تاند – د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمېر پاتې شوني ادعا کوي چې استاد عبدالرب رسول سیاف د جمعیت اسلامي له غړو څخه غوښتنه کړې ده چې نوموړی د دغه ګوند د مشر په توګه ومني.‌

ویل کیږي چې د جمعیت اسلامي مشرانو د ښاغلي سیاف غوښتنې ته منفي غبرګون ښودلی دی.‌

یو شمېر ناتایید شوي راپورونه وایي چې استاد سیاف، چې ځان د ګلبدین حکمتیار سیال ګڼي،‌ ګواښ کړی دی چې که جمعیتیان نوموړی د رهبر په توګه ونه مني ښایي چې په جنوب غرب سیمه کې د اوبو او برېښنا پخواني وزیر او زورواکی اسماعیل خان له جمعیت نه خپله لاره بېله کړي.

د برهان الدین رباني په مشرۍ پخوانی جمعیت اسلامي ګوند چې د پنجشېر د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود په مشرۍ د نظار شورا په رامنځته کېدلو لا له وخته ټکانونه ور رسېدلي ول د ارواښاد رباني له مړینې څخه وروسته په ګڼو برخو ووېشل شو او اوس یې د بلخ زورواک والي عطا محمد، د هرات پخوانی جنګسالار قوماندان تورن اسماعیل خان، یونس قانوني او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د مشرۍ ادعا کوي.‌

ویل کیږي چې د برهان الدین رباني کونډې ظاهرې رباني ویلي دي چې زوی یې، صلاح الدین رباني، د جمعیت ګوند د مشرۍ لپاره تر ټولو مناسب دی ځکه چې د سیمې په هېوادونو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو د مړینې په صورت کې یې د کورنۍ یو کس مشري پرغاړه اخلي.‌

د افغانستان د وروستیو لسیزو له تاریخي پېښو نه داسې ښکاري چې عبدالرب رسول سیاف اکثر وختونه د شمال ټلوالې پلوي سیاست کړی او حتی د اکثریت پښتنو ضد دریځ یې غوره کړی خو د ټلوالې یو پلوي تحلیلګرعبدالرزاق مامون لیکي چې د جمعیت مشرانو د خپل رهبر په توګه د سیاف د نه منلو لپاره دا دلیل وړاندې کړی دی چې هغوی د سیاف له مذهب نه په صحیح توګه خبر نه دي.‌

14 thoughts on “استاد سیاف د جمعیت اسلامي له غړو وغوښتل چې نوموړی د یاد ګوند د رهبر په توګه ومني”
  1. یره مامون صاحب دجمعیت ښاغلو مشرانو ډیره ښه پریکړه کړیده، ځکه ښاغلی سیاف کله په تنظیم کی د اتحاد اسلامی شی، کله د دعوت اسلامی شی، کله وهابی شی، کله جمعیتی شی اوهمداسی……… نور

    همداسی دنومونو په حساب لمړی یی نوم په افغانستان کی ښاغلی غلام رسول وه، په پاکستان کی یی بیانوم ښاغلی عبدالرب رسول سیاف شو او په ځینی نوروخصوصی ……نومونو هم په عربانو شیخانو کی مشهور وه.

    همداسی دقومیت په اساس ښاغلی سیاف کله پښتون شی، خوچه کله ورته دغه قوم ګټه ونلری نوبیا تاجک شی، خوپه اصل کی سیاف په قوم عرب، سعید، آغا اوپاچا دی، خوداچه څو پیړی دمخه یی نیکه ګانو دپښتنو په خروټو قوم کی خپلوی کړی وه، نو بیا یی خپل قوم خروټی اوژبه یی پښتو شوه، اوس دا څو پیړی کیږی چه د ښاغلی سیاف دټولو خپلوانو اوکورنیو مورنۍ ژبه پښتو ده.

    زه به یی نوم نه یادووم ځکه تاندوال ورونه می بیا تبصره په زندان کی اچوی، خو ځمونږ دجهادی تنظیمونو ځینی رهبرانو به ویل چه کابل باید دسره وران شی، ځکه په کابل کی خلقیانو اوپرچمیانو حکومت کړی دلته لمونځ نه کیږی، مګر وروسته مونږ ولیدل چه هماغه جهادی رهبر به کله دسیدمحمد ګلاب زوی، کله دنورلحق علومی، کله دنامحرمو ښځو په مینڅ کی اوکله دامریکایانو سره په ملاقاتونو کی ناست وه.

    همداسی ورته جهادی رهبر په پیښور کی په غونډو اوبحثونو کی څوځلی ویلی وه، چه محمد ظاهرکافر دی، او دهغه سره چه هر څوک ناسته ولاړه کوی هغه هم مطلق کافر دی ، مګر متآ سفانه کله چه ښاغلی محمد ظاهرشاه کابل ته راغی، مونږ په خپلو سترګو هغه جهادی رهبر ولیدلو، چه محمد ظاهر شاه بابا ته یی لاس ورکړاو ملاقات یی ورسره هم وکړو.

    په اخر کی وایم چه ځمونږ هزاره ورونه وای(قهری غریب مرګی غریب)ـ دا باید ومنو چه دخلقیانو اومجاهدینو په حاکمیت او دورونو کی که غریب خلقی اوپرچمی وه، که غریب مجاهد اوکه نور بی طرفه غریب افغانان وه، هغوی هم مړه، هم آواره یا کډوال، هم تباه، هم بی کوره، هم یی بچیان بی تعلیمه اوهم تر اوسه در په دره په یوی مړی ډوډوۍ پسی ګرځی، اودبلی خوا دغه غریب اوبی چاره خلک چه کله دکوره ووځی، او خپلو ماشومانو لپاره رزق اومزدوری پیداکړی، نو د تورمخو اومجهوله داعیشیانو اوناپوهه طالیبانو لخوا په ډزو اوچاودنو کی خپل ژوند دلاسه ورکوی

    یا الله مونږ بیچاره افغانان درته په چغو چغو خواست کوو، که ځمونږ بی وسه غریبانو مال اوحق چا خوړلی وی، اویا یی ځمونږ ورونه په ناحقه وژلی، آزارکړی اویا یی په خبرو غولولی یاستو، نو الله مونږ دغه خلک بښلی نه دی، هم ورته په دیی دنیا اوهم ورته په هغه دنیا سنګینه اوعظیمه جزآ ورکړی

  2. میږه چې له رمي بیلیږي لیوه یی خوري، څوک چې خپل قوم پریږدي او د هغوۍ ارزښتونه نشي ساتلی افغانیت نشی ګټلی او نورو ته ورځی هغه به بیا داسی ځلیله وی اوس هم وخت شته. دانجینر ګلبدین سره دی یو ځاشی

  3. دسياف مذهب کې خو ماتسه کې ښه مالوم دې له ما سره به يو ځاى گورد واري اومندر ته کې تللو اوهلته به مو کې عبادت کې ۔
    کولو

  4. استاد سیاف به خامخا دا خبره کړې وي
    مګر هغه باید پوهه شي چي شمالي ټلوالي تل هغه د یوی وسیلي په توګه کارولی
    شمالی ټلواله هغه ته دومره ارزښت نه ورکوي

  5. سیاف صاحبه! ز
    زه خو دا وایم چې اوس نو د دې وخت رارسیدلی چې له خپلو کړو ګناهانو نه توبه وکړې او یو دا څو کاله ژوند دې چې پاتې دی په لمانځه او عبادت تیر کړې. سپین ږیری یې، قرار عزراییل ته منتظر کښینه او د قدرت او مشرتوب هوس دې د زړه وباسه

  6. razmohammed kamawall from newyork;
    salam aw ekhteram to all afghans;
    my consern to all afghans;in 1987 i saw two afghans girls in thiland bancoke;
    this two girls was in hotel wittres but first time was soldout by syaff rasull in peshawer;
    on saudi arab shikh.
    arabic shikh bought in peshawe and he brrought to jeda saudi arab.they used for sex.
    after afew month they transfer to bancooke thyland,story is long….
    that twoafghan girls saide SYAAF(wAHABI) DO BUSINESS ON AFGHAN POOR GIRLS.
    i don,t have any problem with any one,but this story i saw in thyland in 1987,november
    thank you

  7. “ارواښاد رباني”
    دا نو بیا چا ارواښاد کړو؟ دې ده اروا خو هیڅکله هم ښاده کیدای نه شي. نوموړی باید نارواښاد وبلل شي، ځکه دا د شیطان ډبوزه به په دوزخ کې ډیر ناښاده وي. البته ادب دې ورته غوړپ وي.

  8. په کال ۱۳۷۲ (۱۹۹۲) د مارچ اتمه چې په کارکري هیوادو کې د ښځو د ورځې په نامه لمانځل کيږي، استاد سیاف اورباني د اسلامي لطف سره مونږ ته دا ورځ داسې ولمانځله چې تر ننې ورځې مې نه هیریږي او د رباني خیلو اصلي غیر اسلامي څیره ئې را ښکاره کړه۰
    د رباني کیسه به پریږدم، د استاد سیاف د ښځو د ورځ لمانځنه داسې وه چې: ناڅاپه د ښونځي دروازه تړل کیږي او نجوڼې بې له پوښتنې د جمهوریت لیسې ته بیول کیږي اوهلته د تالار دروازې کلکې بندیږي او ځینې مخ پټې ښځې چې یوازې سترګې ئې ښکاریدې او په پاړسۍ ئې خبرې کولې د محافظو په څیردریږې۰ پدې وخت کې ماما سیاف له خپلو ساتونکو[بادیګاردان] سره تالار ته را ننوځي او د شوروي د ښځو ورځ لمانځي۰هغه هم په دې ډول چې: سترګې ئې پټې کړې او خوله ئې خلاصه؛ څه بد او رد ئې چې په خوله راتلل، افغانۍ ښځو ته ئې سوغات کړې۰ د مثال په ډول يوه خبره دا وه چې:« افغانې ښځې دومره سپين سترګې او بی حیا دي چې، هغه موډ چې په فرانسه کې نه وي راوتئ، دلته ئې راوباسي او بیائې فرانسوۍ ښځې له افغانانو تقلید کوي»۰
    مطلب مې له دې کيسې دا دۍ چې: جمعیت اسلامي یا اسلامي ټولنه او د پخواني شوروي د ښځوورځ [۸ مارچ] ځمکه اوآسمان سره ټوپیرلري۰ او بل بلنه اولمانځنه په مانا دې میلمستیا ده، څوک میلمه ته که هندو هم وي ښکنځلې نکوي۰
    دا محترمان دې لطفاً هڅه وکړۍ چې نور د خلکو په سترګو کې خاورې خلي نه اچوي اوخپله لاره دې نیسۍ او خپل ژوند دې کوي اوزمونږ د ژوند خنډ دې نور نه ګرځي۰

  9. د برهاندين رباني شزه بيچاره بي سواده او نا بوه ده . هغه سوک ده سه د جميعت رهبر وتاکي

  10. وایی د وزې چې کونه خارښت وکړي نو دشپانه ډوډۍ وخوري ، دسیاف کونې هم لکه چې اوس خارښت کړیدی او دشپانه ډانګ ته یې زړه شویدی.

  11. شما لي ټلوالې له استاد سیا ف څخه د یوه ویندوی په تو ګه کار اخیسټۍ، هغوی تر بل هر چا سیاف ښه پیژني ، هغوی دو مره بیعقله هم نه دي چې د نو موړي د مداریتو ب جنتر د پر هغوی تا ثیر وکړي ، هغوی له سیاف څخه د یوې وسیلې په توګه تر هغه وخته چې کار ور کوي کار اخلي، هغه اساذ سیاف دۍ چې تر او سه یې خپل ځان نه دۍ پیژند لۍ ، تل یې د تذ ویر او فر یب په ها له کې ځان پټ کړۍ دۍ فکر کوي چې دا نورانسا نان نه عقل لري نه د تمیز او تشخیص بصیرت ، خودا جنا ب ځان غولوي، دده د ژوندانه ټول ما مو ر یت د حزب اسلا مي ځپل دي خدای پوی شه دده دنده به همدا وي، ، په افغا نستان کې چې څو مره مشکلات د جهادي تنظیمو نو په خا صه تو ګه د جمعیت شورای نظار او حزب اسلا مۍ ترمنځ ، منځ ته را غلي عا مل يې سیاف وه، د حزب اسلا مي د تضعیف لپاره چې څو مره کار سیاف کړۍ نه کې جې بې او نه هم کوم بل چا کړۍ الله د پخپل فضل او کرم دا ملک دده له شر څخه خلاص کړي، آمین .

ځواب ورکول (محمداحسان ( احسان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *