تاند- ارګ یا د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرايي ريیس د دوهم مرستیال محمد محقق د وروستیو څرګندونو په اړه توند غبرګون ښکاره کړ.

ارګ نن /چهارشنبه/ په یوه اعلامیه کې ویلي، په تهران کې د اجرايي ريیس د دوهم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان د نافذه قوانینو، د هیواد د ملي ګټو، امنیت او ثبات او دغه راز د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ خلاف دي او په هیڅ صورت دا څرګندونې د افغانستان د دولت د نظرونو استازیتوب نه کوي.«نو باید په هیڅ صورت د کړکېچ او یا خدای مه کړه زموږ په خلکو کې د نفاق سبب نه شي. دا څرګندونې د ملي ګټو او د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د افغانستان د دولت له لوري په جدي ډول څېړل کېږي.»

محمد محقق په تهران کې د اهل بیت مینه وال په نوم کنفرانس ته ویلي و« زه له عراقه رانیولې تر سوریې، ایران، افغانستان او پاکستان پورې د ټولو هغو جنګیالیو مننه کوم چې په دې جګړه کې یې همکاري وکړه او بریالي شول. په حقیقت کې دا د کفر او د نړیوال استکبار د دسیسو پر ضد د اسلام جنګ و.»

د افغانستان د ولسمشرۍ په اعلامیه کې ویل شوي«د افغانستان قوانین، خپلو اتباعو ته پوځي او عسکري خدمت یوازې او یوازې د ملي حاکمیت په چوکاټ کې او د هیواد د ویاړلي بیرغ تر سیوري لاندې جواز ګڼي او بس. حکومت په صراحت وايي چې افغانستان هیڅکله په نیابتي جنګ کې شامل نه و او اجازه به ورنه کړي  چې دا هیواد په اینده کې د نیابتي جګړې پر میدان بدل شي.»

ارګ همداراز ویلي چې د افغانستان حکومت اراده لري چې د نورو هیوادونو په شخړو کې د ښکېل شویو افغان اتباعو ستونزه د تفاهم او دوه اړخیز درناوي له لارې په سیمه کې د نړیوالو اصولو پر اساس حل کړي.

محقق (د اهل بیت مینه وال او د تکفیریانو مسله) په نوم غونډې ته په وینا کې ایرانی جنرال قاسم سلیماني هم وستایه چې په سوریه کې یې د فاطمیون په نوم د افغانستان د شیعه اجیرانو یا ملېشو لوا د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره جوړه کړې ده.

د محقق څرګندونې د ملي شورا د دواړو جرګو د غړیو او ګڼ شمېر نورو افغانانو له سخت عکس العمل سره مخامخ شوې.

2 thoughts on “ارګ د محقق څرګندونې د قوانینو او ملي ګټو خلاف وبللې”
  1. باید به څارنوالی برای تحقیق وبررسی معرفی شود،نخست از وظفه دولتی سبکدوش شود، چنین اشخاصی دولتی که ازتریبون کشورهای بیګا نه خلاف منافع ملی صحبت میکند قابل بخشیدن نیست

ځواب ورکول AKBARY SAID ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *