شفیق شرفزی

هر شی په استعمالولو سره کمېږي مګر تعلیم داسې یو څه دی چې په استعمال سره نه کمېږي. بلکه زیاتوالی پکې راځي. د تعلیم لاسته راوړل په اسلام کې فرض ګڼل شوی. نارینه وي که ښځینه د علم زده کړه پرې فرض ده.

تعلیم په نړۍ کې د انسان اساسي ضرورت دی. وایې چې د انسان او حیوان فرق په پوهې سره کېږي. انسان اشرف المخلوق دی هغه امیر وي که غریب، نارینه وي که ښځینه وي.

تعلیم د هرې ټولنې د ترقۍ ضامن دی او هر هغه ټولنې چې تعلیم ته توجو نه وي کړې، نو هغه ټولنه د رکود په لوري درومي او د زوال ښکار کېږي.

د پوهې لاس ته راوړل مازې د ښوونځي او پوهنتون تصدیقونو ترلاسه کول نه دي بلکه له دې سره سره د نظم، ډسپلین او تهذیب زده کړه هم ضروري ده، ترڅود یوې ټولنې فعاله او ګټور شخص ترې جوړ شي. تعلیم هغه ګاڼه ده، چې د انسان ظاهر او باطن ښکلی کوي.

په ننې عصري او پرمختللې نړۍ کې د تعلیم ارزښت لاپسې زیات شوی، مګر زموږ په هېواد کې د هېواد زعیمامنو ورته هیڅ توجو نه ده شوې او هیڅ اولیت یې ورته نه دی ورکړی.

تېرو څو کلونو کې د ښځو تعلیم ته ډېر کار شوی او د نظر وړ اضافه پکې راغلې خو بسنه نه کوي! لاهم د عوامو په ذهنونوکار ته ضرورت شته او لاهم باید خلک پدې ارثه کې اګاه شي، بلخصوص هغه کورنۍ، چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته له لېږلو منع کوي.

که د ولسوالیو په سطحه د سواد خبره وکړو نو ښایي د ښارونو په نسبت د اندېښنې وړ وي، په ښارونو کې ښځینه زده کوونکو ته د زده کړې ځینې اسانتیاوې برابرې دي، مګر په ولسوالیو کې دا اسانتیاوې په نش کې ضرب دي.

دغه کمزورو نقطو ته پرمختګ ورکول ستونزمن دی خو ناممکن نه دی. زموږ روڼ آندي مشران باید دې کار ته لستوڼي بډوهي او په خپلو اولیتونو کې یې راولي.

زموږ تعلیمي نظام مازې ځوان کهول ته د دندو ترلاسه کولو لپاره دی. ددې په بدنه کې ساینس پوهان، ډاکتران، انجینران، سرمایه دارۍ، تجارات او زراعت ته وده ورکول دي.

نو اوس دې تعلیمي نظام ته پرمختګ ورکول یو غوښتونکی ضرورت دی.

فلهذا د موجوده تعلیمي نظام په اوسني صورتحال کې بهتري راوستل زموږ له اولیتونو څخه دی، لږ به ستونزمن وي خو ناممکن به نه وي. او دې بهبود لپاره موږ هر یو ته د خپل کردار اداکول پکار دی.

One thought on “اساسي ضرورت | ښویالی محمدشفیق شرفزی”
  1. بلکل
    تعلیم د یو هیواد او ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري په کومه اندازه چی یوه ټولنه اګاه وی او د پوهی کچه یی لوړه وی په هماغه اندازه هغه ټولنه پرمخ تللی وی او خلک یی هوسا او ارامه ژوند لري
    مننه

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *