تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: افغان سندرغاړې اریانا سعید په لندن کې د ناټو سرمشریزې په حاشیوي پروګرام (ناټو انګیجز) ته وینا کړې او د بشر د حقونو د یوې فعالې په توګه یې بیرته د طالبانو د واک ته رسېدلو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې.
اریانا سعید د افغان سولې مذاکراتو هرکلی کړی خو زیاته یې کړه که طالبان واک ته ورسېږي نو وېرېږي چې ښځې به بیرته له خپلو پرمختګونو او حقونو بې برخې شي.
نوموړې ویلي، په خپله یوازې د امن د هوکړې غوښتونکې ده خو نه غواړي چې ښځې د خپلو حقونو پر وړاندې بیا یو ځل لوی خطر ته غاړه ورکړي: (( زه فکر کوم چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې کورنۍ جګړې او تاوتریخوالی بیا پیل شي، ځکه هلته ټول وسله وال د پیسو او زور د ترلاسه کولو لپاره پر یو بل بریدونو ته چمتو ناست دي.))
نوموړې ویلي، وسله وال به د خپلو ګټو لپاره د سلګونه زره بې ګناه انسانانو د خوندیتوب پروا ونه کړي او افغانستان به یو وار بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل کړي.
اریانا سعید همدا راز د افغان ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې په اړه د نړیوالې ټولنې مننه وکړه: (( ستاسو د ټولو په موجودیت کې زموږ له سره یوه لویه ننګونه او ګواښ پورته شو، ما د ا فغان ځواکونو له برکته ما په هغه فوټبال سټیډیوم کې سندره وویله چېرته چې ښځې په مرمیو په سر ویشتل کېدلې او خلک به یې نندارې ته رابلل.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ناټو مشران ۷۰مه کلنۍ غونډه په لندن کې پیل شوه. د دې غونډې اجنډا له ترهګرۍ سره مبارزه، د وسلو کنټرول او له روسیې او چین سره د ناټو د اړیکو تنظیم ښودل شوی دی.
عجیبه ده هغه ښځی چی په دولت کی لوړ معاش اخلی او لوړو څوکیو د دولت چاری مخی ته وړی یا په رسانیو کی نڅیږی یا سندری وایی ځان لپاره د ښځو حقوق ناری وهی مګر هغه میرمنو په اړه چی په کور او کلی کی ژوند کوی تل ړندو بمباریو له لاسه خپل ژوند یا د اولادونو ژوند په سترګو وینی د هغو میرمنو ژوند ته او حقوقو ته نه نړیواله درناوی لری او نه هم داسی څوک شته چی د دوی سره د شوی جنګی جرایمو په اړه د څیړنو ګام پورته کوی