ځینې شیان جامع، مانع، کوټلی، منلی او ټولنمنلې پېژندنه نه لري. د مثال په ډول د انسان پېژندنه، د ښکلا پېژندنه، د مینې پېژندنه او همدانګه د اخلاقو پېژندنه یې ښه مثالونه دي.څرنکه چې د نړۍ د هېوادونو کلتورونه سره توپير لري، ټولنیز ارزښتونه یې یو شان نه دي او همدارنګه هر اړخیز توپيرونه لري نو له همدې امله د دوی تر منځ د اخلاقو توپيرونه هم لیدل کېږي.

په انسانانو بحث فلسفي اړخ لري او اخلاق د انسان د داخلي توکو یو اساسي برخه ده چې خبرې کول پرې اسانه کار نه دی.

په اسلام کې د اخلاقو په هکله زیاتې خبرې شته دي چې قران کریم او نبوي احادیث یې ښې بېلګې دي. اخلاق د(خلق)څخه اخیستل شوی، چې عادت او طبیعت ته ویل کېږي.

ابو راغب وایي:(خلق)د خا په زور سره د انسان ظاهري فزیکي جوړښت او صورت ته وایي چې په سترګو لیدل کېږي یعنې د انسان ټول بېروني اعضاوې په دغه برخه کې راځي او(خلق) د خا په پېښ سره  د انسان باطني صورت ته ویل کېږي چې په سترګو نه لیدل کېږي، بلکې په بصیرت او پوهې سره ادراک کېدای شي.

لوړ اخلاق د پياوړې ټولنې نماینده ګي کوي، او بد اخلاقي رواني ناروغي ده. د جسماني ناروغي نه رواني ناروغي څو برابره خرابه ده، د جسم په تکلیف سره یوازې هماغه انسان درد احساسوي خو د روحي ناروغتیا له امله ټول ولس درد احساسوي او ډېرو خلکو ته یې تکلیف رسېږي، د دې درد احساس له خپله شخص نه د ټولنې نور وګړي ډېرکوي او ټول ولس دا درد احساسوي.

د هیښتیا(تعجب)خبره داده، چې نورې نړۍ کې په جسماني ناروغیو اخته وګړي شته دي، خو په روحي ناروغیو اخته وګړي ډېر کم یا هېڅ نه شته، خو دلته د جسماني ناروغیو نه پرته روحي ناروغيګانې، چې یوه نمونه یې بداخلاقي ده ډېره  ترسترګو کېږي.

په کومې ټولنې کې د ښوونې او روزنې کچه ټیټه وي، هلته دا دواړه مریضي ګانې ډېرې لیدل کېږي.

د ښوونې د کچې پر ټیټوالې جسمي ناروغیګانې ډېرې لیدل کېږي او د روزنې د کچې پر ټیټوالې روحي ناروغیګانې ډېرې وي.

ښوونه کسب کېږي خو روزنه چې یوه برخه یې (اخلاق) دي، اکثره وخت د نورو لاملونو پرته ارثي ځانګړنې پکې هم مهمې وي، د ماشوم د نطفې ټاکلو د لومړۍ ورځې نه چې د ژوند تهداب ورته ویلای شو په عام ډول د والدینو او په خاص ډول د مور کړه وړه د پلاسنټا له لارې په ماشوم خپل ښه او بد خصوصیات درلودای شي.

په اسلام کې د اخلاقو په هکله زښتې زیاتې خبرې راغلې دي او همدارنګه په ځینو نورو فلسفي مکتبونو او ډلو کې هم په ښو اخلاقو تاکید شوی دی.

( کارما) د برهمن د مذهبونو څخه وتلی هندي مذهب دی، دوی وایي چې انساني اخلاق که ښه وي او که بد وي د انسان په ژوند باندې په بله نړۍ کې خپله اغېز لري یعنې د ښه فکر او اخلاقو درلودونکی شخص به په بله دنیا کې د ښه ژوند او د بدو فکرونو او اخلاقو درلودونکی شخص په خراب ژوند لري.

د چینایانو (منسیوس) فلسفي نظریات د اخلاقو په هکله داسې دي چې انسان ذاتا، فطرتا او د ارثي ځانګرنو په نظرکې نیولو سره بد اخلاقه نه پیدا کېږي بلکې د محیط تاثیرات دي چې له انسانه ښه او بد کرداره جوړوي.

په انسان کې رحم، انسانیت، زړه سو، ښېګنې، احسان، حیا، عاطفه او داسې نور داخلي توکي ذاتا په مساوي ډول موجود وي خو د محیط غیر طبیعي، نفسي او عارضي خاصیت دی چې له انسانه بد اخلاقه جوړوي.

دی وایي: که چېرې یو ماشوم د اوبو په ډنډ کې ولویږي نو هغه څوک چې د دې نندارې لیدونکي وي نو حتمي ده چې افسوس او زړه سوی به کوي، نو له دې څرګندیږي چې ښېګڼې او خیر غوښتنه د انسان ذاتي خصلت دی، ناوړه اخلاق او کرغیړن عملونه یې عارضي صفت دی نه جوهري صفت.

د (منسیوس) د فلسفې نظریاتو په تایید به دومره ووایم چې محیط د انسان په اخلاقو ښه او بد تاثیرات درلودای شي خو ارثي ځانګړنې پکې هم خپلې اغېزې لري.

د یوناني ژبې (مکریتوس ) په خپله فلسفه کې د اخلاقو په هکله داسې وايي: د بهرني جهان څخه خوښي او سعادت نه حاصلیږي، انسان باید کوښښ وکړي چې د خوښۍ او سعادت سرچینه په خپل ځان او نفس کې پيدا کړي، پوهه او اخلاق تر شتمنیو بهتر دي، قدرت او شتمني تر پوهې هېڅکله ښه والی نه لري.

دی وایي: د خیر کارونه د انسان د باطني خوښۍ او عقیدې له مخې باید اجرا شي نه د جبر او زور په سبب او باید د ښه کار د تر سره کولو لپاره نیت موجود وي.

دام البلاد نامتو فیلسوف ابو علي سینا په خپلو فلسفي نظریاتو کې  داسې وايي: هر انسان باید د خپل نفس لپاره ثواب وټاکي په دې ډول که ښه کارونه ورڅخه صادر شوه په ځینو خوښیو دې هغه ته مکافات ورکړي او که بدي ورڅخه صادر شوه تنبیه دې کړي.

هر څوک چې  غواړي خپل ځان اصلاح  کړي، د خلکو په اخلاقو کې دې پلټنې وکړي، هغه چې نیک او ښه دي هغه دې انتخاب کړي او پر هغه لار دې ولاړ شي او هغه چې بد دي له هغه دې لریوالی اختیار کړي.

(دکارت ) په خپله فلسفه کې روح د انسان د بدن د ښکلا او قوت مرکز ګڼي او اخلاق د انسان د روان پورې تړي.

دی وايي چې ښه روح او روان د ښو اخلاقو نماینده ګي کوي او بد روح او روان د بدو اخلاقو.

د دکارت د خبرې په تایید چې د انسان ظاهري جوړښت له بوی ناکې خټې جوړ شوی دی او روح سپيڅلی او مقدس دی، که چېرې روح پاک وي او سم تربیه شي ،نو حتمي ده چې ټول بدن به مو سم کارونه کوي او که روح ناپاک وي نو د سمو کارونو پر ځای به ناسم کارونه کوي.

دنړۍ مشهور ارواپوه( جان لاک) په خپلو فلسفیانه افکارو کې داخلاقو په هکله داسې نظر لري چې په نړۍ کې اخلاق فطري بلل شوې دي، په داسې حال کې چې دا حقایق نه دي بلکې طبیعتونه دي،  ښه  او بد اخلاق ذاتا په ټولو خلکو کې عمومیت نه لري، ډېرې داسې چارې شته چې د یو یوه قوم په نزد ښکلي او د بل په نزد ناوړه وي.

دی وایي: انسان د یوه لوی اخلاقي نظام غړی دی او انسان د اخلاقو او طبیعي حقوقو موضوع ده یا په بل عبارت انسان د جهاني اخلاقو د نظام موضوع ده، په همدې نسبت کله د وظیفې د اجرا کولو غږ ته غوږ نیسي او د بشر لپاره د خدمت کولو بلنه مني او انسان کله کله نوع د بشر دوستۍ وي.

د اسلامي پوهانو او عالمانو سربیره په نړیوالو نورو ادیانو او پوهانو په فلسفي نظریاتو کې هم په ښو اخلاقو تاکید شوی دی.

امام غزالي د اخلاقو په هکله په احیاعلوم الدین، کیميای سعادت او همدارنګه په دغه ژباړل شوې رساله کې چې له عربي ژبې فارسي او له فارسي نه پښتو ته  (اخلاق د امام غزالي له نظره) دی ، خپل نظریات وړاندې کړې دي.

دی وايي: اخلاق هغه ماهیت او کیفیت دی چې په نفس کې استوار وي او بې له فکر او اندېښنې، د هغه څخه په اساني سره افعال صادر شي، که هغه ماهیت او صورت په دې ډول وي چې د عقل او شرع مطابق ښه افعال ورځینې صادر شي، دا ښه اخلاق دي او که د هغه څخه ناوړه افعال صادر شي، نو اکثره خلک وايي چې (فلانی) بد اخلاقه دی.

په درنښت

پوهنیار  سیداصغر هاشمي

د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د کادر غړی

One thought on “اخلاق د پوهانو له نظره”
  1. لوړ اخلاق د پياوړې ټولنې نماینده ګي کوي، او بد اخلاقي رواني ناروغي ده. د جسماني ناروغي نه رواني ناروغي څو برابره خرابه ده، د جسم په تکلیف سره یوازې هماغه انسان درد احساسوي خو د روحي ناروغتیا له امله ټول ولس درد احساسوي او ډېرو خلکو ته یې تکلیف رسېږي، د دې درد احساس له خپله شخص نه د ټولنې نور وګړي ډېرکوي او ټول ولس دا درد احساسوي.محترم هاشمی صاحب جزاکم الله خیرا
    هغه څه چه ننی بشریت ډیر ځوروی همدا اخلاقی ضعف دی خو تر ټولو ښه او کامل اخلاق د بشریت لپاره اسلام د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم په سیرة کی وړاندی کړی او آنحضرت صلی الله علیه و سلم فرمایی :
    انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق
    اخلاق په فردی ژوندکی،کورنی ژوندکی ،اجتماعی ژوند کی،جومات او مدرسه کی، ښوونځی او پوهنتون کی،ګاونډی او مسلم او غیر مسلم سره او حتی اخلاق د حیواناتو سره …..
    د اخلاقو دغه جامع او کامل شکل یواځی اسلام وړاندی کړی خو مع الاسف نن ورځ ډیر کم خلک ورباندی مزین دی .
    که زموږ و روستنیو امرا او علماوو، اسلامی اخلاق ژوندی ساتلی وای ، اسلامی امت به هیڅکله انحطاط سره مخ شوی نه وو،حتی ټول بشریت به آرام وو ،او نن به موږ دومره شریر انسان نما موجوداتو شاهد نه وو.
    اسلام موږ ته د هر شی دصحیح او سالمی استفادی لار راښیی ،حتی د ساینس او تکنالوجی د استفادی صحیح لار هم اسلام تعیین کړیده او هر شی چه له دغه مسیر نه منحرف شی په فساد اوړی او نتیجه به ظلم ،فساد او کفر وی.
    که په اوسنی ساینس او تکنالوجی باندی لکه لمړنی اوه هجری پیړی ، اسلام حاکم وی ،نن به دومره تباهی،فساد او تیری نه وای،ځکه اسلام او مسلمان حاکم هیڅکله هم اجازه نه ورکوی چه حتی پر کافر او حیوان هم ظلم وشی.او د ساینس او تکنالوجی مسیر به هغه څه وو چه د بشریت ورکی ګټه او خیر وای،خو چه نن ترټولو شر اچوونکی بی دینه موجودات ورباندی حاکم دی نو ځکه ټول بشریت ناآرام او د تباهی په لور روان دی او زموږ اتمی پاکستان او ایران هم ،همدغه غیر انسانی لار تعقیبوی ،حال دا چه اسلام ورته مفیده او نافع لار لری چه سراسر د بشریت په ګټه ده چه دا پالیسی او طرزالعمل باید اسلام پوهان او متخصصین له خوا باید جوړه او په اسلامی ملکونو کی باید تعمیل شی نه داچه لکه نور اول خپل ګاونډی په افغانستان ،سوریه او عراق کی تباه کړی چه دا کار د مسلمان او اسلامی قیادت سره نه ښایی او نباید د مسلمانانو قوت خپل مینځ کی په افغانستان ،یمن ،عراق او سوریه کی ضایع شی چه همدا ډول حرکات او تیری د هغو حکامو کار دی چه د اسلامی اخلاقو لیری او بی خبره دی چه دا ځانته تفصیلی بحث غواړی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *