تاند- افغان چارواکو، سیاسي او دولتي شخصیتونو، قومي مشرانو او ګڼو نورو خلکو نن د لوګر د وژل شوي والي ارسلاجمال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ارسلاجمال د اختر په لومړۍ ورځ /سې شنبه/ د پل علم په جامع جومات کې په داسي حال کې په بمي چاودنه کې ووژل شو چې په محراب کې یې خبرې کولې.

د ارسلاجمال قبرد ارسلاجمال د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو او په پلازمېنه کې خاورو ته وسپارل شو.

جمال د افغانستان د حکومت تر ټولو جګپوړی چارواکی و چې په وروستیو میاشتو کې وژل کېږي.

که څه هم د طالبانو یوې اړوندې ډلې د هغه د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی خو د طالبانو دوو اصلي ویندویانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ارسلاجمال وژنې د خلکو سخت غبرګون وپاراوه. د شخصیتونو او چارواکو پر وژلو افغانانو ډېر لږ دومره  عکس العمل ښکاره کړی دی.

څو کاله وړاندې د شمال د پخوانۍ ټلوالې د قومندان داوود داوود پر وژل کېدو زیات عکس العملونه څرګند شوي و. نه یوازې افغانانو بلکې ځینو ګاونډیو هیوادونو هم د قومندان داوود پر ترور، چې د وژل کېدو په مهال د شمال د پولیسو د زون قومندان و، عکس العمل وښود.

د ایران دفاع وزیر د داوود له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته افغانستان ته راغی او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول ترورونه به ونه زغمي.

د نوموړي د وژل کېدو تلین هرکال لمانځل کېږي او د حملې مسوولان غندل کېږي.

د ارسلاجمال وژنه د سې شنبې له ورځې په رسنیو کې توده ده او د خلکو په هر مجلس کې په دې باب خبرې کېږي چې څرنګه یو مسلمان د خدای په کور کې او هغه هم د اختر په ورځ بمي حمله کوي. په همدې حال کې د لوګر ولایتي شورا د ارسلاجمال د وژنې په اړه د فوري او هراړخیزو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د ملي امنیت ریاست ویلي چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې ارسلا جمال ته په قرآنکریم کې بم اېښودل شوی و.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې خبرپاڼه

شهید ارسلا جمال خاورو ته وسپارل شو

خبرپاڼه

میزان ۲۵، پنج شنبه، ۱۳۹۲

د لوګر والي شهید ارسلا جمال نن پنج شنبه په درنو دولتي مراسمو خاورو ته وسپارل شو.
د شهید جنازه د دولتي تشریفاتو تر پر ځای کیدو وروسته، د سردار محمد داود خان له روغتون څخه د مرکزي عیدګاه مسجد ته راوړل شوه.

په عیدګاه مسجد کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او  د مدني ټولنې د استازو په ګډون د شهید د جنازې لمونځ وشو.

وروسته جنازه د دفاع وزارت په چورلکه کې د دارلمان ماڼۍ او ملي شورا تر منځ سیمې ته ولېږدول شوه او په هغه هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه، چې د پارلمان غړي او د دولت نور لوړ پوړي چارواکي هم پکې خاورو ته سپارل شوي دي.

د جنازې د تدفین په مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د پالیسۍ او تخینکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي وینا وکړه. نوموړي ارسلا جمال هغه والي وباله، چې وطن یې په دې ترینګلو شیبو کې خدمت ته شدیده اړتیا لرله. نوموړي د شهید جمال قاتلین د وطن او دین دښمنان وبلل. د ماموندزي په وینا د جمال شهادت د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د اداري جوړښت لپاره نه ډکېدونکې تشه ده.

د هېواد مطرح سیاسي شخصیت قطب الدین هلال له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې د جمال د شهادت عوامل په ژوره توګه و څېړي او پایلې یې له ولس سره شریکې کړي. هلال جمال هغه کس وباله، چې له وطن سره یې بې پایه مینه لرله او د همدې مینې لپاره یې ځان قربان کړ.

د جمال د کورنۍ په استازیتوب د نوموړي مشر ورور انجنیر صیب احسان الله خبرې وکړې. هغه وویل، چې جمال او دده کورنۍ تر هغو خلکو په مراتبو ډېره دینداره ده، چې د دین په نوم وژنې کوي. د ښاغلي احسان الله په خبره، جمال دېرش کاله وړاندې په تنکي زلمیتوب کې د دین او وطن د نجات لپاره جهاد پیل کړ او د ژوند تر وروستۍ ورځې یې د وطن، دین او خلکو لپاره کار کاوه، هغه څوک چې دی یې شهید کړ د خپل دې کرغېړن کار لپاره هیڅ توجیه نه لري. د جنازې مراسم د دعایې په ویلو پایته ورسیدل.

شهید ارسلا جمال د روزی خان زوی پر کال ۱۳۴۵ لمریز کال د پکتیکا ولایت،د یوسف خېلو ولسوالۍ په برات خېلو کلي کې زیږیدلی و. لومړنۍ زده کړې یې په حبیبه لیسه کې، متوسطې زده کړې په کډوالۍ کې په سید جماالدین افغان لیسه کې او لوړې زده کړي یې د ماسټرۍ په کچه په مالیزیا کې،  په نړیوال اقتصاد او پولې سیستم کې بشپړې کړې وې.

د نبراسکا پوهنتون د مالي څانګې د مسوول، په پاملرنه نړېواله موسسه کې د پروژې جوړولو د برخې مشر او د کاناډا د بشري مرستو له ادارې سره یې په مختلفو پوستونو دندې ترسره کړې دي.

په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د افغانستان بانک مرستیال و. له ۱۳۷۹ لمریز کال څخه را پدیخوا د کلیو د پراختیا په وزارت کې د اوبو لګولو د څانګې  مسوول و، چې وروسته یې د ملي ثبات په پروژه کې هم دنده ترسره کړه.

په ۱۳۸۵ کال کې د خوست د والي په توګه پر دندې وګومارل شو. په ۱۳۸۷ لمریز کال کې یې له نوموړې دندې استعفا ورکړه او د ښو خدمتونو له امله د افغانستان د جلالتمآب ولسمشر حامد کرزي له لوري د میر مسجدي خان په مډال و ویاړل شو.

په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د جلالتمآب ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتي کمپاین مسوول وټاکل شو. په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د د قبایلو او سرحداتو وزارت سرپرست وټاکل شو او د وران کال د حمل میاشتې پر ۲۷ نېټه د لوګر ولایت د والي په توګه و ټاکل شو.

د لوی اختر پر لومړۍ ورځ، چې د میزان له څلور ویشتمې نېټې سره برابره د ه، د خاورې، ولس او دین دښمنانو په داسې حال په شهادت ورساوه، چې د اختر لمونځ کوونکو ته یې وینا کوله.

2 thoughts on “د ارسلا جمال جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شو”
  1. گروه طالبان با اینگونه اعمال ضد اسلامي و ضد افغاني شان یک چیز را بمردم ما ثابت میسازند، که همانا منافقت و کفر آنها باشد، و خلاص.

  2. !پنجشېر يانو مړ که ، داړه امنيتي ارګانونه د پنجيانو په لاس کې دي او دشورايې نظار کلک غړي دي

  3. زه فکر کووم چی والی صاحب روسانو شمال ټلوالی او پاکستان په ګډه وواژه ځکه چی راتلونکی کی دعبدالله او دوی په مخ کی غټ خنډ وو

ځواب ورکول Gholam Nabi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *