د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې مجهز او پرمختللی هوايي ترمینل او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ښوونځی چې د هالنډ د شاهي دولت او د جرمني د بهرنیو چارو وزرات په مالي ملاتړ جوړ شوي، پرانیستل شول.
په دې پرانیستو کې د ارزګان والي حاجي امیر محمد اخندزاده، په افغانستان کې د هالنډ سفیر هان پیټرز، د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین محمد آصف ننګ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین کپتان محمد ظاهر، د ارزګان دولتي چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
هوايي ترمینل:
د ترینکوټ هوايي ترمینل د ۱۰.۸ میلیونو یورو په لګښت په لسو میاشتو کې جوړ شوی، او د جوړېدو چارې یې د جي آی زي ادارې پرغاړه وې.
د ارزګان والي حاجي امیر محمد اخندزاده د دې ترمینل پر جوړېدو خوشالي وښوده، او ویې ویل چې دا یو عام المنفعه پروژه ده او د خلګو او ولسونو د خدمت لپاره پرانیستل کیږي.
اخندزاده زیاته کړه چې په افغانستان کې د دومره ښکلي او پرمختللي ترمینل ساری نشته او هر څه یې په نړیواله کچه دي، ده د ارزګان د خلکو په استازیتوب له هالنډ، جرمني دولتونو او جي ای زي ادارې څخه مننه وکړه.
اخندزاده وویل چې هالنډ به تر یو کال پورې د ترمینل د ټولو چارو لګښتونه ورکوي ځکه چې ځايي اداره یې د ورکولو توان نه لري او همدارنګه یې پر ترانسپورټ وزارت ږغ وکړ چې سر له ننه دې د دې ترمینل د تشکیلاتو او مصارف لپاره لاس په کار شي، ده ده ترمینل لپاره د جانیټري برېښنا پر ځای د سولر هغې د تیارولو غوښتنه وکړه.
نوموړي پر خلګو ږغ وکړ چې د هوايي ترمینل او ښوونځي دواړو ساتنه ستاسو مسئولیت دی چې همداسې ښکلي او ودان یې وساتئ.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تخنيکي معین کپتان محمد ظاهر هم د ترمینل پر جوړېدو خپله خوښې څرګنده کړه او ویې ویل چې زموږ وزارت د ترانسپورټ اسانتیاوو په برابرولو کې خپلې ټولې هڅې کوي.
نوموړي دا د ترانسپورټ په برخه کې یو مهم پرمختګ وباله او له تمویلوونکو څخه یې مننه وکړه.
دا ترمینل د ترینکوټ د هوايي ډګر د ۱۹۷۳ کال له پلان سره سم جوړ شوی چې په یوه ساعت کې د ۱۵۰ او په ورځ کې د ۹۰۰ مسافرو د تګ راتګ وړتیا لري.
په دې پروژه کې د ترمینل تر څنګ ټولې زېربینايي چارې، ودانۍ، جنراټیري برېښنا، اوبه، امنیتي ودانۍ، د تلاشۍ اسانتیاوې او کوټې، سرک، عمومي تم ځای، د ماشومانو او ښځو تم ځای، اداري کوټې، عملیاتي کنټرول دفتر، وي آی پي تم ځای، پارکینګ او نور اړین محلقات جوړ شوي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ښوونځی
د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت، هالنډ شاهي دولت، او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ګډه مرسته په ارزګان کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو یو مجهز او پرمختللی ښوونځی د ۲۳۵۰۰۰۰ یورو په لګښت جوړ شو، چې د جوړونې چارې یې جي ای زي پرمخ وړې دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین محمد آصف ننګ د دې ښوونځي د پرانیستې پر مهال وویل که موږ په هیواد کې انکشاف غواړو نو باید انسانان تربیه کړو، تر روزنې بله ستره سرمایه ګذاري نشته.
ننګ زیاته کړه د ترینکوټ د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ښوونځي په پرانیستلو سره به د جهل ډېرې دروازې وتړل شي.
نوموړي په هیواد کې د پوهنې د چارو په اړه وویل، موږ په ټول هیواد کې د معارف د انکشاف لپاره د خلکو مرستې او د نړیوالو مالي تمویل ته اړتیا لرو.
ښاغلي ننګ ژمنه وکړه چې په ارزګان کې به د پوهنې په بېلا بېلو برخو کې کار او هڅه کوي.
د ارزګان والي حاجي امیر محمد اخندازه هم د یاد ښوونځي پر جوړېدا د خوښۍ د ښودلو تر څنګ په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې د نورو هڅو او زیار ژمنه وکړه.
یاد ښوونځی ساختماني چارو په برخه کې د پوهنې وزارت د ملي ستراتیژیک پلان سره د مرستو د لړۍ یو برخه ده.
د ارزګان د تخنيکي او مسلکي زده کړو ښوونځی، ترینکوټ ته نژدې، د ۱.۷ کیلومتر احاطوي دېوال په منځ کې جوړ شوی او د ترینکوټ او شاو خوا سیمو ۷۵۰ زده کوونکي په کې زده کړه کولای شي.
د ښوونځي ځانګړنې:
ـ د ۵۰۰ زده کوونکو لپاره د ښوونځي مجهزه ودانۍ، دوه مجهز ورکشاپونه
ـ د ۲۵۰ زده کوونکو لپاره بېله ودانۍ، د ورکشاپ لپاره مجهزه ودانۍ او د زراعتي زده کړو کارځای
ـ د موادو لپاره ګودامونه، او د زده کوونکو لپاره بېروني ودانۍ
ـ زېربنايي اجزاوي، لکه پیاده رو، د جنراټور کوټه او داسې نور
د ارزګان د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ښوونځي ټولي اداري او رسمي چارې د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت پر غاړه دي، د آمر، ښوونکو او نورو کارمندانو ګومارنه، له پوهنې ریاست سره اړیکې او مرسته، ښوونکو او زده کوونکو ته د بورسونو برابرول، او ټولو چارو تنظیم د معینیت په مسئولیتونو کې راځي.
افغانستان ته د هالنډ سفیر هان پیټرز په ارزګان کې د پرمختګ پر لیدو خوښې وښوده، او دا دواړې یې د اقتصادي بهبود په راوستلو کې مهمې وبللې او په دې برخه کې د ټولو د هڅو او مرستو مننه وکړه.

زه خو دا وایم چې مونږ خپله خو نه دومره وس لرو او نه داسې یو صنعتي هیواد لرو چې خپل جوړ شوي توکي په بهرنیو هیوادو وپلورو او بیا هغه پیسې په ټولګټو او پراختیا يي پروژو ولګوو ترڅود مکتبونو ، کلینیکونو،هوایي ډګرونو لپاره ښې او پراخې ودانۍ ولرو. د هر هیواد څخه چې د یادو شویو پروژو لپاره پیسې لاس ته راځي د الله د رضا او عامو وګړو د سوکالې لپاره یې په صحیح ډول په مصروف ورسوې ترڅو خلک مو په راتلونکي کې یوڅه ناڅه ولري. که مو دولت سره دښمني وي د دښمني په وجه ودانۍ مه ورانوي څکه چې هر راتلونکی دولت دې څیزونو ته خامخا اړتیا لري که دا هم وران کړو بیا به مو نه خپل وس رسیږي او نه به بل څوک راسره مرسته کوي چې بیا ورغول شي