دوه، دوه نيم کاله به کېږي. په پوهنتون کې په خپله کوټه کې ناست وم، چې زموږ محصل عطاءالله ويسا يو سړى راننه ايست. له ونې برابر، نه ډېر اوږد نه ډېر لنډ. اوږدې څڼې، چې سړي ته يې د رفيق رژيم رفيقان وريادول. بريتونه يې هم وو، خو دومره اوږده نه چې وينې دې ترې وڅاڅي. د بريتونو په نامه تور هم نه و. ښه ښايسته نري نري مناسب بريتونه، چې د ده له وزن سره يې پوره مناسبت درلود. د وزن په نامه خو پکې بېخى څه شى وو نه، تش هډوکي، چې د سړي پرې زړه سوځېده، خو دننه، لکه انار له لالونو ډک. د مخ کاسه يې هم له ډېرې خوارۍ ناسته وه. ماته وروسته وروسته پته ولګېده، چې د ده د وچوالي راز په نه خوراک کې دى. هسې براى نام خوراک کوي.

تېرې تېرې سترګې، چې غړېدلې وي، د رحمان بابا دا بيت دريادوي:

تل دې ستا د خواب الودو سترګو خواب وي

چې فتنه په خواب ويده شي ډېر ثواب وي

ويسا راته دروند راوپېژنده، چې نوموړى نامتو ليکوال و شاعر دى. ما يې نوم اورېدلى و، خو له عظمته يې خبر نه وم، خو چې له لرې راغلى و، نو په درناوى کې مې يې بې پروايي ونه کړه. بيا وروسته وروسته خبر شوم، چې يار خو پخه سټه ده. له هغې زمانې ليکوالي او شاعري کوي، چې موږ قاعده بغدادي لوسته.

تر دې ملاقات وروسته نو انډيوالي او راشه درشه شروع شوه. په ورپسې ژمي کې چې زه پېښور کې وم. خپله مجله، د نياز فتحپوري(من و يزدان)، اۤج او… د کتابونو پنډ يې په ټي سي ايس راواستول. (من و يزدان) خو مې چې ولوست، د عقيدې ډبرين ديوالونه مې يې وشړکول، لکه زلزله چې راشي. زه لا په مکتب کې وم، چې داسې پوښتنې به مې ذهن کې اوښتې راوښتې او سخت به يې ځورولم، ځکه چې راتاو ټولنيز حصار نه پرېښودم او دا ويره راسره وه، چې خدانخواسته وانه وړم. په خوا کې مو مدرسه وه، ملا صاحب ته مې خبره ورياده کړه. هغه لومړى د دا ډول شکونو له عذابه وويرولم او بيا يې راته په کثرت سره د ”اعوذو بالله” د ويلو امر وکړ؛ خو خداى شته کرښه يې راباندې رانه ښکله. وروسته وروسته پوه شوم، چې دا شک خو د خداى نعمت وي، چې په هر چا يې نه لوروي. نور خلک لکه اسونه په ښودلې لار ځي راځي. دا شک خو سړي ته د حکمت لار پرانيزي. هغه حکمت چې خداى يې په اړه وايي: ”ومن يوءتي الحکمة فقد اءوتيا خير کثيرا”. چا ته چې مې پوهه(د فلسفې پلويان وايي، چې په دې اۤيت کې له (حکمته) فلسفه مراد ده، ځکه پخوا يې همدې فلسفې ته حکمت وايه/والله اعلم بالصواب) ورکړه، هغه ته مې ډېر خير ورکړ/ښېګڼه مې ورسره وکړه. او پوهه پر شک ولاړه ده، مطلب شک ښه شى دى، ځکه چې د انسان ذهني ارتقا ته لار هواروي. ما اورېدلي، چې رواجي عقيده يا هغه عقيده، چې سړي په پټو سترګو منلې وي، کمزورې او ناقصه وي، د ډېرو تودو سړو د ټينګې نه وي، خو چي سړى پرې شک وکړي او د ځواب په موندلو پسې وګرځي. دين ښه ولولي، فلسفه ښه ولولي، نو عقيده پوره او پياوړې شي. ګومان کوم، اسلام هم تر پټو سترګو ايمانه ډېر ارزښت د غړېدلو سترګو ايمان ته ورکوي. تر شک وروسته، چې د سړي عقيده پخه شي، بيا دا عقيده په اسانه نه نړېږي. که هر څومره مخالف کتابونه ولولې او هر څومره مخالفې فلسفې ولولې، ستا به پرې پروا نه وي، ځکه ستا شک به رفع شوى وي، ستا تنده به ماته وي. د حمزه صاحب عقيده يې ښه مثال دى، چې تر الحاد وروسته د څه ډول پياوړې عقيدې خاوند و. له اۤثارو يې د عقيدې پياوړتيا ښه جوتېږي. تر شک وروسته، چې د سړي عقيده پخه شي، نو ارام شي، لکه ناروغ چې تر تبې وروسته سکون احساس کړي او د  نورمالې عقيدې خاوند شي، افراطيت يې نه وي خوښ او پخپله عقيده دومره مين وي، چې د نورو د عقايدو هم احترام کوي.

د شک هم خپل وخت وي، عموما په زلميتوب کې پيدا کېږي، ځکه چې په دې وخت کې انسان له خپله ذهنه راوتى وي او د کايناتو او د خپل وجود په تړاو ورسره پوښتنې پيدا کېږي، چې زه څوک يم، ولې يم، چا چې زه پيدا کړى يم، ولې راته ځان نه ښيي، هسې نه چې نه وي؛ نو که دا شک دې تعقيب کړ او مطالعه او مشاهده دې وکړه، ځواب به يې بيامومې، خو که مطالعه او مشاهده دې پرېښوده، نو له دې شکه بلا جوړه شي، دومره غټ شي، چې د سړي شخصيت ووژني، ذهني توازن يې ګډوډ کړي. د افراطيانو په اړه وايي، چې دوى په شک تر نورو زيات اخته وي. دوى د شک د ختمولو لپاره د عقيدې د خرابېدو له ويرې په معقولو لارو فکر نه کوي، بلکې په نه نه يې کنترولوي، چې بيا ترې بلا جوړه شي او بيا دا سړى د ساده خبرې په مقابل کې هم ټوپک رااخلي.

د دې شک د مرضي کېدو لوى لامل زموږ سخت مذهبي چلند دى. زه خو وايم، چې دا شک چا ته پيدا شي، مبارکي ورکول پکار دي، چې سړي ايله د انسانيت په لور قدم واخيست، خو زموږ خلک يې ويروي، چې دا خو به ته کافر شې، ابد تر ابد به په دوزخ کې سوځې. که د شک له خاوند سره نورمال چلند وکړو او دا ورته وښيو، چې دا خو عادي خبره ده، هر چا ته شک پيدا کېږي، نو بيا يې نه ځوروي او نه يې بې لارې کوي.

وروسته چې سړى څه نا څه له ذهني بلوغه برخمن شي، نو پر شک يې هم شک پيدا شي، چې دا شک له کومه راپيدا شو. که موږ اسلام حق دين بولو، نو بيا ولې له شکه ويرېږو، ځکه چې شک خو راته د اسلام حقانيت ثابتوي. د شک تړاو زموږ له وجوده بهر څيز(مذهب) سره دى؛ نو موږ ته څه پکار چې ځورېږي. مذهب ته پکار ده، چې خپل حقانيت ثابت کړي. زموږ خو تسکين پکار دى او دا تسکين او يقين زموږ دين موږ ته راکولى شي، بيا د څه شي ويره او ځور؟ له شک سره خو زموږ عقيده پر دين نوره هم پخېداى شي.

خبره چېرته لاړه. ما چې (من و يزدان) لوست، له دې ټولو خبرو راتېر وم.

 په انډيوالۍ کې يې سيال نه پيدا کېږي. مجلې او کتابونه خو داسې دراستوي، چې حيران دې کړي.

وايي چې واړه خلک داسې وي، لکه سراب، چې له لرې ځلېږي، خو چې نژدې ورشې، هيڅ نه وي او ستر خلک داسې دي لکه غرونه، چې څومره ورنژدې کېږې، هغومره درته لويېږي. زما دا يار هم په سترو خلکو کې راځي، چې ټول عمر ورسره کېنې تنګ به نه شې. دومره عزت به دې وکړي، چې د ځان په قدر به دې پوه کړي.

په ليکوالو کې داسې خلک پېژنم، چې په سړي ځان خرڅوي.ناسته يې له کبره، له ريا ډکه، خو زما له دې يار سره چې په لومړي ځل هم کېنې، نو لکه له عمرونو چې دې يار وي. هيڅ به داسې احساس نه کړې، چې ګنې زه ترې په پېشه يا شهرت يا شخصيت کې کم يم.

مطالعه يې دومره پراخه ده، چې په پښتو، اردو يا فارسي کې د ليکوال يا شاعر نوم واخلې، ده به لوستى وي، بلکې له ډېرو پټو معاملو به يې خبر وي.

شاعري هم کوي، خو ليکوالي يې ښه ده. يواځې په ادبياتو کې نه، په سياست کې هم ليکنې کوي او ښې يې کوي.

له افغانستان او پښتو سره يې مينه له هرې خبرې او هر عمله څاڅي. د پښتونخوا ډېر ليکوال دي، چې تشې چغې وهي، خو په زړه کې خيرن دي. دى په خوله ډېر څه نه وايي، خو زړه يې له مينې او اخلاصه پر ومعمور دى.

تر کابل وروسته مې ورسره په کندهار او بيا په کابل کې ليده کاته وشول، هر ځل يې راته خپله لويي ثابته کړې. په نېکۍ کې راباندې لومړى شوى.

اخلاق يې هم تر ډېرو ليکوالو ښه دي. له هوسه پاک و منزه. چې مجلس ورسره کوې، ساده سپېڅلى ماشوم به درته ښکاره شي، خو چې په ادبي او سياسي مسايلو ورسره غږېږې؛ نو د نظر بلوغ ته به يې هک پک شې. د پښتو او پښتنو د بد حالت لاملونه به درته بېل بېل مخې ته کېږدي. په سيمه کې روان سياستونه او ناسمې پايلې به يې درته وښيي.

له پښتو سره يې د مينې تر دې ښه ثبوت چېرته دى، چې خپله تنخا د خپلې مجلې په چاپ لګوي. د خپلو کوچنيانو د خولې ګوله، د کتابونو او مجلې په چاپ لګوي. پخپله لکه ملنګ ګرځي، خو ”حسنىٰ” په وخت رااوباسي. په همدې په خپله سيمه کې څه چې د ټولو پښتنو ليکوالو او شاعرانو د شملې ګل دى. خداى دې يې همداسې ژوندى او ګړندى لري.

زه ورته ځکه ”ادم نشته، بوى يې شته” وايم، چې يو خو ډېر ګرځي، چې ګورې يې په کندهار کې وي، سبا کابل ته رسېدلى وي، بل ورځ کوټه کې وي. بل دا چې چغې نه وهي، خو کار ښه په درز کې کوي؛ نو ادم نه وي، خو بوى يې نه وي.

خداى دې عصمت زهير ته نوره حوصله هم ورکړي، چې د پښتو ځولۍ يې همداسې د خدمتونو په غاټولو ډکه وي.

2 thoughts on “ادم نشته، بوى يې شته/ اجمل ښکلى”
  1. سلامونه اونېکې هیلې استاده، باوروکړه زه هیڅ یوه لیکنه ترآخره نشم لوستی خوستالیکنه چې خلاصه هم کړم نوبیاچورت پکې وهم، زه خووایم چې خدای دې نورهم ښه پوهه، ذکاوت اوښه اخلاق درکړي.د

  2. اجمل ښکلې صاحب د تخلص په شان دی ښکلې جملي اوډلی دي عصمت زهیر صاحب خدای تعالی داسې هستي پیدا کړي چې ستاسو په شان استادان به یې په قدر پوهیږی خو موږ کشران هم هڅه کوو ستاسو په شان استادانو نه څه زده کړو، زهیر صاحب پیږنم خو تاسو راته لاښه راوپیژاند او نه بلکی زهیر صاحب ماته دی په دی لیکنه کی یو بل درس هم راکه چی عقیده پر شک ولاړه ده او د شک د لری کولو لپاره پراخه مطالعه کټ مټ ستاسو د خبری په شان ځینی پوښتنی راسره دی خو د حالاتو او ستاسو په خبره د سخت مذهبی چلند له ویری مو په خوله لاسونه ایښی خو تاسو راته جرعت راکه چی باید د خپل شک پسی لټه وکم ترڅو راکی بلا نه شی او مذهب ته په کار ده چی خپل حقانیت ثابت کړی بیا د څه شی ویره او ځور؟

ځواب ورکول Aemal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *