تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې افشا کړه چې اروپايي هیوادونو القاعده شبکې ته په ملیونونو ډالر باج ورکړی دی.

نیویارک ټایمز د مالي په پلازمېنه باماکو کې د هغو ۵ بکسونو یادونه کوي چې پنځه ملیون ډالره پکې ول او القاعده شبکې ته د باج په توګه ورکړل شوې.

ورځپاڼه وايي چې جرمن ماموران په یوه پوځي الوتکه کې له ډکو بکسونو سره راغلل خو له تشو بکسونو سره بېرته لاړل.

په معامله کې د شپږو شاملو دیپلوماتانو په وینا د جرمني حکومت دا پیسې په ظاهره مالي ته د بشري مرستو په نوم لېږلې وې خو په حقیقت کې پیسې د القاعده شبکې هغې ډلې ته ورکړای شوې چې ۳۲ اروپايایان یې یرغمل کړي ول.

له ډالرو ډک بکسونه په پیک اپ موټرونو کې تش شول او د شمال لور ته څو سوه کیلومتره لېري روان شول چې ږیرور جنګیالي پکې دېره دي. دوی په دښته کې پر یوه کمپله پیسې وشیندلې او ویې شمېرلې.

نیویارک ټایمز وايي چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د اروپایانو برمته کول د القاعده شبکې لپاره په یوه کاروبار بدل شوی.

1سره له دې چې اروپايي هیوادونه القاعده ته له باج ورکولو انکار کوي، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له لوري یوه څېړنه ښيي چې القاعده او له دې شبکې سره تړلیو ډلو له ۲۰۰۸ څخه تراوسه پوري له دې درکه ۱۲۵ ملیون ډالره ترلاسه کړي. د دغو پیسو په منځ کې ۶۶ ملیونه یې یوازې تېر کال لاس ته راوړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې القاعده شبکې په یاده موده کې (له ۲۰۰۸ راوروسته) ۱۶۵ ملیون ډالره باج اخیستی دی.

ورځپاڼه وايي، پخوا به القاعده له خپلو پلویانو بسپنې یا چندې ټولولې خو اوس یې باج غوښتنو ته مخه کړې ده.

0 thoughts on “اروپايي هیوادونه القاعده شبکې ته په ملیونونو ډالر باج ورکوي”
  1. امریکایانو و افغانی جنګسالارانوته خومره بیسی ورکړی دی؟ دا حساب خوک لری.

ځواب ورکول سردار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *