تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون وايي، د تاوتریخوالي د راکمولو په تړاو د امریکا او طالبانو تعریفونه یو شان نه دي.

دغه اروپايي دپلومات وايي، د اوربند د ټینګښت په اړه د افغان حکومت دریځ په حقه دی او کابل له اوربند څخه مشخص تعریف وړاندې کوي، مګر په وینا یې چې د طالبانو او امریکایانو تعریفونه د تاوتریخوالي د راکمولو په تړاو ډېر توپیر لري.

د پیري مایډون په خبره د تاوتریخوالي راکمول مشخص تعریف نه لري.

مایډون همدا راز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي د سولې له هوکړې وروسته باید د افغانستان په نوي حکومت کې بشري حقونو، د ښځو حقونو او ولسواکۍ ته بشپړ احترام وشي، ګني په وینا یې چې له دې پرته اروپايي ټولنه له افغانستان سره مرستو ته دوام نه شي ورکولی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو، افغان حکومت او امریکا په دې وروستیو کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

One thought on “اروپايي ټولنه: افغان حکومت د اوربند په غوښتنه کې په حقه دی ”
  1. د تاوتریخوالی کمول ! د طالبانو دغه مبهم او غیر منطقی پیشنهاد د صلحی مفهوم نه ورکوی ، دتاوترخوالی کمول خو بی شماره درجی لری په کومه درجه کمول ؟ اول خو د بیخه دغه اصطلاح غیر اسلامی ، غیر بشری ده په دی معنی چه د تاوتریخوالی کمول یعنی د افغانانو خونرزیزی اووژلو کمول ! دا ددی معنی هم ورکوی چه طالبان د افغانانو وژنه د ځان حق بولی ، نو دا څخګه یو خونخواره ، د صلحی ضد وړاندیز دی ؟ ددی غیر اسلامی او غیر بشری وړاندیز نه هدف دادی چه طالبان او دهغوی خارجی حامی او تجهیزونکی دولت غواړی د صلحی هسی بی نتیجی خبری او جنګ موازی دوام ولری او بس ! د اشرف غنی واړاندیز د رښتینی صلحی وړاندیز دی هم په شرعی او هم په بشری حقوقو مبنی وړاندیز دی ، هغه داچه د صلحی مذاکرات دی په مکمل اوربند شروع شی .او دا اوربند داسی محک او چلنج هم دی چه ددواړو طرفو د جنګ صداقت او سیاسی اراده تر امتحان لاندی راولی . د طالب چارواکو د پاره د ډیر شرم ځای دی چه د صلحی په مورد کی په ډاګه د اسلامی شریعت نه تیښته اختیاروی ، خود افغان ملت په دی هم پوهیژی چه طالب چارواکی د خپل واک نه دی او دغه د تاوتریخوالی د کمولو وړاندیز اصلآ ددوی نه بلکه د پاکستان د نظامی چارواکو طرحه ده چه د طالبانو د لوډسپیکرنه راوزی . د افغانستان د اسلامی جمهوریت رهبری ته په کارده چه په خپل اصولی او صادقانه دریځ کلک ودریږی او هغه داچه مذاکرات باید د مکمل اوربند نه شروع شی ، د افغانستان دملت غوښتنه هم همدغه ده .

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *