تاند، جمعه، د حوت ۲مه: ارګ وایي، تر هغو به پنځه زره طالب بندیان خوشې نه کړي چې دغه ډله ورسره مخامخ خبرو ته حاضره شوې نه وي.
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د بین الافغاني مذاکراتو د باور جوړونې په موخه به ۵۰۰۰ طالبان او ۱۰۰۰ تنه حکومتي منسوبین له دواړو خواو پریښودل شي.

خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي بیا دا معامله رد کړې او ویلي یې دي چې تر هغو به دې معاملې ته تن ورنکړي، ترڅو چې طالبانو ورسره منحیث دولت مذاکرات نه وي کړي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي وایي: ((کله چې موږ د دولت په توګه له طالبانو سره مذاکرات پیل کړو، نو د هغوی د بندیانو خوشې کیدل به په طبیعي ډول تر بحث لاندې نیول کیږي، موږ به خپل اساسي قانون او ګټې په پام کې نیسو او پر اساس به یې پریکړه کوو.))

صدیقي ویلي امکان نلري چې د دولت او طالبانو تر مذاکراتو وړاندې دا معامله ترسره شي.

ارګ داسې مهال دا غبرګون ښیي چې تازه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه مرکه کې ویلي دي چې له امریکا سره په نهایي شوي تړون کې  د کابل له حکومت سره د مذاکراتو یادونه نه ده شوې او دوی به د ټولو افغان جنګي لوریو له یوه ټولشموله ټیم سره مذاکراتو ته کیني.

2 thoughts on “ارګ: تر څو طالبان راسره د دولت په حیث مذاکراتو ته حاضر نه شي بندیان یې نه خوشې کوو”
  1. دا به لوی جنایت وی چه د یوی واقعی سولی په غیر طالب بندیان ازاد کړل شی۰
    ځکه دا د افغان سربازانو په سر قربانیو نیول شوی دی۰ دا به د هغه شهیدانو سره جفا وی کوم چه د وطن په لار کی یی ځانونه قربان کړی دی۰ که قطعی سوله ونه شی احتمال لری چه د دشمن صفوفو ته دوباره ولاړ شی۰
    مننه

  2. طالبان دی شرایط نه ایږدی ، دا ځکه چه دوی تر اوسه د افغانستان اسلامی دولت سره خبرو ته حاضر نه دی اوحتی وایی چه دغه دولت په رسمیت نه پیژنو ، که رښتیا طالبان صلحه غواړی اول باید دافغنستان اسلامی جمهوری دولت به رسمیت و پیژنی ، بیا به ددی دولت سره مکمل اوریند اعلان کړی او بیا به د زندانیانو په تبادلی خبری وشی او همداسی ، د جمهوریت او انتخاباتو سیستم به منی او نوری مسئلی چه پرتی دی په هغو به خبری وشی ، صلحه دوطرفه لارده داسی نشی کیدلای چه طالبان یوازی خپلی غوښتنی وړاندی کوی خو د افغانستان ددولت غوښتنو ته غوږ نه نیسی داسی هیڅ وخت هم صلحه نه ده شوی

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *