چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي

ارسلا جمال په کال ۱۳۴۵ لمریز کال د پکتیکا ولایت په یوسف خیلو ولسوالۍ کې زیږیدلی. لومړنۍ او متوسطې زده کړې یې په کډوالۍ کې د سیدجمال الدین افغان لیسه کې ترسره کړي، لوړې زده کړې یې په مالیزیا کې په نړیوال اقتصاد او پولې سیستم کې ترسره کړي. د نبراسکا د پوهنتون د مالي څانګې د مسول په توګه، په پاملرنه کې د پروژي جوړولو په برخه کې، د کاناډا د هیواد بشرې مرستو له ادارې سره په کډوالې کې دندې ترسره کړي. له دوزرم زیږدیز کال څخه را پدیخوا د کلیو د براختیا په وزرات کې په دنده بوخت و، چې وروسته یې د ملي ثبات په پروژه کې هم دنده ترسره کړه. په دوزره شپږم کال کې د خوست د والي په توګه په دنده وګمارل شو چې په ۲۰۰۸ کې له نوموړي دندې استعفا وکړه، د روان کال د اپریل په میاشت کې د لوګر د والي په توګه په دنده وګمارل شو، یو څه وخت د قبایلو او سرحدونو د وزارت د سرپرست وزیر په توګه او دارنګه د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د حامد کرزي د ټاکنیزې مبارزې مسول هم پاتې شوی دی.

پوښتنه دا ده چې دا دومره لایق او په هیواد مین افغان چا شهید کړ؟

دا ښکاره خبره ده چې ارسلاجمال دداسې یوې سیمې سره اړیکه لري چې ډیرو کمو اوسیدونکو یې زده کړي کړي، او د ګوتو په شمیر څو تنو یې لوړې زده کړي لري، له دې امله دده ضایعه د نوموړي د زوکړي د سیمې دپاره او په تیره بیا د ټول افغانستان د پاره یوه ستره ضایعه ګڼل کیږي. شهید ارسلاجمال د پاکستاني استخباراتو تر سخت ګواښونو لاندې په خوست کې دنده ترسره کوله، هغه وکولای شوای چې پخپله دوه کلنه دوره کې د خوست ټولو ولسوالیو ته سرکونه پاخه کړي، د ولسوالیو تعمیرات (کامپلیسکونه) جوړ کړي او دارنګه د خوست په ښېرازه کې لویه برخه واخلي. خو په وروستیو کې د شهید جمال دښمنان نه یواخې د پولې ها غاړه کې ول بلکې په کور دننه ېې هم ډیر رقیبان پیدا کړي و. کله چې ارسلاجمال د لوګر د والي په توګه په دنده وګمارل شو، نو د لوګر امنیتې ستونزې له هر وخت زیاتې شوي وي، د لوګر لویه لار نا امنه شوي وه، خراور، اوچکانو سیمه او دارنګه د ازرې ولسوالې په ټولیزه توګه سقوط کړي و. ارسلاجمال د نا امني د ورکاوي دپاره لاس په کار شو، په ازره کې افغان حکومت اړ کړ چې تصفیوي عملیات وکړي او دا عملیات د سیمې د خلکو په ملاتړ په بریالیتوب پای ته ورسیدل. د کابل ګردیز دلوي لارې په اوږدو کې د خلکو سره په دوامداره تماس وکولای شواي نه یواځې د طالبانو ملا ور ماته کړي ، بلکې د قاچاقبرانو او دارنګه د مافیایې ډلو تګ راتګ ته یې هم خنډونه را ولاړ کړل.

د لوګر ارزښت د مس عینک د ستر کان سره هم تړلی، د مس عینک د کان کارونه په ټپه ولاړ دی، خو ددې سیمې د اوسیدونکو د پاره د رهایشي ښارګوټې د جوړیدو او د ځمکو ویش د ځمکو د مافیایې ډلو تر ګواښ لاندې وه، شهید ارسلا جمال په ټول متانت او ایماندارې ددې پروژې د پیل او ځمکې دویش پروګرام پیل کړ او پدې توګه یې یو ځل بیا دځمکو د مافیا دښمنې ته غاړه کیښوده.

د لوګر د امنیه قومندان عبد الصبور نصرتي (دمګړې په حج  کې دی)  او د ملي امنیت مشر(جنرال محمد امان) دواړه د یوې سیمې (پنجشیر) اوسیدونکې دي، چې دواړه د شورا نظار فعال غړې دي، د لوګر د ولایت د امنیتي اورګانونو مسولین دي. په وروستیو کې شهید ارسلاجمال  د امنیتې ستونزو د زیاتوالي په اړه  د سیمیزو اورګانو خپلواک ریاست ته  مکتوبې خبر ورکړ چې د ښې حکومتوالې په وړاندې ورته خنډونه جوړیږي، د سیمیزو اورګانونو خپلواک ریاست دا اندیښنې د اړونده ادارو سره په کابل کې شریکې کړي، خو څه  پایله یې معلومه نشوه. بل لور ته ، شهید ارسلا جمال د پاکستاني طالبانو د مرستیال مشر لطیف مسید د نیول کیدو او تماس خبرې په مخ بیولي، چې په وروستیو کې د هغه پټ (سرې ) کاروان څخه چې یواځې د لوګر والي، د ملي امنیت مشر او امر د امنیت پرې خبر وو د امریکایانو په واسطه د محمد اغه په سیمه کې  را کوز کړای شو. شهید ارسلا جمال د رسنیو له لارې په امریکایانو سختې نیوکې وکړي او په دې اړه موجودې اندیښنې یې له مرکز سره شریکې کړي، د شهید جمال همدا هلې ځلې  کیدای شي ددې سبب شوي وي چې  د ولایت دننه د جوړي شوي دسیسې ښکار دې شي. د اختر په لومړي ورځ ، سهار اته بجې شاوخوا امر د امنیت سمونوال ریس خان ورته د جومات دداخل د امنیت ډاډ ورکړ، د ملي امنیت مشر جنرال محمد امان سره یې په تیلفون خبرې وشوي او هغه ورسره جومات ته په لاره یوځای شو. په جومات کې چې کله هم پخوا د لرګي جوړ سټیچ ( دریځ) نه و ایښودل شوی، بلکې هر وخت به د جومات ملا له ممبر څخه خبرې کولي.په لومړي‌ ځل په جومات کې د لرګي د دریځ د ایښودلو په اړه د خلکو نظر دا دی چې امنیتې مسولینو دریځ جومات ته راوړی دی؟ دا چې کوم اورګان دا کار کړی ‌لا هم نه دی معلوم. شهید ارسلا جمال د جومات د ملا د وینا څخه وورسته د دریځ شاته را غوښتل کیږي، او څنګه چې په خپله وینا پیل کوي، دریځ د لومړې برخې له لاندې چاودنه ترسره کیږي او یواځې د لوګر والي ارسلا جمال په کې شهید کیږي، او پاتې نور کسان برسیزن ټپیان کیږي، روغتون ته یواځې درې تنه ملکي کسان وړل کیږي.

پوښتنه داده چې که طالبانو دا کار کړي وي، نو هم باید ورسره د امنیتې اورګانونو یا د ولایت له داخل څخه د یو چا لاس وي؟  طالبانو لا هم ددې برید پړه نه ده منلي ؟ که طالب دا کار نه وي کړی نو بیا شک یواځي د ځمکو دمافیا، مس عینکو دکان او د امریکایانو د اجنټانو په اړه نه بلکې د امنیتې اورګانونو د مسولینو په اړه هم شک په کار دی؟

مونږ په افغان حکومت غږ کوو، چې ددې ستر انسان د شهادت دوسیه دې پرانیستل شي، د اړونده امنیتې اورګانونو د مسولینو څخه دې پوښتنې ګرویږنې وشي، په سر کې باید د امنیت امر، د ملي امنیت مشر او اړونده نور لوړ پوړې امنیتې چارواکې له دندو ګوښه کړای شي تر څو د شهید ارسلا جمال قاتلین پیدا او محکمه شي.

د شهید ارسلاجمال روح دې ښاد وي، او فردوس جنت ځای. انا الله وانا الیه الرجعون

5 thoughts on “ارسلاجمال چا شهید کړ؟ – ډاکتر ځلاند”
  1. امنیتي مسؤلین سل په سلو کې پدې برخه کې دخیل دي او دا کار یوه دسیسه وه
    د مسئلې جزئیات باید کرزی د لوګر ولایت د ادارو او د پیښې له ځایه را غونډ کړي.

  2. I am really in shock, I can not beleive it , how it happened. I was so fond of him . I liked this soft spoken down to earth and humble leader. we have lost a very talented, patriotic and noble person.

    I am feeling that I have lost my brother. Afghanistan in general and Pashtoons in particular have lost a great leader.

    I would like to express my cordial condelences to his family and relatives.

    I think, there is a plot by security authority in Logar, it should be investugated and hang those responsible. The mullah of Mosque, Head of NDS ( Ameniat Melli) and others are responsible for his martyrdom.

    Rabbani

  3. People in Karzai administration are involved in this assassination they might be police, intelligence or local authorities. Karzai administration is failed in each of the interrogations and searches carried out after assassinations. Though Allah bless him.

  4. فکر کوم له داسی مسایلو قومی استفاده ښه کار نه ده ځلاند نيکیار صاحب پخوا هم د مسایلو په قومي کولو کی نقش درلودلی ده او دا کار یی غلط دی. په مجرمانو باید فردي تبصره وشي نه دا چي قوم یا سیمي ته منسوب شي. دا کار ځینی کسان قصدا کوي او دا پروژه ورکړل شوی چي قومونه سره بیل او اختلاف واچوي.

ځواب ورکول خوست بابا هر وخت ږاړې ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *