ډير کله به مو اورېدلي او لیدلي وي چي په یوه اداره کې دناسم کار دسمون لپاره ناندرۍ روانې وي خو اوس دا جوته سوې چې هغه کارکوونکې او اداره چیان سره له دې چې یوه اداره کې د غوره ، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکی وي او اداره کې بریالي کارونه سرته رسوي سربیره پر دې چې کار يې بې شمېره ګټې او لاسته راوړنې هم لري ، د ځینو ستونزو سره هم مخ وي.له کلنو راهیسي هغه کارکوونکي چې ورسپارل سوي دندې په بریالۍ توګه سرته رسوي زحمت يې غوره ګڼل سوی دی: څېړنو هم په ثبوت کړې چې د لوړې کچې وړتیا درلودل اسانه نه وي.
د ډوکس فوکوا د سوداګرۍ ښوونځۍ (Duck’s Fuqua School of Business) په دورهام، شمالي کورلینا، متحده ایالاتونو کې شتون لري، یوه نوې شننه او څېړنه کې سپارښتنه کوي چې : په ځان باندې د لوړې کچې واک لرونکې وګړي – هغه وګړي د کومو چې د زوکړې ورځې په یاد وي، د ښه خوندورو غیري صحي خوړو پر ځای لږ او بې خونده خو صحي خواړه خوښوي، پر زیاتو پروژو کار کول خوښوي او په اسانۍ سره ستونزو اوشخړو ته حللاره مومي – بیا هم کیدای سي د دې ښیګڼو لرلو په سبب د ځینو ستونځو سره مخ سي.
دکتورا ته نومانده لیکواله (کریستي ژو کوال)، چې اثر یې د شخصیت او ټولنیزې اروا پوهنې په ژورنال کې نشر سوی دی، وايي ((وګړي هر کله پر ځان باندې په لوړه کچه د واک او باور لرلو د څرنګوالې په اړه ښې خبرې کوي.)) ښه او مثبه انګیزه لرل په ډیرو برخو کې ښه وي. سربیره پر دې اغلې وایې : ((د ښه او مثبتې ځواکمنې انګیزې لرونکې کارکوونکي هغه څه چې غواړې لاسته يې راوړي، اصلاً دوی د موخو د تعقیبولو او همکارانو سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو اوچته وړتیا لري.
د ښې ، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکې کارکوونکو اقتصادي حالت خپل تر هغو ملګرو چې پرخپل ځان باندې لږ واک لري (less-disciplined) غوره وي: د ښه روغتیاخاوندان وي او نوموړي عموماً د لوړو شخصي اړیکو لرونکې وي. خو بیا هم دوی ته دا ټول ډیر ګران تمامیږي:څیړونکو موندلې ده چې، پر ځان (نفس) باندې په لوړه کچه واک او اعتماد لرونکې وګړي د خپلې وړتیا له کبله تر ډیر کاري فشار لاندې وي حتی ځیني نامشروع سیالان يې نه سي زغملای.
څیړني زیاتوي : په ځان باندې واک او باور لرل په ښه توګه د دندو د ترسره کولو واړندوینه کوي. د غوره ، مثبتې او ځواکمن استعداد لرونکو کارکوونکو لپاره د دې وړتیا لرل بې ګټې نه وې او پرې باور هم ښه دی . ویل کیږي که له نوموړو څخه په زیاته (افراطي)کچه کاري تمه ولرو، زمونږ دا تمه کیدای سي چې په راتلونکي کې د نوموړو د ښه کارکولو پر وړتیا باندې منفي اغیزې ولري ځکه که کاري بوختیا له حده زیاته سي دکار کیفیت کمیږي.
ځکه څیړنو ښودل هغه وګړې چې پر ځان باندې په لوړه کچه باور لري،هڅه کوو چې نوموړو ته ډیر کار وسپارو – او باید وویل سي چې دا تمه له یوې لورې منطقي ده – که څه هم مونږ ته به د نوموړو(غوره استعداد لرونکو) لپاره د دې ډېرو ورسپارل سویو دندو ترسره کول اسانه ښکاري خو په حقیقت کې داسي نه ده.
(کوال) ، وایې : پر ځان باندې د لوړ واک و باور لرونکو کسانو لپاره د دندو تر سره کول همغومره ستونزمن وي لکه د نورو عادي وګړو لپاره خو دوی ته ورسپارل سوي دندې د نورو کارکوونکو په پرتله په ژمنتیا او ښه توګه سره سرته رسوي. ((نوموړي په ښه توګه د دندو په ترسره کولو ټینګار کوي او کیدای سي چې د ورسپارل سویو دندو د ترسره کولو لپاره اسانې لارې چارې او ښې ستراتیژۍ غوره کړي.)) (کوال) زیاتوي : سربیره پر دې چې تجربې هم پرځان باندې د لوړې کچې باور لرونکې کسان ستایي خو د دې کسانو مشر (رهبر/ آمر) کیدای سي چې د هغوی هومره ستاینه و نه کړي.عام خلک هم د دندو په ترسره کولو کې د غوره، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکو کارکوونکو هڅې لږ اټکلوي.
هغوی له هغو کارکونکو څخه چې په لوړه کچه په ځان باندې واک لري زیاته تمه کوي.
دا ټولې چارې بیا کله د ستونزو د رامنځته کیدلو سبب ګرځي: هغه وګړي چې پر ځان باندې لوړ واک – باور لري تل تر نورو (هغو همکارانو چې پر ځان لږ واک لري) ځان تر ډیر کاري فشار لاندې ګڼي. څیړني وښوول چې نوموړي کسان د خپلو همکارانو لپاره په زیاته پیمانه سرښندني (قربانۍ) ورکوي. که څه هم دغه سرښندنې د دوی د خپلو موخو د ترلاسه کولو سر په ټکر کې وي. او همدا محرکه قوه (dynamic) په رومانتیکي ( romanti) اړیکو کې هم ورته رول لوبوي.په هر صورت، دا ټول ددې مانا نه لري چې د ښې یا غوره ، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکې کارکوونکي دې خپلو هڅو ته د پای ټکی کښیږدي. پر ځان باندې په لوړه کچه د واک او باور لرلو ګټې تر زیان زیاتې دي باید مخته ولاړ سي د ګواښونو پروا ونه کړي.
خو مدیران ، همکاران ، خواږه د ژوند ملګري باید یاد ولري : که چیري تاسو پر ځان باندې د لوړ واک و باور لرونکې کسان تر افراطي فشار لاندې راولئ، کیدای سي هغوی له لاسه ورکړی. څرنګه چې پر هغو کسانو چې د ښې ، مثبتې او ځواکمنې انګیزې لرونکې دي د لنډ مهال لپاره تکیه کول ښه ستراتیژي ده – نوموړي به دندې سرته ورسوي – مګر که دا ستراتیژي د اوږده مهال لپاره غوره سي (کوال) مشوره ورکوي: چې نوموړي کیدای سي چې د کوم فشار په سبب ، هغه چې موږ یې پر همدوی اچوو ناخوښه سي.
(کوال) ټینګار کوي: اړینه ده چې موږ باید با استعداده او پر ځان باوري کسان د دوی د هڅو له مخي وپیژنو او تر نورو کار کوونکو یې غوره وګڼو. نوموړو ته باید د هغو نوښتګرو هڅو په بدل کې چې د دندو په ښه ترسره کولو کې یې په کار اچوي غوره هڅونکی احساس ورکړو ، په نامشروع رقابت يې استعداد و نه ځپو .
پر ځای لیکنه ده ځکه تقریبا زموږ ټولو ادارو کی چیی څه ناڅه کارینده او بااستعداده اشخاص پیداسی نو څنګ کی د خپلو همکارانو او ملګرو لخوا تهدید او کوښښ کوی چی هڅی یی ناکامی وښیی.
مـوږ اداره همداسی بڼه لری.