تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د ارګ یوه مؤثقه سرچینه وایي، ولسمشر غني ته خلیلزاد د لوړې د مراسمو ځنډولو وړاندیز کړی خو ښاغلي غني ورته ویلي، چې د سولې پروسه کې دې د افغانانو د تضعیف څخه لاس واخلي او دوی به هیڅکله د امریکا په فرمایش د لوړې مراسم ونه ځنډوي.

تر دې وړاندژ رویټرز خبري آژانس د امریکايي سرچینو له قوله لیکلي و چې واشنګټن د خلیلزاد په وسیله له ولسمشر غني غوښتي چې د لوړې مراسم وځنډوي؛ خو ولسمشر یې دا غوښتنه په قهر رد کړې ده.

د سرچینې په وینا، ولسمشر غني په تونده لهجه خلیلزاد ته ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو واحد جهت او قوي حکومت ته اړتیا ده او امریکا دې معقولیت ته غاړه کېږدي چې د خلکو په رایو رامنځته شوی حکومت په تدبیر او واحد دریځ د سولې مذاکرات پرمخ وړلی شي.

سرچینه زیاتوي، له لومړي سره د امریکا فشار د همدې لپاره و چې یو مصلحتي حکومت رامنځته شي، خو د ولسمشر غني ټینګار پر ټاکنو ځکه و چې د سولې د مذاکراتو د بریالي کولو او په نظام کې د طالبانو د راګډولو لپاره یو واحد او غښتلي حکومت ته اړتیا ده او د پخوانیو تجربو پر اساس څو جهتي حکومت حد اقل یو واحد مذاکراتي پلاوی هم نشي رامنځته کولی.

دا په داسې حال کې ده چې سرچینه وایي، تېره ورځ حامد کرزي هم د روان جنجال د حل لپاره ولسمشر غني ته وړاندیز کړی چې عبدالله ته په حکومت کې غوښنه ونډه ورکړي، خو ولسمشر د هغه دا خبره هم رد کړې ده.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145081

2 thoughts on “ارګ: په هر شان به ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ لوړه کوي”
  1. په خواشینۍ سره باید ووایو چې په افغانستان کې د ټولو ناخوالو اصلي مسوول پخوانی تش په نامه ولسمشر حامد کرزی دی. د پاکستاني استخباراتو په غوښتنه او فرمایش غله ته وایی چې غلا کوه او د کور څښتن ته وایی چې غل درغی .
    دوی په خپله څوارلس کلنه واکمني کې د خپل ولایت او کابل ترمنځ څومره ښکلی سرک جوړ کړ . دا یې مشت نمونه ای خروار یو مثال دی.

  2. کیدای شی داځلی امریکا هم سوله ونکړی او هم د لوړی مراسمو په وړاندی خنډ جوړ کړی ترڅو بیا په افغانستان کی همغه داخلی جګړی زور واخلی او امریکا، ایران او پاکستان او همدارنګه روسیه دلته د خپلو مزدورانو په زور له ولس څخه د سپر په توګه خارجی برنامی مخی ته بوځی
    مګر زما نظر بیا هم داده چی ولسمشر باید خپل پلان او ملی غرور او پښتونولی په کتو د ولس او خپلو احمدزیو مشرانو سره مشوره واخلی ځکه د احمدزیو قوم مشران لویی لویی قومی شخړی خلاصولی شی نو معلوم داره خبره چی دا جنجال د یوی ورځی کار دی

    نو پکار ده چی ولسمشر اشرف غنی احمدزی د خپلو پلورنو او نیکو نوم ته په کتو همدارنګه د خپلی علمی او پنځکه کلنی ولسمشری تجربی او سیاسی ځیرکتیا ته په کتو کوټلی ګامونه پورته کړی
    ترڅو په تاریخ کی ځان نیک نوم پریږدی چی قوم او افغانان یی دده د نوم په یادولو سره افتخار وکړی
    کچیری د امریکا غوښتنو ته تسلیم کیږی معنا دا چی موږ افغان ولس باید بیا ۵ کاله په اور کی وسوځول شو او د تل لپاره بیکاری او فقر کی پاتی عمر همدا بیهوده او بیځایه او بیکاره تیر کړو
    او هغه کسان چی نن یی امیدونه خپلواک افغانستان ته پاتی په اوبو لاهو کړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *