د اذان پښتو علمي او فکري  مهالنۍ خپرونې( مجلې )  د دويم کال شپږمه ګڼه چاپ او خپره شوه پدې ګڼه کې ادبي، سياسي، کلتوري او اسلامي ليکنې خپرې شوي د بېلګې په ډول فردي ملکيت کپېټليزم، سوشليزم او اسلام کې، د حنين غزا شننه او تفسير، د اسلامي شريعت مقاصد، نقد الرجال، زمونږ هېواد بربنډ تېرى شوي مرکه، روح له اسلامي ليدلوري، د ((تاريخ پاى)) نظريي کره کتنه،جديد فلکيات، ماډرنيزم ((نيوتوب) څه شى دى، نړيوال اسلامي قانون (٢)، اروا پوهنه له قراني ليدلوري، پرون او نن د پيرمحمد کاروان يو شعر پکې راغلي دي. د يادونې وړده چې د اذان په دې ګڼه کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز بنسټوال ښاغلي امام الدين ساپي د هېواد په روانو حالاتو ځانګړې مرکه هم خپره شوې.

0 thoughts on “اذان مجله چاپ شوه”
  1. اذان په رښتياچې يوه بې سارې علمي اونوښتګره مجله ده،ددې مجلې اکثره ليکنې په علمي ميتودونو ولاړي اوتخصصي بڼه لري،خدای دي ددي نوښتګرې مجلي بنسټګرو اوچلوونکوته دلانوښت ملکه اوتوقيق ورکړي

ځواب ورکول عبید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *