له تېرو لسو کلونو راهيسې د افغانستان په شمال کې له سياست او ټولنيزو چارو څخه د پښتنو د لرې پاتې کولو په خاطر منظم پلانونه جوړېږي او د شمال د زورواکانو لخوا عملي کېږي.

پدې وروسيتو کې يو ځل بيا د شمال ځينې ولايتونه په ځانګړي ډول پښتني سيمې د نا امنۍ په لومو کې بندې دي.
يو ملګری مې طاهرخان نومېږي، په پوهنتون کې راسره يو ځای درس وايي. دی د سرپل اوسېدونکی دی. څو ورځې مخکې يې د دغه ولايت په پښتني سيمو کې د نا امنيو په اړه راته وويل: ((هلته نوي وسله وال راغلي او د پښتنو په سيمو کې يې ځايونه نيولي. اوږده اوږده کمیسونه، تورې پاج لونګۍ، اوږدې څڼې او اږدې ږيرې. ما اول ګمان کاوه، چې دا به ټول له کندهاره راغلي وي، خو هغوی په پښتو او دري ژبو له سره پوهېږي نه، خلک وايي، دوی د ازبکستان د  اسلامي تحريک غړي دي.))

دغه ملګری مې راته د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په اړه غږېده. د دغې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي پښتانه دي او لکه د نورو سيمو پر کرنيزو چارو بوخت خلک دي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې راته وويل، دغه خلک په اولو وختونو کې پټ ګرځېدل، پوزونه به يې تړلي و، خو اوسمهال په ازاده توګه ګرځي او د دولت پر ضد فعاليتونه کوي.

په شمال کې د دولت پر ضد د فعاليتونو ډېری پړه پر وسلوالو زورواکانو او د ازبکستان پر اسلامي تحريک ور اچول کېږي.  دغه جنګيالي ډېری په سرپل، فارياب او  کندز ولايتونو کې فعاله دي.

داسې هم ويل کېږي، چې دغه جنګيالي د شمال ټلوالې د ځينو زورواکانو لخوا شمالي ولايتونو ته راوړل کېږي او په لوی لاس په پښتني سيمو کې ځای پر ځای کېږي.

يو بل ملګری مې څو ورځې وړاندې سرپل ته تللی و. نوموړی د شپې مهال په همدې صياد ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په نښته کې راګير شوی و.

هغه وايي، چې وسلوالو سره سپکې وسلې وې، خو دولتي ځواکونو هغوی تعقيب نکړل او په اسانه يې فرار وکړ.

اوس خبر داده، چې ولې دغه جنګيالي په پښتني سيمو کې ځای پر ځای کېږي، پداسې حال کې چې خلک ګمان کوي دوی سيمه ييز پښتانه دي او د دولت پر ضد يې وسلې پورته کړي.

په شمال کې يو شمېر کړۍ عملا لګيا دي او دې ته کار کوي، چې د پښتنو او دولت تر منځ واټن رامنځته کړي او پدې ډول اوبه خړې او کبان پکې ونيسي.

کله چې په لويه کچه هم د افغانستان د تجزيې خبره کېږي، نو اول ګوته شمال ته نيول کېږي، ځکه دلته پراته قومونه ډيری د سياسي بدرنګيو قرباني شوي او له دې ځايه د دغه ناوړه کار لپاره ښه استفاده کېدای شي.
نه يواځې دا چې د دولت په مخالف اړخ کې هڅې کېږي تر څو په شمال  کې ملک الطوايفي حکومتونه رامنځته شي، بلکې د ديموکراسي او ازادۍ له نوم څخه په استفادې هم دغه چاره ډېره په منظم ډول پر مخ وړل کړل  کېږي.

څو ورځې وړاندې د جوزجان د والي پر ضد د دوستم د پلويانو لخوا مظاهرې وشوې، خبره بيخي شخړې ته واوښته. په دې وخت کې مرکزي حکومت چې خلک ورنه د زورواکانو د راکابو کولو هيله لري، د دې برعکس والي لرې او پر ځای يې د دوستم سړی د والي په توګه معرفي کړ.

د داسې کارونو په ليدو هغه فلمونو راياد شي، چې د فلم بدماشان د خلکو پر مټ په دولت کې خپل کسان مقرروي او بيا وروسته چې هر فساد او قاچاق کوي، څوک يې مخه نشي نيولای. دوستم هم لکه چې همداسې پلان لري، هغه يو مشر ويلي و، چې له ۲۰۱۴ کار وروسته طالبان او بهرنۍ کړۍ نشي کولی چې نظام راوپرځوي، خو که د دولت دننه کړۍ وغواړي نو په لږ وخت کې هر څخه صفر ته راوستی شي. د دا ډول کړنو پر ليدو سړی د هېواد پر راتلونکي وویرېږي.

په تېرو لسو کلونو کې د شمال پښتنو ډېر څه له لاسه ورکړل، د دوی په سلګونه قومي مشران ووژل شول، په ټاکنو کې يې په لوی لاس ناامنۍ جوړې شوې او دا نوې خبر لا دا چې اوس يې په سيمو کې ازبک جنګيالي ځای پر ځای شوي او د دوی له ادرسه يې د دولت پر ضد وسلې راپورته کړي.

په شمال کې د تاريخ توره دوره تکرارېږي، دلته د نسل وژنې لړۍ پيل شوې. هره ورځ يوه نوې خبر اورې، چې پکې د پښتون قوم پر ضد له يوې سترې دسيسې پرده پورته کېږي.

دلته پښتون له تعليم، حکومتدارۍ او ټولنيزو چارو لرې ساتل شوی او که حالات همداسې دوام وکړي، نو دا به د وطن پر مخ د تاريخ يوه داسې څپېړه وي، چې هېڅکله به نه جبرانېږي.

د شمال پښتون ته پام وکړئ. له تيارو يې راوباسئ. د هيواد يوه مهمه برخه مو همدوی تر اوسه راټينګه کړې وه. اوس دوی لوېدلي ورځ تر بلې له صحنې ويستل کېږي، هسې نه چې خدای مکړه دغه تاريخي برخه رانه د تل لپاره پرې شي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

5 thoughts on “ازبک جنګيالي، د پښتنو په کورونو کې!/ جاويد واک”
  1. پښتون له اوله غولیدلی دی نه یوازې په شمال بلکه په جنوب کې ېې هم په پردي پالنه او له مرکزي حکومته په کرکې سره هم ځان او هم ټول افغانستان زیانمن کړیدی.
    د پښتنو دغه کړنه نن د نورو اقلیتونو په ګټه ده هغوی د خدایه داسې وخت غوښت

    پښتانه باید یوازې او یوازې په تعلیم او په مرکژي حکومت د کار کولو او نفوذ په فکر کې شي، لدې پرته هر بل کار د پښتنو د تباهۍ سبب کیږي لکه نن چې دا تباهي روانه ده

    والسلام

  2. پښتانه ویده دی او کله چی سوک ویده وي د هغوی په کورونو کی هر سوک راننوزی او غلا تری هم کولی شی، کله چی سوک بیدار او ویخ وه د هغه په ښونه سوک نه شی ورتلی مننه

  3. پختنو خو نور خان وشارماوه اول یی عربان او پنجابیان په خپلو مور او خور واچول اوس یی اوزبکان راوستی .شرمیگم چه خان ته پختون وایم

  4. Da malandi ka tajik da ka uzbak; har yaw qawm che da de doy plar ham nashi kawalay che pashtana la kpal haqa aw la kpal kora klas kri, da watan da pashton da aw da pashtono ba wi. Dasi der glah aw da pradyyo gholamano koshash karay aw der dasi khobona aw armanona ye la kawro sara kawro ta wari. Ho pa pashtano ki ham dasi kday wahali aw mili khainan shta che afghanistan ye da osini bohranta arkarai, kho da pa har jangzabali hewad ki payda kigi kho tarikh shodali che dasi beghairata khalak ba daar ta rakashigi aw rasay ba ye laghari ratawigi inshallah.

  5. یو ځل وایی چي دا جنګیالی د دولت په ضد جنګیږي او د بل لوری یی بیا ملاتړ پر ټلواله ور اچوي عجبه ده ولا یاره…دا به نو څنګه وي چي څوک د خپل ځان په مقابل جنګيږي
    په درنښت

ځواب ورکول انجینر اقبال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *