د افغانستان تاريخ له ډيرو رنگينو ډک دی۔ زيات داسې کسان واک ته راغل اوبيرته ولاړل چې د هيواد پالنې اود خلکو سره مينه يې په رگونو کې٬ د تن په حجراتو٬ اوسلولونو کې غزونې درلودي۔ خو خلکو هيڅکله هغو ته کوم داسې لقب ورنه کړ چې هغه دې پرې د بابا په نوم ياد شي۔ يوازې دقدرت اوواکمنۍ په مهال ځينې کسان داسې نازول شوي دي ۔ خو چې کله له واکه ليرې شوي دي٬ نو بيا هيڅ نه وو۔ تېرو درې لسيزو نه زيات افغان غميزه ستر ناورين وو ډېرې ککرۍ په کې تول شوې ډېر زلمي په کې ورژيدل۔ ميندې بورې اوناوې کونډې شوې۔ ٬ يو يتيم نسل را پورته شو ۔ اوپه ډير جرايت دخپل هويت پوښتنه کوي ۔ متل دی چې که کور وسوځيد نو ديوالونه پاخه شول ۔

د افغانستان په نسبتا معاصر تاريخ کې احمد شاه بابا د سترو کارنامو اوله مرگ نه وروسته د بابا په نوم ياد شو ۔ خوشال بابا د پوهي اودرايت اود خپلو پښتني ځانگړنو په بنياد دخوشال بابا په نوم ياديږي ٬۔ دا هغه القاب دي چې خلک يې په لا شعوري توگه وايي۔ امير دوست محمد خان ته يوازې دسراج الاخبار افغانيه کې دامير کبير لقب ورکړ شوی دی ۔ امان الله خان څوک د بابا په نوم نه يادوي بلکې ديو ترقې اوازادۍ غوښتونکي پادشاه په نوم ۔ سرتور ملنگ پاچا خان دخلکو له خوا دفخر افغان په نوم ياد شو اوتل به په دې وياړلي نوم ياديږي ۔ محمد داود خان چې دوطن له ترقۍ سره يې سوځنده مينه درلوده يوازې ديو هيواد پال مشر په نوم ياديږي ۔ نور واکمنان هم داسې ولاړل ۔ان محمد ظاهر خان چې ددولتي چارواکو ورته دبابا ی ملت لقب ورکړ٬ خلک يې دپخواني پاچا په نوم يادوي ۔ خو دا قرعه يوازې داستاد اشرف په نوم راووتله ۔ چې نه خو واک ته رسېدلی دی اونه يې حکمراني کړې ده ۔ خو دخپلې ملنگۍ له کچکول اودعلم اوپوهې له سمندر پرته نه په اسمان ستورې اونه په ځمکه سيوری لري خو خلکو ورته دبابا لقب ورکړ ۔

خبره څرگنده ده ۔ خلک خپل درانه القاب په خلکو باندې داسې نه ويشي لکه په مړو باندې چې په هديره کې سقات ويشي ۔ په معاصر تاريخ کې گورو چې دډيرو ښارونو نومونه ان دځينو کسانو په نوم ياد شول ۔ ډيرو کسانو ته دقهرمان اواتل لقب ورکړ شو خو چې نظامونه بدل شول نو بيا ځاې وه اوجولا نه وه ۔

په ډېرو ټيټو مدني بهيرونو کې په احساساتي کړنو کې همداسي وي اوهمداسې ((حاتم بخشي)) کيږي ۔ خو دخلکو قضاوت دکاڼې کرښه ده ۔ هغه نه بدليدونکی قضاوت دی ۔ په اولسونو کې يو داسې ۔ عام اولاشعوري قضاوت شته چې کله کله داوږدو ارزونو اوتول ترازو کولو نه دخلکو دژبې ورد گرځي ۔ غني ته دبابا لقب کومي اکاديمۍ نه دی ورکړی ۔ کومي حکومتي اداري نه دی ورکړی ۔ ان تر دې چې دکوم منبر له سره دکومي فتوی محصول هم نه دی ۔ خو دخلکو قضاوت څه بل شی دی ۔

د يارانو نشستن د زړه په تخت وي ۔

د دې ډيرو نورو دلايلو په خوا کې دوه عمده دليلونه دي ۔ يو دليل يې داستاد اشرف په وجود ٬پوهه ٬ تقوی پاکئ ٬ استغنا اودرايت اوزړه ورتوب کې دی ۔ اوبل دخلکو داوږدو ځوريدنو اوکړيدنو څخه په راټوکيدلي درد کې دی ۔

اشرف غني يو جوهر لري دنورو نه يو امتياز لري دهغه جوهر دديرې ٬ دجومات دهوجرې اووستل مدرسه ده ٬ چې هغه لوستې ده ٬ هلته يې دبزگرو د کوچيانو اودساده اوپاک زړو خلکو ژبه خپله کړې ده ۔ مانا داچې دخلکو له منځه راپورته شوی دی ۔ افغانستان يې اوس نه بلکې دپوهنتون داستادۍ په کلونو کې کوڅه په کوڅه اوکلي په کلي ليدلي اوڅيړنه يې کړي ده ۔ بل داچې نړيوال فرهنگ ٬ پوهه اوتجربه يې حاصله کړې ده ۔ پوهيږي چې ددې غم ځپلي اولس له پاره څه وکړي ۔ ؟ دا ځکه چې غني کاريزما لري ۔ هغه کاريز ما چې ديوه قوم په مشرۍ کې وي ۔ هغه کاريزما چې اولس له رنځ اوبحران نه ويستلی شي ۔ اودتاريخ په يوه مقطع کې له بحران څخه دوتلو له پاره ورته اړتيا ده ۔ هغه داشرف استاد ۔ په وجود کې شته ۔ بل ديوه رټل شوې جنگ ځپلي له سواد اوزده کړې څخه ديو محروم اوبې برخې اولس له روح اوروان څخه را پورته شوې کاريز ما ده دا کاريز ما دتاريخ په دې مقطع کې يوازې داستاد اشرف په موجوديت کې ځليږي ۔ چې خپه اوزړه بدې اولسودنه پهيوه ټغر کښينولی شي ۔هغوی يوه له بله دلاسا کولي شي او د هغو په منځ کې ورورۍ رامنځ ته کولی شي ۔نو ځکه خو ورته ځوان نسل لا دمخه دبابا يا غني بابا لقب ورکړې دی ۔

جواهر لال نهرو ٬ په خپل کتاب دهندکشف په وروستې ټوک کې وايي : زه پاچا خان ته حيران يم چې يو داسې اولس چې تل له ټوپک اووسلي سره سرو کار لري   دعدم تشدد په لاره برابروی اوپه هغو کې دمينې اومحبت احساس جاري کوي ۔

د غني دکاريزما يو کوچنې مثال هم دادی چی دخوست اوپکتيا ميرمنې چې ميړونه يې په خليج کې په کار بوخت دي دخپلو ماشومانو سره راووځي او غني ته رايه ورکوي ۔ هغه ميرمني چې په کور کې هم حجاب اوستر مراعات کوي ۔ په ننگرهار کې دوه ماشوما ن دغني غني دنوم په ياد دمرميو څپيړه پر مخ خورې ٬

دغني له پاره رای ورکولو بهېر وښودله چې طالب هم دغني درناوي کوي ۔ اوهر ماشوم اوميرمن زوړ اوځوان دغني په سترگو کې خپله راتلونکي گوري ۔

9 thoughts on “استاد اشرف او د بابا لقب/ الف کاف– سپيره کی”
  1. تاسی باور وکړئ چی زه خپله په ۲۰۰۹کال کی دولایتی شورا نوماند وم خو زه مافامیل ته ماد رایی استعماله ولو اجازه نه وه ورکړی.چی له کوره راووځی اورایه زما لپاره وکاره وی. اوپری پیښمانه هم نه یم. خو پرون ماخپله دغنی بابا لپاره درای اچونی مرکزته بوتلل اورایه یی استعمال کړه داځکه چی ما نه غوشتل چی زمادځوی اینده دی چی اوس نوی مکتب ته شامل شوی هم زمادهغو وختونو په شان شی په کوم کی چی دهمدی خلکوله خوا۱۹۹۰لسیزه کی کابل ښاروران او ۶۵۰۰۰کابل ښاریان بی ګناه شهیدان شول نوبیا په کوم نوم دوی له خلکو اویاخلک دوی ته رایه ورکړی

  2. تاسی باور وکړئ چی زه خپله په ۲۰۰۹کال کی دولایتی شورا نوماند وم خو زه مافامیل ته ماد رایی استعماله ولو اجازه نه وه ورکړی.چی له کوره راووځی اورایه زما لپاره وکاره وی. اوپری پیښمانه هم نه یم. خو پرون ماخپله دغنی بابا لپاره درای اچونی مرکزته بوتلل اورایه یی استعمال کړه داځکه چی ما نه غوشتل چی زمادځوی اینده دی چی اوس نوی مکتب ته شامل شوی هم زمادهغو وختونو په شان شی په کوم کی چی دهمدی خلکوله خوا۱۹۹۰لسیزه کی کابل ښاروران او ۶۵۰۰۰کابل ښاریان بی ګناه شهیدان شول hنوبیا په کوم نوم دوی له خلکو اویاخلک دوی ته رایه ورکړی

  3. ګرانه وروڼو، ستاسو خبره رښتیا ده چی خلکو په ډير اخلاص او صداقت استاد محمد اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړه، الله دی وکړی چی نوموړی استاد هم خپل مسلمان ملت ته په ډیر اخلاص او صداقت د اسلامی اصولو په چوکات کې په کمال عدالت سره خدمت وکړي

  4. دا يتيم ، جنګ ځپلى ولس دا خوار او زار ولس دادى دبابا څښتن شو دکوم با با دغني با با مونږ په غني با با وياړو افغان ولس په خپل غني با با وياړي _ اى پاکه ربه له تانه راضي يو چې دا ولس دې دغني بابا څښتن کړ مننه

  5. په تیرو ټاکنو کی زمونږ کورنی څخه یوازی پنځلس کسانو غنی بابا ته رایه ورکړی وه، خو دا ځل یواځی زمونږ د کورنی څخه ۷۶ کسانو غنی بابا ته رایه وکړه. زمونږ ټول نارینه او ښځینه د کورنی غړی سهار وخته د رای اچونی مرکزونو ته لاړل او خپلی رایی یی د غنی بابا په ګټه وکارولی. دا ټول ددی لپاره چی غنی بابا غوندی یو عملی او نړیوال شخصیت زمونږ په تیر تاریخ کی نه دی تیر شوی او غنی بابا یو بی ساری شخصیت دی.‌ الله در ورته ددی ملت د خدمت لپاره پوره کامیابی او توفیق ورکړی.‌ آمین.

ځواب ورکول افغان یم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *