ښاغلی لېوال

یوه شمېرنه مې ولوستله، چې هره اونۍ اووه سوه افغانان له ترکیې او ایران څخه دیونان او نورو اروپايي هېوادونو سواحلو ته رسیږي. دا هم ویل شوي دي، چې له ټولو کډوالو څخه کم وزیات دیرش سلنه ډوبیږي او دتل لپاره یې مړی ژوندی ورک شي. دې شمېرې وویرولم؛ راپه یاد شو،چې: څوک په رضا له ملکه نه ځي….

دا ټول افغانان په دې اراده له هېواده وځي، چې خپل محروم ژوند بدل کړي، مانا د ټولو اراده د (بدلون ) ده . دا اراده دومره پیاوړې ده، چې غواړي ( بدلون)ته ، که د مرګ په قیمت هم وي، ځان ورسوي.

افغانان دلته وزګار دي، پر خپل فردي او ټولنیز امنیت نه دي باورمن، له جګړې څخه ویره لري، د لویدیځ لېبرالې ازادي ګانې یې خوښې دي. غواړي په داسې یوه ټولنه کې ژوند وکړي، چې ترڅو یې قوانین نه وي مات کړي، څوک ورسره کار ونه لري، غواړي دفکر، وینا، ژوندچارو، کار، زده کړې، باورونو ، تفکر، سفر او ټاکنې واک یې خپل وي. ځینې غواړي هلته کار وکړي او خپلو کورنیو ته دیوې مړۍ ډوډۍ پیسې راولیږي، ځینې غواړي خپل غوږونه له دې څخه ارامه کړي، چې نن په پلاني ځای کې ځانمرګی وشو، بیا ماین وچاودېده، نن یې دومره خلک ووژل، هلته یې له ښځو سرونه بېل کړل، سنګسار وشو، جنسي تېری وشو، غلا وشوه او ….

څلویښت کاله کیږي، په افغانستان کې د خبرونو سرټکي همدا دي، یو نسل په کې رالوی شو او زوړ شو، بالاخره دې نسل فکر وکړ، چې جګړه او ناامني د دې هېواد محتوم برخلیک دی، نو چې له دې پېښو څخه د تېښتې په اړه یې فکر وکړ، پایلې ته ورسېده، چې باید له هېواده وتښتي، دا له ازله تر ابده ناورین ، جنګ و جهل ځپلی هېواد باید پریږدي او چېرته داسې ځای ته ولاړ شي، چې نور نو دا خبرونه وانه وري.

مجبوریت زیات دی، دوی ملامت نه دي، جګړه اوږده شوه، ناورین ځنډن شو او کړکېچ اوږد. خو یو څه چې خلک یې په محاسبه او لاروچارلټون کې تېروتل داوو، چې د ( بدلون) لپاره ټولیزه (جمعي) اراده یې ونه شوه کړلای، بلکې ټول دفردي ارادې پر بنسټ یوازې دخپل ژوند دبدلانه په چار پسې راووتل او په دې کې یې تېروتنه وکړه. د افغانانو یو تاریخي عادت دا دی، چې یوازې دځان او دخپلې کورنۍ د وضعیت د بدلون لپاره هڅه کوي. دلته ځان په ځان سودا ده ، لکه دقیامت ورځ؛ هرڅوک دځان په فکر کې دي او د ملي ناورین، ټولنیز کړکېچ ، دجګړې د اوږدیدو یو لامل هم دا دی، چې دلته اصلاحي خوځښتونه ټولیز او ټولنیز نه دي. هیچا په افغانانو کې دا باور عام نه شوکړای، چې فردي هوسایینه په ټولنیزه هوسایینه کې ده، هیچا افغانانو ته ونه ویل: ترڅو چې ټولنه نېکمرغه نه شي فرد یا کورنۍ نه شي هوسا کېدلای. دهمدې لپاره افغانانو له افغاني کړکېچ څخه داځان ایستلو یا خپلې کورنۍ دایستلو لاره ورخپله کړه او هېڅکله یې د هېواد دوضعیت د بدلون پر اصل فکر ونه کړای شو. له کړکېچ څخه خلاصون له کړکېچ څخه د تېښتې په مانا نه دی، بلکې له خپل ژوند چاپېریال څخه د کړکېچ شړل یې بنسټي لاره ده. هغه میلیونونه افغانان، چې له روان کړکېچ څخه لویدیزو، ګاونډیو او یا هم دنړۍ لرې پرتو هېوادونو ته تښتېدلي دي، که په یوه اصلاحي سیاسي تشکل کې راټول شوي وای او ګډه اراده یې هماغومره ټینګه وای لکه د تېښتې اراده چې یې کړې وه، زه باور لرم، چې دا هېواد یې له روان کړکېچ څخه ژغورلای شو. په هغه صورت کې به یې نه یوازې ځانونه او خپلې کورنۍ، بلکې دهېواد ټول ولس هوسایینې ته رسولای وای. هر افغان به ډوډۍ، ښوونځی، روغتون او دانساني ژوند ښه شرایط درلودلای . د داسې اصلاحي سیاسي تشکل تلفات او قربانۍ به په هېڅ صورت له هغه شمېر څخه زیات نه وای، چې په سیندونو کې ډوب شول او ماهیانو وخوړل، چې په یخچالي کانټینرونو کې یخ ووهل او یا هم په ځنګلونو کې دځناورو یا سرحدي پولیسو د ګولیو ښکار شول. که همدغومره افغانانو خپله فردي اراده ټولیزه ( جمعي) کړې وای نو له خپل هېواد څخه یې لویدیځ جوړولای شو، همدلته یې ځانته کار، ګټه، فردي خپلواکي، مسئول نظام او دیموکراتیک شرایط رامنځته کولای شول. همدا هېواد یې په ارمانښار( مدینه فاضله Utopia ) بدلولای شو. که هره اونۍ اووه سوه افغانان، دمرګ تر بریده په ټینګه اراده، د ملي ـ سیاسي ژغورنې په پار د (ملي بدلون) په هوډ سره یوځای کېدلای، نو اوس به افغانستان د اسیا سویس وای او هیچا به د دې پیاوړي ملت حق نه شو تروړلای.

که دټولنیزو اصلاحاتو لپاره مو ټولیزه ( جمعي) اراده هماغومره پیاوړې وای لکه له هېواده د وتلو لپاره چې موفردي اراده پیاوړې ده، نو ټول انحصار ګر میلیونران به له نظام څخه شړل شوي وای، نظام به له دننه دومره پیاوړی وای، چې بیا به ګاونډیو لاسوهنه نه شوه کولای، ترهګر به له ډاره دهېواد پولو ته نه شوای رانږدې کیدلای، لویدیځ به دلته دخپلې ګټې په کبانو پسې اوبه نه شوې خړولای او بس دنیا به ګل او ګلزار وای.

زه ضمانت درکوم، چې دیوه ویښ، با ارادې او فعال څو میلیوني متشکل اصلاحي خوځښت په رامنځته کولو سره له افغانستان څخه جګړه، فساد، مخدرات، بېقانوني، غصب، لوږه ، وزګاري او جهل له منځه تللای شي. ټول هغه افغانان چې غواړي په هرقیمت له افغانستان څخه ووځي، که په یوه فعال، فکري، اصلاحي سیاسي ګوند کې سره راټول شي او د فشار یو لوی ملي ځواک رامنځته کړي، په حقیقت کې به د دیرشو میلیونو انسانانو ژوند دتل لپاره وژغوري، که داسې ونه شول زه هرډول تاوان ته ولاړ یم. یوازې خپله فردي اراده په ټولیزې هغې بدله کړئ. لویدیځ ته مه ځئ، لویدیځ دلته راولئ، په ډوډۍ پسې ځان مه ورکوئ، ډوډۍ همدلته تولید کړئ، په کار پسې مه ګرځئ، کار ایجاد کړئ، په خپلواکۍ پسې هېواد مه پریږدۍ، بلکې خپل هېواد ریښتینې خپلواکۍ ته ورسوئ.

د ټولیزې کډوالۍ ځینې تاریخي لاملونه اوږدمهالې وچکالي، له طبیعي پلوه د اقتصادي سرچینو نشت، لوی طبیعي ناورینونه ( زلزلې، ناروغۍ، توپانونه او نور) کېدلای شي، عجیبه دا ده چې افغانستان له دې یوه سره هم نه دی مخ، موږ دنړۍ ترټولو بډای طبیعت، پریمانه اقتصادي سرچینې، لوی امکانات، ځوان او پياوړی بشري ځواک او طلایي ستراتيژیک موقعیت لرو، خو یوازینۍ ستونزه مو د اصلاحاتو لپاره د ملي ارادې تشه ده، موږ د ټولیزې ارادې وچکالۍ ځپلي یو، موږ د اصلاحاتو لپاره د ګډ شعور تشې وژلي یو، موږ دځانځانۍ زلزلې ویجاړ کړي یو. او موږ هغو شلو میلیونرانو تېښتې ته اړ کړي یو، چې خپل ظلمونه مقدس ګڼي او که دې دوی ته دومره وویل چې ظلم مه کوه، نو مخامخ دې پر وچویلي دکفر ټاپه وهي او ته هم ددې لپاره چې کافر نه شې، نو باید هېواد ورپریږدې.

پایله :

دتېښتې لپاره فردي اراده به دې بې وطنه کړي، یا به په اوبو کې ډوب شې او یابه په ډېر ذلت یوه لویدیځ هېواد ته ورسیږې او هلته به څو کاله د سوسیال ساړه او خوسا شوي کبان خورې، چې د تابعیت په ارمان زوړ شوې نو ایله به یې ښاروند شې، هغه وخت به دې کورنۍ د زړو خلکو هوساینځای ته ورتحویل کړي او همداسې به په نومورکۍ کې مړ شې، بیا دې نو خدای وبښه .

خو د اصلاحاتو لپاره ټولیزه ( جمعي ) اراده به دې ملي هوسایینې، بشپړې خپلواکۍ، پرمختللي اقتصاد، ملي سیاسي شهرت ، هوسا ژوند چاپېریال او د وجدان داسې سرلوړۍ ته ورسوي، چې کورنۍ به دې تل ستا په نامه ویاړي. د ټولیزې ارادې په مټ ریښتینی ( بدلون) همدې ته وایي، که راپاڅېږې، نو یاهو!!!!

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۶ مه / پرلپسي ۶۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/۱۲/ ۱۳۹۴

3 thoughts on “اراده او بدلون/ څېړندوی عبدالغفور لېوال”
  1. رښتیا خبره ده ، خو راځئ دا ښې خبرې هریو لومړی خپل ځان ته وکړو او بیا نوروته ، راځئ خپل تیر شل کلن ژوند له ننۍ هغه سره پرتله کړو ، بیا ووایو چی راځۍ بدلون راولو ، واقعیتونه باید د الفاظو تر تخرګو لاندې په معماوو کې ونه وایو ، بدلون راغلی ، ښه لوی بدلون راغلی ، هغه هم په هغوی کې چې پرې پوهیږي ، هغه هم هغوی چې ترپوښتنو لاندې دي . موږ چې دلته په کابل کې د رنګا رنګ کورونو په شمیر نه مړیږو ، دا یو بدلون دی ، اوکه نه لږ باید ځانته وګورو ، بدلون هغوی غواړي چې په الفاظوکې یې نه سره ژويی …بدلون هغوی غواړي چې سوال لري او سوال ته یې څوک ځواب نه شي ورکولای … راځۍ د الفاظو تر شا ځانونه پټ نه کړو ، الفاظ مقدس دي ، مقدس توکونه باید د نا مقدسو هیلوا واغراضو لپاره ونه کارول شي … بدلون د پوښتنو او غرضونو په بیه نه بلکی دځواب په او صادقانه اعتراف سره رامنځ ته شي .
    زرین ګل له اندیا

  2. محترم لیوال صاحب سلامونه! تاسی ډیره ښه موضوع راخیسته ده خو چیری دی هغه واقعی ملی مشر چه خلک پری راټول شی؟

  3. لیوال صاحب مننه دسپیڅلی احساس نه، قوی هوډ دبریالیتوب لومړی شرط ده. دوطن اکثریت چي ځوان نسل تشکیلوی د ژوند په ټولو برخو کي له ستونزو سره لاس په ګریوان دي. متل ده وايي سر خطا جمله خطا، متاسفانه په مشرانو کي ملی احساس موجود نده او ملی ګټو په نسبت شخصي ګټي ورته زیات ارزښت لري، ملت باید د بدلون په موخه دسکون نه متحرک شکل غوره کړي چي خپلو حقوقو ته ورسیږي. مننه ستاسو ورور امید

ځواب ورکول عزیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *