تاند- ارګ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د څرګندونو په ځواب کې وویل چې دا ډول خبر‎ې د ښاغلي دوستم د مقام او حیثیت خلاف دي او د بنیادي اصلاحاتو مخه نیسي.

« دا څرګندونې په داسې حالت کې کېږي چې د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو او نقطو کې له تروریستي ډلو سره په مبارزه بوخت دي. همدارنګه په دې موده کې د بین المللي همکارانو په منځ کې د افغانستان د موقعیت د اعتماد د جلب او بروکسل کنفرانس کې د هېواد د ودې او بیا رغاونې لپاره د زیاتو منابعو د تامین لپاره د جمهور رئیس کوښښونه ثمر ته رسېدلي. د دې ټولو باوجود د هېواد په ټولو تصمیم نیونکو جوړښتونو لکه ”کابینه او امنیت شورا“ کې د کلیدي غړي په توګه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال څرګندونې په اوسنیو شرایطو کې د هغه د شان او مقام خلاف دي.»

دوستم د هیواد ولسمشر په قومپالنې او اجراییه رييس په بې کفایتۍ تورن کړي دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د اساسي قانون او خاپوړې ولسواکۍ په رڼا کې اوس د متقابل درک او د هیواد په لویو او تصمیم نیوونکو اورګانونو کې په هره کچه هر راز بحث ته ظرفیت شته.»

د ارګ په خبرپاڼه کې بې له دې چې په ښکاره په جنګي چارو کې د دوستم له ګډون سره مخالفت وښودل شي، راغلي«ښاغلی دوستم د یوه ملکي چارواکي په توګه له ټولو قانوني او ورسپارل شویو صلاحیتونو استفاده کوي. د افغانستان ولسمشرۍ ټینګار کړی چې ښه دا ده چې متفاوت نظرونه او پلانونه د هیواد په سترو تصمیم نیوونکو مراجعو کې وړاندې شي.»

په خبرپاڼه کې د دوستم له لوري په عام محضر او ټولنیزو رسنیو کې د ده څرګندونو ته په اشارې راغلي«په مجازي نړۍ او د تصمیم نیوونکو مراجعو له دایرې دباندې د دې ډول بحثونو مطرح کول له یوې خوا د بینادي اصلاحاتو خنډ کېږي او له بلې خوا د هیواد د دښمنانو سو استفادې ته موقع برابروي.»

جنرال دوستم د جمعې په ورځ د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل چې ولسمشر د ده واک او صلاحیتونه اخیستي دي او دی نور د واک د تمرکز ملاتړ نه کوي.

ده د ملي امنیت رييس ښاغلی ستانکزی د ځان خلاف په دسیسې، د رباني په قتل کې په لاس لرلو او له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د دوستم د تورونو په اړه ویل شوي «هغه په ضمن کې د هېواد په ځینو بنسټونو جدي تورونه لګولي چې دا تورونه د هېواد د عدلي او قضایي بنسټونو له لوري هر اړخیزې ارزونې او څېړنو ته اړتیا لري، تر څو د هغو صحت او عدم صحت تثبیت او د هېواد د قوانینو مطابق ورسره چلند وشي. حکومت همدارنګه ځان مکلف ګڼي زموږ د هغو هېوادوالو شکایتونو ته رسیدګي وکړي چې طالبانو او په وروستیو جنګونو کې ټولو ښکېلو ځواکونو ورسره بدچلند کړی او په جرایمو مرتکب شوي.»

دوستم دا هم ویلي چې ولسمشر غني یوازې د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت د رييس معصوم ستانکزي او د خپل دفتر د رييس خبرو ته غوږ نیسي.

8 thoughts on “ارګ د دوستم پر څرګندونو عکس العمل وښود”
  1. د جنرال دوستم سخه خو وااله که د ۵ ماشوم لا گیله وکری پریژدی هر سه چی وایی پروا نه کوی

  2. دوستم په جګړو کی ډیره بدنامه څیره ده، نورباید دوستم ته وخت ورنه کړی شی چه په دیی مړه دیموکراسی کی هم په درجنو خلک ووژنی، حکومت باید داساسی قانون په مطابق دوستم دجنګی جرمونو اداری ته دجزآ په خاطر معرفی کړی، اودغه چوکی ته یو بل ازبک ورور معرفی کړی

    د داعیش، دوستم او طالیب څرګندونی همیشه د ملی یوالی حکومت په ضد دی، حکومت مجبور دی چه دغه سړی نور دارګ په دروازه کی منع او ژر تر ژره یی دجنګی مجریمونو اداری ته ورسوی

    1. عبدالله صاحب دیره مننه دوستم خو د تول بشریت دشمن ده او یو لوی خر دی ربالعزت دی دی په دنیا او اخریت وشرموی امین

  3. جناب جنرال صاحب #دوستم دیروز سخنان غیر مسؤلانه و خلاف منافع #ملی را بزبان آورد. میخواهم چند سوال از او بپرسم:
    1. جناب جنرال صاحب آیا خبر داری که در دفتر شما یک #پشتون و یا یک #تاجک هم استخدام نشده
    2. آیا خبر داری که هیچ پشتون و یا تاجک در دفتر #محقق صاحب کار نمی کند
    3. آیا خبری داری هیچ تاجک و یا پشتون از طرف شما به رئیس صاحب #جمهور غرض اخذ پوست دولتی معرفی نشده
    4. آیا خبر داری که سهم شما سهم #ازبک ها است نه از تباران دیگر
    5. میخواهم یک مثال بزنم. رئیس جمهور تمام اتباع افغانستان را در #ارگ مقرر نموده است. حتی تعداد از افراد غیر پشتون بیشتر از پشتون ها است در حالیکه باید چنین نباشد. بخاطریکه حکومت تقسیم شده و هر کس می فهمه سهمش. ولی باز هم رئیس جمهور ملی فکر می کند و تعیینات را به اساس شایستگی انجام می دهد
    6. جناب دوستم صاحب. رئیس جمهور از شما خواست تا دو نفر را برای شورای #امنیت ملی و اداره امور منحیث معاونین معرفی نمائید. شما هر دوی این افراد را از تبار ازبک معرفی کردین. آیا پشتون، #هزاره و یا تاجک نبود که معرفی می کردین. یکی این افراد آقای #ذکی است و دیگریش فریدون الهام
    7. جناب دوستم صاحب!!! #سخنگوی شما ازبک است در حالیکه سخنگوی رئیس صاحب جمهور از نیمروز است. ماون سخنگو اش مرتضوی هزاره است. سخنگوی محقق صاحب هزاره ، سخنگوی محمد خان پشتون، سخنگوی آقای #دانش هزاره، سخنگوی ضیا مسعود تاجک، و سخنگوی داکتر صاحب عبدالله تاجک است. جای شرم است برای شما که اتهام قوم گرایی را به شخص رئیس جمهور می زنید.
    8. هر زمانیکه در مناطق ازبک نشین جنگ باشه باز منحیث قهرمان به آنجا می روی در حالیکه وظیفه شما در قانون مشخص است ولی در مناطق پشتون نشین و یا تاجک نشین یک بار هم نرفتی، آیا شما متعصب هستین یا رئیس جمهور
    وسلام

  4. دوستم خپله هم قاتل ، زورګیر او غل دی، ځکه که غل نه وی د بریښنا پیسې به یې ورکړی وی او بل دا چې دده نه لوی قوم پرست بل څوک دی. هر وخت چې دده په قوم حمله وشي دا ورپسې په ناقانونه ډل روان شي. ولې کله جنوب یا شرق ته د جنګ لپاره نه ځي؟ دا څه کاره دې چې جنګ ته ځي وزیر دفاع که معاون د ریس جمهور او که د ازبکانو نماینده؟
    څه یې چې د عبدالله د بې کفایتۍ په اړه ویلي هغه خو روښانه خبره ده او اشرف غني په ریښتیا هم قوم پرست دی د لوګري او احمدزي ننګه کوي، مګر زمونږ نظام داسې جوړښت لري چې په حقیقت کې ټول غله دي او هر یو د خیانت لپاره راغلی. افسوس پدې دی چې زمونږ ملي ځواکونه او خلک بې ځایه د یو څو غلو، ګوډاګیانواو د پردیو په جنګ کې زمونږ د تش په نوم مشرانو لخوا قرباتي کیږي.

  5. دتاریخ په طول لوی ملی قهرمانان پداسی وختونو کی را میدان ته شوی چی په خلکوکی دموجودو مشرانو
    ټولی هیلی اوامیدو ختم شویدی. دالله تعالی نه د هغه لوی منجی او قهرمان دراوتلو په هیله
    حسن

  6. ډیر د تاسف ځای دی چی ملک لمړی مرستیال دغسی ناوړوی خبری وکی خو به حقیقت کی د دوستم دا ډولو خبری د دی ځرګندونی کوی چی دی مطلق بی سواده دی د دځخه لویان خو لاځه کویی باید ماشوم لا ځینی ګیلاه ونه ګړی

  7. ګوری وروڼو!
    له هرچا سره چه خبری کوو باید د هغی فهم ،معیارونه او سوابق هم ورسره پام کی وساتو ، پداسی بحثونو کی موږ پاخه علمی او دینی معیارونه ،نشو مطرح کولی ځکه چه ډیر خلک ورسره آشنا ندی او نه ډیر خلک مو پر هغی تله سم راخیژی.او نه یی منی که
    لږ ځیر شو موږ داسی ډلی د مجاهدینو لرو چه یواځی ځان مستحق د ټولو امتیازاتو بولی ،داسی ملیشی هم لرو چه حکیمانه برخورد غواړی او تیر تقریبا ۴۰ کاله د سالمی اداری نشتوالی ډیر آفات یی زیږولی چه دا د دلسوز اوباتدبیره حکامو وظیفه ده چه دا مختلف صنفونه د ټولنی هماهنګ او رشد ته یی سوق کړی . او کارآمد انسانان تری چڼ او د ملت دروند بار وروسپاری،اوس څوک مه خپه کوی، د حساب وخت ندی ،ټول په کور د ننه وساتی ،نور د ښمنانو چانس او ابزار کم کړی ،هغومره ورکړی چه د بل افغان حق تلف نشی خو ددی ټولو تر څنګ د سالمی اداری او قیادت تقویت مه هیروی او د صلح،دعوت او اصلاح ژبه کارول تر ټولو غوره بولم ،دا ټولی بلاوی کرارول ، دا دومره دښمنان چه زموږ اختلاف او لنډی دوستانو راوستی ، ددی ټولو تر مینځ ملی اهدافو ته رسیدل څه آسانه کارندی ، هغه چه لږ روغ دی باید تقویه شی ځکه دا مو اسلامی او ملی وجیبه ده .

ځواب ورکول Rahimullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *