تاند، دوشنبه، د قوس ۴مه: په داسې حال کې چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو د چین د سولې په ناسته کې د حامد کرزي له ګډون سره د ولسمشر غني د مخالفت له کبله د دغې ناستې د لغوه کېدو خبر ورکړ، اوس د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د سولې افغاني ناستې په تړاو په کابل کې د دې هېواد له سفیر سره غږېدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد تاند ته وايي، ښاغلي ادریس زمان د پیکنګ د افغاني ناستې په تړاو په کابل کې د چین له سفیر وانګ یوو سره د دې ناستې په چمتووالي خبرې کړي دي او د دغې ناستې د لغوه کېدو اوازې درواغ دي.

 ټاکل شوې چې چین د افغان حکومت په خوښه په پیکنګ کې د افغان سیاستوالو، طالبانو او حکومت یوه ګډه غونډه ور وبولي، چې په دې ناسته کې حامدکرزي خپل ګډون د ولسمشر غني د مخالفت له کبله رد کړی دی.

One thought on “ادریس زمان د چین له سفیر سره د پیکنګ د بین الافغاني غونډې په اړه غږېدلی”
  1. هیله ده چې د ناکامو او آزمویل شویو پخوانیو سیاستوالو پرځای نوي کسان چې واقعا سولې سره علاقمندي ولري ، په کورنیو او نړیوالو غونډو کې د سولې لپاره ګډون وکړي.
    د سولې عالي شورا او همداراز د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون د افغانستان هېڅ درد نشي دوا کولی . که د داشان بې ګټو ادارو بودیجه د ښوونې او روزې وزارت ته تخصیص شي زمونږ راتلونکي نسلونه به په ملي افغاني روحیه وروزل شي او د وطن لپاره به مفید کدرونه ولرو.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *