تاند، سه شنبه، د اسد لومړۍ: افغان حکومت د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون له واشنګټن څخه توضیحات غوښتي چې ولې یې په یوه اوونۍ کې د افغانستان د محوه کولو لافه وهلې ده.
ارګ په دې تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي، له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس ده خو د افغانستان خلک هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، «موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. افغانستان به تل د نړۍ د سیاست په صحنه کې په قوت او عظمت پاتې شي.»
خبرپاڼه کې راغلي چې کابل د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان د لومړي وزیر او د جمهوررئیس ټرمپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.
ارګ دغه راز وايي، واشنګټن دې د دې مسالې اړوند تحولات په دوامداره توګه د افغانستان له ازادو خلکو سره شریک کړي.
ټرمپ د پاکستان له صدراعظم سره په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ په اړه وویل. که امریکا وغواړي د افغانستان جګړه به په یوه اوونۍ کې وګټي.
ده زیاته کړه«نه غواړو چې ۱۰ ملیون تنه ووژنو. ممکن افغانستان د نړۍ له نقشې ورک شي. خو نه غواړم چې داسې وشي.»
ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل«داسې پلان لرم چې په لنډ وخت کې د افغانستان جګړه بریالۍ شي.»
دا هسی یو خیال دی چی دا یهود یی وینی دلته ډیر خنځیری ککری خاوری شوی . په زمریانو پسی تل د کلی سپی غاپی ولی هیڅ نسی کولای دا د طالبانو لپاره یو درس دی چی دوی خپل خلک نه وژلی نو ولی به شغال پر موږ پسی قولی وهلی. طالبانو چی د کوڼډو او یتیمانو د سولی غوښتنی ته لبیک ویلی وای خلکو به اوس په خپلو لیمو ګرزولی او داسره کفار په یوه میاشت کښی ورکیدل. ټرمپ هم دا مونلی چی مسلمانان بو بل وژنی چی هره لوبه ورسره وکړی د پوښتنی څوک یی نسته . موږ په دی ښه پوهیږو چی دا نظریه او د ټرمپ یهودی نده بلکی دا د باجوه او عمران خان یو ورکړی پاس دی. بیدار سی افغانانو چی دسییی ډیری دی له خپلو کټو تیر خپل اولس او حتی ټولی اسلامی نړی ته فکر وکړی.