تاند، جمه، د حمل ۲۹مه: په کورونا وایرسو د مړ شوي ډاکتر یوسف اریوبي ورور او د اریوب سپین غر شرکت مرستیال وايي، د کورنۍ ۴۶ غړي یې په کورونا وایرسو اخته دي او درګرده مړي په کې کېږي، خو حکومت یې هیڅ پاڼه نه ده اړولې.
نوموړی وايي، ورور ډاکټر اریوبي ته یې څه موده وړاندې یو ناروغ راغلی و او له هغه څخه یې ورور ته کورونا رسېدلې چې اوس یې دوه وروڼه او یوه خور له دې ناروغۍ مړه شوې ده او نورو مړو ته هم انتظار دي، خو له حوزې څخه واخله، تر پولیسو، کوڅه والو، حکومت او ډاکټرانو پورې ټولو ترې مخ اړولی دی او پوښتنه یې نه کوي.
نوموړي ویلي، د خپل وارداتي شرکت له لارې یې هیواد ته ډیر خدمتونه کړي دي، مالیه یې تحویل کړې، خو څو ورځې وړاندې چې یې د کورنۍ ناروغانو وضعیت ډېر خراب شو او حکومت امبولانس ورنکړ، ده په کورني موټر کې ناروغان روغتون ته روان کړل، مګر چا یې ورېرې ته اکسیجن ورنکړ، بلکې په لاره پولیسو په کونداغونو هم وهلی دی: (( که زموږ کورنۍ خدای له کورونا جوړه کړه، نور موږ دې هېواد کې نه اوسېږو، دلته ټول ظالمان دي، تر اوسه د دواپاشۍ ټیم رانغی، که مړه شوو، خدای پاک ته به په کوکو وژاړم چې افغانستان کې د حکومت له بېغورۍ موږ سره داسې ظلمونه وشول.))
نوموړي پر افغان جاپان روغتون نیوکه وکړه چې د ناروغانو لپاره هیڅ اسانتیا نه لري او د مشر ورور ټیسټونه یې لس ورځې ځنډولي وو، خو کله چې پرې ټوله کورنۍ اخته شو، بیا یې دغه ټیسټونه راووتل: (( کله چې موږ وروڼه ډاکتر اریوبي، بهترین پکتیاوال، زه او فضل الرحمن اریوبي او فامیل شفاخانې ته ولاړو، تر څو ځانونه بستر کړو، ډاکترانو زما مشر ورور تر لغتو او سوکانو لاندې ونیو، غاښ یې پرې مات کړ، افغان جاپان شفاخانه کې چور روان دی.))
نوموړی وايي، کله یې چې ورور بهترین پکتیاوال یوه فیسبوکي ویډیو وکړه تر هغې وروسته یو څو کسان راغلل، هغه یې روغتون ته ورساوه، مګر بیرته د حکومت وضعیت بې غورۍ
ته واوښت: (( موږ ته هر ماښام دوه نفره راځي وايي، د اسلامي امارت خاکجبار اړوند مؤظفین یوو، قلعه زمان خان پورې د کور تر دروازې درمل راته راوړي، هغې سره لږ ښه یوو، اسلامي امارت ماته راځي، خو حکومت زموږ پوښتنه نه کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دغه ځوان وړاندې یې ورور بهترین پکتیاوال هم ویډیو کړې او حکومت یې دوی ته په نه لاسرسي ملامته بللی و.
د دغه کورنۍ درې غړي تر اوسه کورونا وژلي دي.
اخخخخ ډير سخته ده دمرګ په پوله، لکه قیامت کې له هرڅه نا امیده، چا غول خوړلي وو ییل یې دلته د ۳۰ میلیوني ملت دی دولت دی حمارت دی ټرت دی لغت دی، ښه د سپي زویه
دا بیچاره که بل هر کفري نصاري یهودي مملکت کې وی چې ورځ کې پرې ۵ وخته لانت وایوو ډیر به په جدیت ومسوولیت به یې پالنه شوی وی، خو د غصبي جوماتونو د کږومحرابونو بې خونده آذانونو د ریا ډک بیانونو نمایشونو د فیسبوکي اسلامي جمهوریتونو د ۲۰ ساله دست آوردونو په ملک کې د انسان سره چلند همداسې وي
زموږ پر ۵۰۰۰ کلن تاریخ دې د سپي ریخ وي
لمړی د شهید ډاکتر یوسف اریوبي ټولی کورنی ته د زړه له کومی تسلیت وایم.
وروره ستا ډیره غمجنه ویدو می وکتله، واقعاً ستا غم، ستا ګیلی او ستا ټولی خبری پر ځای دی. د الله ج څخه خواست کووم چه ستاسی ټولو مریظانو ته شفأ ورکړی.
والسلام
د خړو اوبو سر ته باید توجه وشی ، د صحت عامی د وزارت وزیر باید ددی ډول بی نظمی او بی کیفیته صحی خدماتو د نه پوښتنی او نه ارزیابی مسؤلیت په روغتونونو او کلینیکونو کی ومنی ، دا پنځ کاله څومره زیات مقدار بودجه په دی وزارت کی مصرف شوی ، د انجیو ګانو سره قراردادونه امضا شوی ، خو ددی وزارت د کارونو نظارت او ارزیابی نه په مرکز او نه هم په ولایاتو او ولسوالیو کی په درسته او دقیقه توګه تر سره شوی . په سروبی کی هم چه کوم خدمات یوی انجیو ته په قرارداد ورکړل شوی ؤ ، هلته هم ډیره ټګی روانه وه چه سبب د مړینی د ډیرو کسانو ګرزیدلی . د صحت وزارت او صحی سیستم په مملکت کی یو فعال ، د لوړ ظرفیت لرونکی ، یو ملی او متعهد وزیر ته ضرورت لری چه په خپل نوبت یو کارا ټیم جوړ کړلای شی په وخت درستی فیصلی وکړلای شی او هم په جدی توګه صحی سیستم په ټول مملکت کی تر دقیقی څارنی لاندی راوستلای شی
چل ورتلو،د ملی خدماتو لپاره پلان او ظرفیت نه وو مع الاسف د بن د معاملی لیوان یواځی چور او میلیونر او میلیاردری
نو۱۴کلن فساد د بن دلیوانو،قوی مؤمن متعهد حکام غواړی،په تنظیمی ملیشو اصلاحات نشی راتلای ،انحصار او چور د دوی ۴۰ کلن عادت دی
مع الاسف د بن د معاملی لیوانو ته یواځی دچور ، میلیونری او میلیاردری چل ورتلو،د ملی خدماتو لپاره پلان او ظرفیت نه وو نو۱۴کلن فساد د بن دلیوانو،قوی مؤمن متعهد حکام غواړی،په تنظیمی ملیشو اصلاحات نشی راتلای ،انحصار او چور د دوی ۴۰ کلن عادت دی