هلمند نه د راغلي یو سرتېري کېسې

شمالي ته په لار روان وم ترڅو د خپل شماليوال ملګري په ملمستیا کې ګډون وکړم.

د سرای شمالي په تمځای کې په یوه کرولا ډوله موټر کې کېناستم، دعای خېر وېلو سره موټر حرکت وکړ.

زموږ افغانانو خو عادت دی، بس یوه کیسه به راواخلي ترڅو لاره پری را لنډه کړي، یوه ناست غږ کړ: والله دا هوا سخته ګرمه نده؟ ټولو وېل: هو صیب بیخې له چتې وتې، بس د خدای فضل او توفیق وو چې روژه مو سر ته ورسوله.

یوه بل ورغبرګه کړه، چې دلته د څه شي ګرمي ده، هوا خو په هلمند کې ګرمه وه چې بیخي سړي اور اخست. ټولو مخ ور واړه وه، لکه چې هلمند کې دی دنده ده که څنګه؟ هو صېب هلته د عامه نظم په قطعاتو کې د قومندان په صفت دنده ترسره کوم.

نو څنګ ته ناست یوه ورته کړل:” هلمند خو بسیار جای خطرناک است”

دی مسک شو ویل یې ” مه سُریشه یافتیم، اول که به قریه رفتم، به کله گی اعلان میکنم، که سره پوسته ما انداخت صورت نه گیره، بعد از این خبر که سرم فیر شده است،بازدیگه زن، مرد، پیر، جوان، طفل… مه میگم، امی گوشفندیش ام که د پیش روی ام امد رحم نه کدیم، از یک سر درو کدیم، درو…! بخدا یک دفعه که سر یک کورد (پټی) ضربه کدم، امی طفل و جوانه که نشان گرفتیم، جای به جای لوت دایدیمش…. قلب نشان زن استم، بخدا تا حال مرمی ام خطا نه رفته، فکس ده پیشاني….!

په موټر کې ناست ټول هک پک او خفه شول… طفل، زن…!؟ هغوی خو طالبان نه دي!

نی زن اینهاره…. از الف تا یا کلیش طالب است،  طفلش که کلان شوه تفنګه ده شانه کده ولاګه آرم بشینه….

کله چې نوموړی شخص د موټر د سورلۍ له غېر متوقعه غبرګون سره مخ شو نو هڅه یې کوله ترڅو خپلې کړنې ته توجیهات برابر کړي، نو وېل یې “اینمي مردم د شمالي ما امتو ظلم کدېن…” ټولو وېل همدغه ماشومان او ښځې چې ته یې په وژنه رحم نه کوې، ظلم خو لاڅه چې دوی به په والله که شمالي لېدلای هم وي.

دې پلمې چې کار ونه کړ نو په څټ یې لاس راتېر کړ، “والله از روز که یک چند دانه زن شمالي ره د هلمند دیدم سر چشمایم سیاهي امد باز عق��ېم ګرفت…” بس چې هرڅه یې وېل د مظلوم وینه نه پټېده او د پلمو جوړولو هغه پخواني تکتیکونه چې دوی به پری د خلکو د اغفال هڅه کوله رسوا کېدل.

چا وېل چې زه خو یې حتما شکایت قومندان امان الله ګذر ته رسوم او بل وېل خدای دی رحم وکړي او….

ټولو پر دې تاکید کاوه چې د بېګناه خلکو وژل په هېڅ صورت د منلو نه دي، خو قومندان نه منله! بیا یې په کیسو پېل وکړ، وېل یې زه دلیل لرم چې د دوی نر او ښځه طالبان دي! یوه ورځ د یوه کور نه چې د سړک پرغاړه پروت وو، زموږ د موټرو په کتار ډزې پېل شوې او یواځې یې د اردو او پولیسو کتار په نښه کاوه، خو امریکایانو ته یې هېڅ نه وېل، بس په موږ به ډزې وې.

وروسته مو د امریکایانو او داخلیانو په مرسته کور کلابند او ور دننه شو، چې ګورو یوه پېغله وه او صقیل ( یو ډول سلاح) ته ناسته وه… بیا یې موږ ته مخ را واړاوه چې”عساکر ما میخواست که لپ چب ای دختره بیگره خو باز مه نه ماندم”(یعنې د پېغلې بی عزتي یې کړی وای).

څنګ ته مې ناست یو بل تن چې هغه هم ظاهراْ د شمالي وو،په کیسو شو، وېل زه هم په هلمند کې د امریکایانو په یوه بیس (کمپ) کې دننه دنده لرم، خو شکر د باندې نه وځو. خو دا چې کیسه د ښځو د جنګ راغله نو ماته زموږ یو عسکر ملګري کیسه کړه چې په موږ هم یوه ورځ له یوه کوره ډزې کېدې، خدای شته ډېر یې راکې و ویشتل، نو چې کله کورته وروسته له محاصرې او کلابندۍ ور ننوتو ګورو چې یوه ځوانه ښځه کلاشینکوف په لاس ولاړه وه، او ښکارېده چې مرمۍ یې خلاصې وی، نو قومندان مو تری وپوښتل چې ولې جنګ کوې؟

پېغله ببر سر، سترګې یې له اوښکو ډکې او په ژړاه شوه، چې ماته پرته له جنګه نور هېڅ ندي راپاته…. تاسو می خاوند د واده په لومړۍ شپه زما ترڅنګ را شهید کړ.

دې ځوان ووېل: همدا علت دی چې هلته ښځې، سپین ږیري او ماشومان له اردو او بهرنیو عسکرو کرکه لري.

دا لومړی ځل ندی چې زه له دغه ډول کیسوو او پېښو سره مخ شوی یم، تر دې پېښې وړاندې هم ل�� ورته نظامي چې هغه د پنجشېر اصلي اوسېدونکې وو اوس یې د کابل، خوشال مېنې په زور اباد سیمه کې کور درلود مخ شوم، هغه هم ورته بابولالی او د وژنو کیسې درلودې.

په هماغه وخت ما وغوښتل چې په دغو وحشیانه پېښو څه ولیکم، خو بېرته مې په خپل ضمیر پښه کېښوه مال هسې نه چې څوک داسې او هسې فکر وکړي، مګر اوس چې وینم دا یو تن نه بلکه یو ټیم او لښکر دی چې دا څو پرله پسې کلونه په منظم ډول کار کوي.

د ملي پولیسو او ملي امنیت په لیکو کې یو شمېر مغرضې ډلې د زړو عقدو پر اساس هدفي وژنې ترسره کوي، دوی د شمال او جنوب ترمنځ کرکه راټکوي او د افغانستان تجیزیې ته د زړونو د تجزیې له لارې زمینه سازي کوي ، دا جګړه مارې ډلې په هېڅ صورت زموږ د شمال ورونو استازولي نه شي کولای.

دا مسله باید جدي ونیول شي او له تاسو هېله کوم چې له دغه ډول نظامي کسانو سره چې کله هم کښیناستئ نو په کیسو یې راولۍ، باوري یم له دې به ډېری خطرناکې کیسې واورۍ، ما څو ځله دا کار کړې او هر ځل له یوه وحشته پرده پورته شوې، دوی وېره نه لری په ډاډه زړه درته ټوله کیسه کوي، له چا به چې دوی ډارېدل هغه اوس په دی چم او مالت کی نشته د هغه لاسونه او پېښې د هغه د تربورانو له لخوا تړل شوي.

له دې کېسې او پېښې چې زه یې لیکم، دقیقاْ دوه ورځې وړاندې حشمت خان خلیل کرزی په یوه حمله کې لمنځه ولاړ، خدای شته سخت پری خواشینی وم، تر دی حده چې نور می په راډیو کې د کرزي د مرګ خبر اورېده، نو ژر به مې راډیو ګل کړه.

مګر وروسته له دی می هغه غم هېر شو، مال ښه حشمت خان کرزیه! زه به ستا بریت څه کړم، ستا هغه زمری چې تا به یې په اوږه سر ایښی وو څه کړم، چې ستا د بریتو او زمریو په شتون کې زما د هلمندي ماشومانو او ښځو دا حال وي.

که د شمال نه ورغلي عسکر د زړو لانجو او کینو پر اساس وژنی کوي نو جنرال عبدالرازق بیا د تربګنیو او قومي سلیقو پر اساس خپلو وژنو ته ادامه ورکوي.

موږ ته خو جبار قهرمان، حمیدزی لالی او نور ایوبیان څه په درد وخوړل؟ د حامد کرزي خو به هېڅ نه وایم او نور په فیسبوک کې شته دلالانو به درته څنګه وژاړم، چې لا مو هم د پښتون، تاجک، طالب، حزبي او تکنوکرات په نوم جنګوي.

دا کیسه نه وه چې ساعت دی پری تېر شي، دا د یوه روان ۱۴ کلن ناورین یوه پېښه وه، ته به یا خبر وېاو یا به اوس خبر شوی یې، اوس چې خبر شوې مسولیت دی تر غاړه شو او له دی وروسته سکوت په جرم کې د شریکوالي په مانا دی.

راځئ ټول لاس په کار شو، دا ګوسفندي او د فارمي چورګوړو وضعیت پرېږدو، له دغو جنایاتو پرده پورته کړو، د مظلوم له آه نه توپان او له اوښکو یې سیلاب جوړ کړو چې دا ظالمان لکه خس پسې واخلي.

ښکلي مو غواړم

2 thoughts on “از الف تا یا کُلیش طالب است…!/ ش.اعظم اوریاخېل”
  1. It is true,and they are not hiding it,many of the Afghan national army personal and ANCOP OR Nazme Amma personal are from the north and they treat the local pupulation as if they were all taliban, i have been there and worked with them and it was very hurtful to see this,but there was not much i could do to help,
    However i do not agree with the writter,s view that it, Hashmat karzai or Hameed Karzai,s fault.
    It is the fault of all Pushtoon,for not joining the Afghan army and Police,If the pushtoon did join the Army then the other ethnic groups would not have to be there in the first place

ځواب ورکول qudrat ullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *