تاند، چهارشنبه، د دلوې ۳۰مه: د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ په چارو کې جګپوړي استازي جوسیپ بوریل ولسمشر اشرف غني ته ټیلفون کړی او  په ټاکنو کې د بریا مبارکي یې ورکړې.

په دې اړه د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي چې اروپایي ټولنه دیته سترګې په لار ده چې د محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د اروپایي اتحادیې په اعلامیې کې هم د افغانستان د انتخاباتو د کمیسونونو کار ستایل شوی دی: ” اروپایي ټولنه ټاکنیزې ادارې ستایي چې د ننګونو باوجود یې خپل کار وکړ.”

دغه اروپایي چارواکي ویلي چې اروپایي اتحادیې تل په افغانستان کې د اساسي او اداري کاري چوکاټونو ملاتړ کړی دی.

جوسیپ بوریل همدارنګه د محمد اشرف غني دا ژمنه هم وستایله چې وایي داسې یو حکومت به جوړوي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شي او د ټولو خواو استازي پکې شامل وي.

دغه اروپایي چارواکي ټینګار کړی چې تر دې وروسته مهم اقدام باید د ټول شموله سولې پروسې د ملاتړ لپاره د یووالي یقیني کول وي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د سولې دا فرصت باید د لاسه ورنکړل شي او پکې زیاته شوې چې اروپایي ټولنه د سولې د پروسې ملاتړ ته چمتو ده.

د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ په چارو کې د د اروپایي ټولنې جګپوړي استازي، جوسیپ بوریل همدارنګه ویلي اروپایي ټولنه په افغانستان کې په اوږ مهال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ کوي چې د قانون حاکمیت لا قوي شي چې دا د ټول افغان ولس اساسي حق دی.

2 thoughts on “اروپایي ټولنه: له غني سره به په ګډه افغانستان ته کار وکړو”
  1. د عبدالله لنډغر که د خپل افغان ملت نه نه شرمیژي خو حداقل د دنیا نه دی وشرمیژی چه د جمهوریت فرهنګ څه دی د جمهوریت فرهنګ ایجابوی چه خپله ماته هم په انتخاباتو کی ومنی او صحرایی ضد نه لاس واخلی ، که نه د اروپایانو څرګندونو ته دی لږ پام وکړی ، د موازی حکومت قیمت ډیر دروند دی که لوږ فکر وکړی او نه هم د ا غلطی وکړی چه د افغانستان اوسنی وضعیت د ۳۰ یا ۴۰ کلو مخکینی وضعیت دی ، اوس د عبدالله د ټیم او طالب تروریستانو د غوښتنو فرق څه شو ؟ طالبان هم جمهوری فرهنګ نه منی او دبدماشی لاره یی غوره کړی همداسی څه وخت مخکی یی د یوتعداد ولایاتو غوښتنه کوله یعنی موازی حکومت ُ خو چا یی منطق و نامانه همداسی
    د ډاکترعبدالله د ټیم منطق ملت او دنیا والو ته بی اساسا او بی ارزشه راووت

  2. جلاالتمأب د افغانستان قانونی رئيس جمهور دوکتور اشرف غنی ته د زړه له کومی مبارکی او هیله درڅخه کیږی چی ددی قاتلانو او چورکوونکیو غوغا او باټو باندی غلط نشی او محکم د ملت رائيو ساتلو ته استقامت وکړی اوددی خبیثو جاسوسانو ، قاتلانو او چورکونکیو څخه دا مظلوم او ځپلۍ ملت د قانون له مخی نجات ورکړی او دا خائينین د قضی محاکمو ته وسپارلۍ شی اوددوی څخه دا غلا شوی ډالر ، ایرو سره د دوی ناروا نور تر لاسه کړی ثروتونه ضبط او ملت ته وسپارلۍ شی او پری نښودای شی چی د افغانستان تجزی ته زمینه برابره کړی نو د تاسو داسی پاک مقاومت او اقدام به د افغانستان تاریخ کښي ځلانده ځای ونیسی !!! ددی په امید

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *