نور محمد ثاقب

اداره د انسان د ژوندانه یوه اساسي برخه ده، انسان نړۍ ته په یوه اداره (کورنۍ) کې منځ ته راځي، په اداره کې زده کړې کوي او د ژوند ډیره برخه په اداره کې د چارو پرمخ وړلو لپاره تېروي؛ نو طبعيي ده، هر څوک غواړي، چې د ادارې په مفهوم او ماهیت پوه شي او ځینې نورې پوښتنې یې ځواب شي لکه: اداره څه ته وايي؟ څنګه منځ ته راځي؟ او په مدیریت(Management) کې څه رول لري؟ د ادارې عمومي اهداف او مقاصد څه وي یا ولې منځ ته راځي؟
اداره په عام ډول یوې موسسې ته نسبت ورکوي لکه: تعلیمي موسسه، شخصي نماینده ګي، دولتي نماینده ګي، تجارتي کمپني او داسې نور یې ډولونه دي. د منجمنټ او مدیریت له اړخه اداره په رسمي توګه تشکیل شوی بنسټ دی، چې په هغه کې وګړي د خوش باورۍ په فضاء کې د څرګندو مسولیتونو او صلاحیتونو په درلودلو سره د ادارې اهدافو تر لاسه کولو لپاره ګډ کار کوي او ټولنې ته خدمتونه وړاندې کوي.

نو که په اداره کې هر وګړي ته دندې او چارې د خپلې وړتیا او مسلک له مخې لوړ پوړي، منځ پوړي او ټيټ پوړي کارکوونکو ته په واضح ډول وسپارل شي؛ کیدای شي، چې د اداري پلان د تطبیق پړاونه په ګټوره توګه ترسره شي. اداره داسې بنسټ دی، چې له مخې یې د مدیریت (Management) هره برخه تشکیلیږي. په بله وینا: اداره د ټاکل شوي اهدافو ترلاسه کولو لپاره د شته سرچینو، د اغیزمنې او ګټورې کاريدنې سره، چې ځانګړي قواعد ولري؛ په ډله ییزه توګه د وګړو یوځای کار کولو ته ویل کیږي.
ادارې په عام ډول داسې یادیږي، چي تجارتي او غیر تجارتي ادارې، عامه او شخصي ادارې، رسمي او غیر رسمي ادارې، صنعتي او خدماتي ادارې، لویې، منځینۍ او کوچنۍ ادارې. ټولې ادارې د ټاکل شویو اهدافو او مقصدونو ترلاسه کولو لپاره چې ولسي رضایت ولري؛ کار کوي. تجارتي ادارې هغه ادارو ته وايي، چې د ګټو ترلاسه کولو په موخه منځ ته راځي. اصلي هدف او مقصد یې عایدات حاصلول وي، ځکه که ګټه ونه لري، نو د خپلو کارکونکو وضعیت نشي پياوړی کولای، مشتریانو ته غوره تولید نشي وړاندې کولای، د تولیداتي پرمختګ په موخه د څېړنیزو فعالیتونو لګښتونه نشي پوره کولای. ان دا چې دولتي مالیات نشي تحویل کولای. په لویه کې د تجارتي ادارو عایدات د ټولنې له بېلا بېلو برخو سره مرسته کوي. تجارتي اداره نشي کولای، چې د عایداتو ټوله برخه د ځان پر بهبود ولګوي بلکې ټولو هغو ښکېلو اړخونو سره یې شریکوي؛ چا چې یې په ترلاسه کولو کې همکاري ورسره کړي وی.

تجارتي ادارو بر خلاف په ټولنه کې غیرتجارتي ادارې هم لرو، چې ټولنې ته په بېلا بېلو برخو کې وړیا خدمات وړاندې کوي. لکه: تعلیمي ادارې، روغتیایي ادارې، قضايي ادارې او داسې نور. ناتجارتي ادارې د معلومو تمویل کوونکو له خوا حمایه کیږي، چې د ځانګړو اساساتو او اصولو سره سم وړیا خدمتونه وړاندې کوي. د قوانینو، مقررو، لایحو او اصولو نه د سرغړونې په صورت کې یې د فعالیتونو مخه د شته دولت له خوا نیول کیږي. ځکه خو اړینه ده، چې نافذه قوانین پلي کړي. یادونه کوو، چې ناتجارتي ادارې هم دولتي او هم نادولتي کیدای شي.

هره ټولنه او هیواد صنعتي او خدماتي ادارې لري، چې صنعتي ادارې یې توکي تولیدوي او خدماتي ادارې ټولنې ته د کار کولو په ترڅ کې خدمات وړاندې کوي، لکه: د لېږد او رالېږد خدمتونه، محابراتي خدمتونه، د رغونې خدمتونه، عامه خدمتونه(بریښنا، د اوبو رسونه …).

یو بل ډول یې عامه او خصوصي ادارې دي. عامه هغه ډول ادارې دي، چې د هیواد عام وګړي یې یو ډول نه یو ډول له خدمتونو برخمن وي او یا یې د ګډون حق لري. عامه ادارې په زیات شمیر هیوادونو کې د دولت له خوا چلیږي، لکه: مخابراتي سیستمونه، تعلیمي خدماتو ادارې، ترانسپورتي ادارې او داسې نور. خصوصي ادارې هم د هیواد د دولت له خوا د ټاکل شویو مقررو او اصولو په رڼا کې د دولتي یا عامه ادارو ترڅنګ د خدمتونو وړاندې کولو په موخه فعالیتونه کوي. د خصوصي ادارو بودیجه او پانګه په ځانګړو اشخاصو پورې تړاو لري.

وروستنۍ ډول یې رسمي او غیر رسمي ادارې دي. رسمي ادارې هغه دي، چې وګړو ته په کې د ګډو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د بېلا بېلو بستونو په ورکولو سره صلاحیتونه او مسولیتونه ښه په څرګنده توګه ورښودلي او ټاکل شوي وي. په رسمي اداره کې وګړي د یو لړ تعین شویو اصولو، لایحو، مقررو، پالیسیو، کړنلارو، پروګرامونو، پلانونو پر بنسټ کار کوي او ډېری پرېکړې یې د ټاکل شویو تلنلارو په رڼا کې کیږي. رسمي ادارې په یوه سنجول شوي ډیزاین سره تشکیل شوي وي، چې د معلومو مسولیتونو او صلاحیتونو، قوانینو، اصولنامو او د مفاهمې له ځانګړو چینلونو پر بنسټ فعالیتونه کوي.

غیر رسمي ادارې هغه دي، کله چې وګړي د شخصي اړیکو په اساس یو تر بل سره هملاسي او راولاړ شي، ترڅو د یوه مقصد لپاره ګډ کار وکړي؛ نارسمي ادارې ګڼل کیږي. نارسمي ادارې سنجول شوی جوړښت نه لري، چې هر کس ته پکې صلاحیتونه او مسولیتونه واضح شوي وي، بلکې د خلکو ګډې همکارۍ چې د ارزښت ترلاسه کولو لپاره کار وکړي؛ نارسمي ادارې دي.

مقصد او منظور بېل اړخونه دي، چې د ادارو هیلې او مشغولتیاوې جوړوي. که کومه اداره هدف ولري او منظور ونه لري؛ پرمختګ نشي کولای یا خو د ټولنیز مسولیت په ترسره کولو کې پاتې راځي. اړینه ده چې د منظور او هدف د توپیرونو په تړاو لږ څه وکاږو.

مقصد (goal): د راتلونکي لامحدوده ټولیزو او انتهايي پایلو، غوښتنو، او هیلو څخه عبارت دی.

منظور: (purpose): منظور یوه پراخه مانا لرونکي اصطلاح ده، چې په هر ډول اداره کې یو شان په کار اچول کیږي. هغه دلیل چې په تړاو یې یوڅه ترسره کیږي، منځ ته راځي او پایښت پيدا کوي؛ له منظور څخه عبارت دی. منظور نښې او په پام کې نیول شوي ته هم وايي.

بېلګې: د یوې تحصیلي ادارې هدف دا دی؛ چې په راتلونکو پنځو کالونو کې 1500 فارغین ټولنې ته وړاندې کړي؛ خو منظور به یې دا وي، چې یاد شمیر فارغین په باکیفیته توګه وروزي. هدف یې فارغین ورکول دي او منظور یې کیفیت لوړول دي. که یوه تجارتي اداره هدف ولري، چې یو ډول تولید بازار ته وړاندې کړي، نو منظور به دا وي، چې یاد تولید په ټاکلي مهال، په مناسبه بیه او معیار سره وړاندې کړي. د هرې ادارې چلوونکي مکلف دي، چې د مقصدونو ترلاسه کولو په ترڅ کې غوره منظور لرونکي وا ووسي تر څو ټولنیز مسولیت، چې هره اداره یې لري؛ ترسره کړي. د غونډې منظور دا دی، چې امانت داره ګډونوال ولري.

که په افغاني ټولنه کې شته ( دولتي او خصوصي ) ادارو ته ځیر شو، نو یو شمیر یې ټاکلي اهداف لري؛ خو منظور به نه لري یا به پام نه ورته کوي. که پوښتنه وشي، چې اداره څه او د چا لپاره یې کوي؟ ځواب یې داسې هم ویلی شو؛ هر ډول اداره د مقصدونو او اهدافو ترلاسه کولو لپاره د ټاکل شویو اصولو، مقررو، تګلارو او یوه غښتلي کاري چارچوب په درلودلو سره کار کوي، چې له مخې یې انساني اسوده ګۍ او ښېګڼې منځ ته راځي. کله چې په ټولنه کې ولسي ستونزې او اړتیاوې محسوس شي، نو د حل او پوره کولو لپاره یې وګړي د ادارو په رامنځ ته کولو؛ د ګډې همکارۍ په لرلو سره کار کوي. هېڅ یوه اداره د ولسي خلکو د خدمت کولو او اړتیاوو پوره کولو پرته نه رامنځ کیږي. کله چې اړتیاوې پوره او ستونزې حل وي، نو هاله د ادارې فعالیت نه کولو ته هم اړتیا نه وي. د ډيرې مطالعې وروسته هم دغې پایلې ته رسیږو؛ چې اداره د خلکو لپاره وي او د هرې ادارې مراجعين یو ډول نه یو ډول یې حقدار دي.
پای
۱۳۹۴ غبرګولى ۷

One thought on “اداره د انساني ژوند اړینه برخه ده!/نورمحمد ثاقب”
  1. زه چی د ثاقب صیب لیکنی ګورم ډیری د حوند او فند نه ډکی لیکنی دی واقعی خبره دا چی اداره او منجمڼټ په کورانۍ،اداره او دولتداری سیستم کی ډیر اهمه برخه ده د ثاقب صیب نه نړی مننه چی دومره ارزښتمنې لیکنی کوی بیا هم مننه او بیا د تاند ورزپاڼې نه نړی مننه چی د ارزښتمنو خلکو ارزښتمنې لیکنې خپروی

ځواب ورکول بادشاه زمان(عصمت زوی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *