تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: ارګ د ولسمشرۍ د نوماند او د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د کابلبانک په فساد بندي مشر خلیل فېروزي ارګ ته د ۳۰ میلیونه ډالره بډو د ورکړې په بدل کې خوشې شوی دی.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي وايي، په دې تړاو د ښاغلي نبیل ادعا له یوې مخې بې اساسه او بې بنسټه ده، بلکې نبیل دا خبرې د ولس د غولولو او کمپاین لپاره کړې دي: (( نبیل دا د ولس غولونې او کمپاین لپاره کړې ده. د فیروزي په تړاو یوه عدلي، صحي، امنیتي او قضايي کمېټه تشکیل شوې وه او همغې کمېټې ویلي چې نوموړی سخت مریض دی، موږ کور ته واستاوه او هلته به یې کلک څار لاندې ساتو.))

خلیل الله فېروزي د کابل بانک مؤسس او مشر و چې د دغه بانک د میلیوني فساد په تور زندان ته اچول شوی و، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د پورونو د لنډولو په خاطر خوشې شو، مګر کله چې نیوکې زیاتې شوې، حکومت بیا ونیو او تر اوسه یې بندي ساتلی و.

2 thoughts on “ارګ: د فېروزي د خوشې کولو په تړاو د نبیل څرګندونې د ولس غولولو لپاره دي”
  1. درد نبیل بیشتر میشود ولی سوال اینجاست که اینها به یک باره گی چطور کاندید میشود و پول این مصارف گزاف را از کجا میکنند در حالیکه یک مامور دولت آن هم بیکار عقل سلیم حکم میکند که به نفع یک کشور حلقه غلامی بپذیر ، هر چی که خواهی باد کو و بکو !
    رحیل گابل

  2. Ashraf Ghani is not even getting his salary from existing job and he is working for free, he had high paying jobs, him and his wife have good retirement incomes, their children are working and have good incomes. Nabil is out of his mind about what he says about Ghani, no one will believe his scraps.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *