شفیق شرفزی

خبره دا ده چې شعر، قصه، ناول او نورې ادبي لیکنې مازی د ساعت تېرۍ، احساساتو د اظهارولو یا د وخت تېرولو لپاره نه وي، په اصل کې دغه ټول شیان د یوې ټولنې او معاشرې مختلف کلتوري، مذهبي او روایتي انعکاسات دي. قوم او قبیلې په ورځو او میاشتو کې نه شي جوړېدی، د یو ډله خلکو څخه قوم، قبیله او یوه موثقه ټولنه جوړول او اخلاقي تربیت یې کلونه مزلونه او ریاضت غواړي، چې دغه د شګو د مزل یو پړی د ادیب په لاس کې وي. زه خو دا وایم چې ادیب بلواسطه یا بلاواسطه په حقیقت کې د ټولنې هغه مفکر اشخاص دي، چې د ټولنې په تربیت کې اهم رول لري.

وایي چې د یوې سکه دوه اړخونه وي، چې څوک یې یو اړخ ګوري او څوک یې بل. د ادیب بیا د دغه انځورونو سره سروکار وي  او د یوې ټولنې دواړه انځورونه په خپل افکارو کې انځوروي.

یو سټلایټ  چې د ځمکې په مدار دورې وهي او رنګارنګ انځورونه په خپل مدار کې رانغاړي ادیب هم همدا شان د ټولنې ټول اړخونه څاري او ټولنه د هرې زاویي څخه ګوري، هره کړنه مشاهده کوي او د هرې قضیې په عمق ځان په ظاهري او باطني ډول اګاه کوي او هر درد یې محسوسوي.

ادیب د ټولنې له نظره ولیدلی تصویر را اخلي او دوباره یې سیقل کوي او یو نوی رنګ پکې اچوي، شایقین ورته پېدا کوي او مړ تهذیب او ثقافت یې راژوندی کوي.

ادیبان همداشان د الفاظو جادوګران هم بللی شو هغو د خپل فکر، خیال، تصور، علم او هنر په ذریعه د عوامو په ذهن، ضمیر او احساساتو باندې داسې تاثیرات راوړي، چې په شعوري یا لاشعوري طور باندې انسان پکې فکر کولو ته مجبوروي.

ادیب په الفاظو کې د خلکو ټپونو ته د ملهم پټۍ جوړوي او لګوي. کله د زړه د دردونو دوکان جوړوي او کله هم د مایوسۍ په تیارو کې د خوښئ څراغونه بلوي.

زما په نظر ادیب باید هغه څه ولیکي، چې په ټولنه کې د خلکو د خوښئ او رضا سبب شي تر څو یې خلک لیکنه په شوق سره ولولي او په ذهن کې یې ځای ونیسي او همدا د یو ښه لیکوال کمال هم دی، چې د خلکو په اذهانو کې مثبت تغیرات راوړي تر څو ټولنه د فلاح او کامیابۍ په لوري وڅښوي.

ادیب او لیکوال د یو حلوایې مثال لري، چې تل په خلکو خواږه شیان خوروي. که یو څوک مریض وي نو کولای شي په همدې خوږو میټایانو کې ورته د هغه ترخه درمل ورګډ کړي، چې په خوړو سره به یې هم خوله ترخه نه شي او هم به یې درمل خوړلي وي.

زما په نظر که ساینس پوه د ټکنالوژۍ له پلوه د انسان په ژوند کې تغیر راوړي آسانتیاوې ورته برابروي، خو ادیب بیا د انسان څخه کامل انسان جوړوي، ساینس ایجادات کوي خو ادب د هغه د ښه استعمال طریقې انسان ته ښایي، ساینس دوکان جوړوي خو ادب د دوکان د چلولو لارچارې او د دوکاندارۍ اخلاق راښايي، ساینس موټر جوړوي مګر ادب موږ ته دا راښايي، چې څنګه د موټر چلولو قانون ته غاړه کېږدو او څنګه د موټر چلولو پر وخت د نورو خیال وساتو، ساینس ښه شیان جوړوي مګر ادب بیا د ښه ټولنې تشکیل ږدي په کومه ټولنه کې، چې هر څه وي خو، چې ادب پکې نه وي هلته دې ټولو شیانو باوجود انسان د انساني ژوند خوند نه شي څکلی.

که ټولنه د ساینس له پلوه پرمختللې وي که نه وي خو چې د ادب له پلوه بسیا وي نو هغه ټولنه د پرمختګ څخه څوک نه شي منع کولی. ادب دی چې انسان کې دا همت پېدا کوي ترڅو پرمختګ ته قایل شي او دهمدغه ذهن پر بنا خپل یون ته حرکت ورکوي او د ترقۍ تر منزله ځانونه رسوي.

په کومه ټولنه کې چې ادب ته په سپکه کتل کیږي او د قلم په ځای په لاسونو کې ټوپک وي، د کتابونو ورقو کې د بازار پیکوړې پلورل کیږي، ادب ته د بیکاره خلکو مشغولا وویل شي او ادب ته د بیکاره خلکو کار وویل شي او بلاخره ادب ته تردې حده بې ادبي وشي، چې کتابونو ورقې په کثافتدانیو کې او د خلکو د پښو لاندې کېږي، نو ژر ده چې هغه ټولنه به هم د هغه کاغذ په شان د خلکو د پښو لاندې لت پت شي.

One thought on “ادب، ادیب او ټولنه|ښویالی محمدشفیق شرفزی”

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *