه شو، مګر که چېرته وغواړو د مجاهدت او هڅې او رياضت له لارې هغه اصلاح کړو، دا قدرت او توانمندي لرلای شو، ځکه د دغه ډول رياضت او هڅو له لارې کولای شو، خپل ځان وژغورو او خپل الله تعالی ته ورسېږو.
په رښتيا سره د انسان طبيعتونه فرق لري، ځېنې ژر او ځېنې ډېر ځنډ وروسته تغير مومي، د دغو توپيرونو اصلي علت په دوو شيانو کې دی:
لومړی: غريزهيي قوه، چې د انسان له اصلي طبيعتونو څخه دی او د هغه تغير وخت او زمان پورې اړه لري، ځکه په دغه ډول طبيعت کې شهوت، غضب او تکبر شامل دي، چې په انسان کې شته، مګر په دغو برخو کې هغه برخه چې ډېر په ستونزو سره تغير مومي، هغه د شهواني قوې غريزه ده، دغه غريزه نسبت نورو غرايزو ته پخوانۍ ده او په ماشومانو کې لومړی غريزه چې خلق کېږي، همدا شهواني قوه ده، په اووه کلنۍ کې احتمالا د غضب غريزه او قوه پراختيا مومي، چې له دې وورسته د تميز او پېژندلو قوه رامنځته کېږي او جوړېږي.
دويم: د انسان خوی او خواص ځېنې وختونه د ډېر تمرين له وجې که چېرته ډېر ښه وي، ناب او ښکلي وي، لوړوالی مومي او د ژوندانه په کارونو باندې حاکميت پيدا کوي، دغه ډول خلک په دغه ډول طبقو کې په څلور ډوله دي، لومړنۍ هغه کسان دي، چې د حق او باطل، ښو او ناوړو ترمنځ توپير کولای نه شي، د بې خبرۍ په حالت کې ژوند تېروي، په لومړني فطرت کې پاتې وي، له هر ډول عقايد او اعتقاداتو څخه محروم وي، د شهوت د برخې لذتونه يې هم بشپړ نه وي، دغه ډول اشخاص په ډېر آسانۍ او ژر تر ژره د علاج او درمان وړ وي، يوازې د يو لارښود او يا هم د کوم نفسـي عامل له وجې د رياضيت او مجاهدت په مرسته د تغير وړ وي، د دغو اشخاصو خوی په ډېر کم وخت کې د اصلاح او سمون له لارې تغير مومي.
دويمه طبقه اشخاص هغه ډول کسان دي، چې هغوی خراب او ناوړه افعال چې د ښه حسن او جمال پر ضد وي، درک کوي، تر اغېزې لاندې راځي، له ښو اعمالو سره عادي نه وي، خراب او ناوړه اعمال يې په نظر ډېر ښه لګېږي، د هغو فرمانروايو له وجې چې د خپلو شهوتونو په مقابل کې لري او تر اغېزې لاندې يې راغلې وي، له سمې او نېکې لارې څخه منحرف وي او د شهواني غريزې تر اغېزې لاندې په خرابو اعمالو لاس پورې کوي.
مګر بيا هم د خپلو دغو ناوړه اعمالو د ترسره کولو په منظور په خپل ځان باندې معتقد او باورمند وي، د دغو اشخاصو اصلاح د لومړۍ طبقې اشخاصو په نسبت ډېر ستونزمن کار وي، ځکه د دوی دغه ډول دنده ستونزمنه وي، نو لازمه ده چې لومړی هغه څه چې د عادت کولو له لارې د دوی په وجود کې رامنځته شوی، محو او نابود نه کړي او د هغو د علاج لپاره له جديت او عزم څخه کار وانه خلي، نه شي کولای بريالی شي، نو له دې وجې دوی بايد په دغه کار کې عزم، جديت او رياضت ولري ترڅو اصلاح شي.
درېيمه ډله هغه کسان دي، چې بد او ناوړه اخلاق د دوی په نظر ښه، نېک او واجب برېښي او هغه برحقه، ښکلي او د ستاينې وړ ګڼي، د دغو اشخاصو معالجه او اصلاح محال، ناشونی او ناممکن ګڼل کېږي، چې په پايله کې غير له پېښمانۍ او ندامت څخه بل څه نه وي، ځکه په دغو اشخاصو کې د ګمراهۍ اسباب او اعمال ډېر زيات وي.
څلورمه طبقه اشخاص بيا هغه ډول خلک دي، چې د ښوونې او روزنې په درلودلو سره خپلې فاسدې مفکورې او فاسد اعمال په ټولنه کې پلي کوي، هغوی په دې نظر دي چې علم او فضيلت د بدو اعمال د نفوس او هلاکت سبب بولي او په دې باندې وياړ او افتخار هم کوي او هم داسې ګمان لري، چې د دوی دغه ډول احساس کولای شي دوی ته د ډېر قدر او ارزښت باعث شي، د دغه ډول اشخاصو اصلاح زښت زيات ستونزمن کار دی، په دې اړه ويل شوي: د زړښت د دورې عبادت او رياضت چې ډېر په تکليف او خوارۍ سره ترسره کېږي، د لېوه هغه ډول کار يا عمل ته ورته دی، چې په ډېرې ستونزې سره يې سرته رسوي.
داسې ويلای شو، چې لومړۍ ډله خلک جاهل، دويمه ډله جاهل او بې لارې، درېيمه ډله جاهل، بې لارې، فاسد او بېکاره او شرير او شر اچوونکي دي.
دغه ډول دليلونه، چې د تهذيب او اخلاقو د نه منلو د طرفدارانو له خوا ويل کېږي، چې بني آدم ترڅو ژوندی دی، د دنيا له مينې، شهوت او غضب څخه جدايي نه لري، چې دا يو بشپړ غلط استدلال دی، ځکه دوی په دې ګومان دي او داسې تصور کوي، چې مقصد او هدف د کوښښ او مجاهدت څخه ددې صفاتو په بشپړ ډول له منځه وړل دي او دا کار ناشونی دی، ځکه شهوت هم د يوې خاصې ګټې لپاره خلق شوې دي، که د طعام شهوت نه وي انسان هلاک کېږي او که چېرته د اجماع شهوت له منځه ولاړ شي، نسل له منځه ځي.
که چېرته د انسان غضبي قوه په بشپړ ډول محو شي، انسان نه شي کولای مهلک او خطرناک شيان له ځان څخه لرې کړي او د هغو پر وړاندې دفاع ولري، چې په پايله کې هلاک کېږي، کله چې د شهواني اصل پاتې شو، حتمي ده چې د مال سره مينه چې انسان شهواني موخې ته رسوي، هم پاتې کېده او هغه يې د مال په راټولونې کې بخل او بخيلۍ ته اړ کاوه، نو ځکه دا واضحه ده، چې د دغه صفت بشپړ محوه کېدل زموږ موخه نه ده، بلکې زموږ مطلب دا دی، چې دغه ډول صفات بايد د اعتدال او برابرۍ په کچه وي، داسې چې د افراط او تفريط ترمنځ واقع شي او د غضب په صفت کې زموږ هدف دا دی، چې د ننګ او غيرت حسن او جمال دې په کې موجود وي، داسې چې بې پروايي او بې زړه توب څخه خلاص وي، خلاصه دا چې په خپل نفس باندې قوي او د خپل وجود د قوت له لارې د عقل منقاد او فرمانبردار وي، له دې وجې الله تعالی فرمايلي دي:
[اَشِدَّاءُ عَلَي الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ](الفتح سورت،۲۹ ايت).
ژباړه: او كوم كسان چې له هغه سره ملگري دي هغوى پركافرانو سخت اوپه خپلو مينځو كې خواخوږي دي.
څه ډول امکان لري، چې د شهوت او غضب صفات په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي، داسې چې بېخ او بنياد يې ورک شي، حال دا چې انبياء عليهم السلام له شهوت او غضب خالي نه و، پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه هم بشـر يم او نورو بشري افرادو په څېر غضب لرم، کله به چې يو کس د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په حضور کې نامناسبې خبرې کولې، نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم به په غصه شو، تر دې چې مبارک مخ به يې سور واوښت.
ولې پرته له حق څخه به يې نور څه نه ويل، آيا خشم او غضب نه شو کولای چې هغه له حق څخه منحرف کړي، الله تعالی فرمايي:
[وَالْكٰظِمِيْنَ الْغَيْظَ وَالْعَافِيْنَ عَنِ النَّاسِ](ال عمران سورت،۱۳۴ ايت)
ژباړه: غوسه خوري او خلکو ته بښنه کوي.
که چېرته ملاحظه او پاملرنه وشي په پورته مبارک آيت کې، په بشپړ ډول سره غضب له منځه وړل شوی نه دی، بلکې د هغه پر کنترول اشاره شوې ده.
نو د غضب او شهوت اعتدال ساتل په داسې ترتيب سره چې هيڅ کوم يو د هغه پر عقل غالب نه شي، بلکې عقل بايد ورباندې غالب وي او اداره يې کړي او د امکان څخه لرې خبره نه ده، ځکه هغه بايد د انسان له خوا کنترول شي او مقصد د اخلاقو له تغير څخه دا دی، چې پر هغو بايد غالب شي، ځېنې وختونه داسې کېدای شي، چې شهوت پر انسان باندې دومره غالب شي، چې عقل د هغو په مخنيوي کې پاتې راشي او د فواحشو د ترسره کېدو د مخنيوي قدرت ورسره نه وي، په دغه وخت کې لازمه ده، چې له رياضت څخه کار وايستل شي، ترڅو د اعتدل او برابرۍ په دايره کې ننوځي او حساب شي او دا د انسان د اخلاقو د تغير په واسطه ترسره کېدای شي او امکان يې موجود وي، تجربو کتنو او مشاهدو دا ثابته کړي، چې اخلاق عبارت له هغه منځنۍ مرتبې څخه دي، چې د افراط او تفريط ترمنځ شته.
سخا شرعا يو منل شوی کار دی او د ډېرو اسرافو او فتنې اچولو، يعنې بخل ترمنځ شته، الله تعالی دغه فعل ستايلي او فرمايي:
[وَالَّذِيْنَ اِذَآ اَنْفَقُوْا لَمْ يُسْرِفُوْا وَلَمْ يَـقْتُرُوْا وَكَانَ بَيْنَ ذٰلِكَ قَوَامًاO](الفرقان سورت،۶۷ ايت)
ژباړه: هغه كسان چې كله لګښت كوي نو نه بيځايه لګښت كوي او نه بخيلي بلكه د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په مينځ كې په ميانه روۍ ولاړ وي.
[وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ](الاسراء سورت،۲۹ ايت)
ژباړه: مه خپل لاس تر غاړې تړه او مه يې بېخي داسې غځولی پرېږده، چې پړ او بېوسی پاتې شي.
په همدې ډول مطلب د طعام له شهوت څخه اعتدال دی، نه فساد او جمود يا آفسردګۍ څخه الله تعالی فرمايي:
[َكُلُوْا وَاشْرَبُوْا وَلَا تُسْرِفُوْا](الاعراف سورت،۳۱ ايت)
ژباړه:خورئ ،څکئ او اسراف مه کوئ.
او هم يې د غضب په وړاندې فرمايلي دي:
[اَشِدَّاءُ عَلَي الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ] (الفتح سورت،۲۹ ايت).
ژباړه: او کوم کسان چې له هغه سره ملګري دي، هغوی پر کافرانو سخت او په خپلو منځو کې خواخوږي دي.
په همدې ډول پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:
[خَيْرُ الاُمُوْرِ اَوْسَطُهَا]
ژباړه:په هر کارکې درميانه توب غوره دی.
پورتني مسايل خامخا يو سبب او راز لري، چې په دې دنيا کې د دې دنيا عوارض د زړه سلامتي ده، ځکه ټولې نېکمرغۍ په زړه پورې تړلي دي.
په دې اړه الله تعالی فرمايي:
[اِلَّا مَنْ اَتَى اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِيْمٍ](الشعراء سورت،۸۹ ايت)
ژباړه: پرته له دې نه چې څوك له روغ سپېڅلي زړه سره دالله حضورته ورغلى وي)).
د زړه سلامتي ځکه شرط ايښودل شوی دی، د دې لپاره چې له مال سره مينه ونه ښودل شي، نه له نفاق سره او نه هم له بخل او بخيلۍ سره د نورو پر وړاندې حريص وي، که چېرته څوک د نفاق او حريصيت په حالت کې وي زړه يې هم په نفاق باندې مصروف او بوخت يي او که چېرته څوک بخل او بخيلي ولري، زړه يې هم په هماغه حالت کې بوخت وي، نو د زړه کمال او فضيلت په دې کې دی، چې د دې دوو اوصافو څخه پاک او سپېڅلی وي، څرنګه چې دا کار په دنيا کې چاته برابر نه دی، نو له دې وجې د هغه منځنۍ مرتبه د منلو وړ ده، مثلا اوبه چې حرارت، ګرمي او يو مساوي سوړوالی ولري، نو له دې وجې سخا د بې فايدې خرڅولو او کم خرڅولو، شجاعت د بدو او فساد اچولو، د پرهېزګارۍ او بدۍ، افسردګۍ ترمنځ شته، دا څرګنده شوه، چې يوازې منځنۍ برخه يې د منلو وړ ده، ځکه د دې دواړو خواوو ترمنځ اعتدال خپروي.
لارښود او مرشد دا دنده لري، چې خپل شاګرد د غضب له خرابۍ څخه باخبر کړي او هغوی ته يې د اعمالو څرګندونه وکړي، د مال له اسراف او بې پروايۍ څخه هغوی ته توضيحات وړاندې کړي او بد ټکي يې ورته په ګوته کړي، ترڅو هغوی په دې کار کې هڅه وکړي، هغوی ته د دې موقع ورنه کړل شي، ترڅو د خپلې مدعا لپاره د بخل او غضب لپاره استدلالونه راوړي، که پير، مرشد يا لارښود د دغه اصل د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي، چې دا هم ناممکن کار ګڼل کېږي، اصلا بايد د هغو له شدت څخه مخنيوی وکړي، که چېرته دا کار ونه کړي، ځېنې ساده اشخاص چې زياتره يې مريدان او شاګردان دي، دې ته پاملرنه وکړي، چې د دوی لارښوونکی له دوی څخه په دغو مواردو او اوصافو کې قطع علاقه غواړي، نو د دغو اوصافو لکه شهوت او غضب پر وړاندې خپل ځانونه اصلاح کوي او په دې باندې بايد وپوهېږي، چې د هغوی بېخي له منځه وړل مطلب نه دی، په کمه اندازه هم برابرېدای نه شي.
سلام
ډيرپه زړه پورې ټکو ته اشاره شوې
اخلاق هغه انساني جوهر دي چې اسلام تل پر هغه تاکيد کړي او د ژوندانه په ټولو برخو کې ېې سهيم ګڼي.اخلاق د انساني کرامت، اعتدال، ترحم، سولې او سوکالي معيار ټاکي چې په يوه اسلامي ټولنه کې بې له افراط، پلمې او بهانې رامنځ ته کيږي.اخلاق فساد، دروغجني، مکر، چل او فريب که په هره بنه او نوم وي په کلکه غندي
اخلاق د سياست په پوښ کې هېڅ ډول سازش نه مني حتي په نورو اديانو کې هم د اخلاق اهميت په ډاګه
ښکاري اخلاق نفس اما ره سره مقابله کوي او انسان له فرغوني خصلت نه را کاږي زمونږ تولنه کې بايد د اخلاق فرهنګ اساسي وده ومومي چې دا يو ستر ضرورت دى