تورخم

تاند – خبري سرچینې وایي چې د پاکستان استخباراتي ادارې هڅه کوي چې په تورخم او چمن کې د ولاړو کانټینرونو له لارې افغانستان ته چاودېدونکي مواد را واړوي.‌

په تورخم او چمن کې له نژدې شلو ورځو راهیسې،‌ چې پاکستان په یو اړخیز ډول،‌ د ډیورنډ پر کرښه جوړې دروازې تړلي، د تجارتي مالونو سلګونه کانټینرونه افغانستان ته تېرېدلو ته په انتظار ولاړ دي.‌

د ازاد پختون قبایل فیسبوک پاڼه چې ادعا کوي د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې پښتانه زلمي یې چلوي او په پښتو او اردو ژبو خپرونې کوي د افغانستان خلکو او حکومت ته خبرداری ورکړی چې د لارې په خلاصېدلو سره دې دا مسئله جدي ونیسي او وخت دې نه ورکوي چې پاکستانۍ ادارې د پاڼې په خبره لوی کور (افغانستان)‌ ته چاودېدونکي مواد تېر کړي.‌

ازاد پختون قبایل فیسبوک پاڼه چې ادعا کوي د ډیورنډ د پورې غاړې پښتنو مبارزانو ده

ازاد پختون قبایل پاڼه لیکي،‌ «په تورخم او چمن کې لږ تر لږه ۵۰۰ کانټینرونه ولاړ دي چې د ګېټ له خلاصېدلو نه وروسته به کوشش کوي چې سبا یا بل سبا خپلې ټولې کانټینرې افغانستان ته بوځي.‌»

پاڼه زیاتوي،‌ «د دې ټولو کانټینرونو کتل به افغان امنیتي ځواکونو لپاره مشکل وي او آی اېس آی به کوشش کوي چې په دې اړ دوړ کې د خپلو مزدورانو سره سره په زیات شمېر چاودېدونکي مواد هم افغانستان ته ولېژي،‌ نو اوس دا د لوی کور په هر وګړي باندې فرض دی چې ګېټونو ته لاړ شي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د دې ټرکونو تلاشي وکړي.‌»‌

3 thoughts on “استخباراتي ادارې هڅه کوي چې په پوله ولاړو کانټینرونو کې افغانستان ته چاودېدونکي مواد راتېر کړي”
  1. ماشاالله داخو ډېر ښه وړانديز دی. د آزاد پښتون قبایل ځوانانو نه مننه چې د خپلو ورونو سره د همدردی لپاره ضروري معلومات د افغان لورې سره شریک کوي. د افغانستان دولت باید هم دا موضوع جدي ونیسي.
    هرموټر او بار يې باید هر اړخیز ولټول شي . که احیانا داسې څه پیداشول ، د ملګرو ملتونو او افغان دولت دې له نړیوال اییتلاف سره دا معلومات شریک کړی.
    د افغانستان دولت د بیکاره کسانو په استخدام سره کولای شي ، ټول نقلیه وسایط چک او کنترول کړی چې پدې حساب به هم د خپلو هېوادوالو ژوند تضمین کړی او له بلې خوا به بیکارانو ته د کار زمينه برابره شي.

  2. ډير په زړه پوري خبر او په رښتيا چي ډير په اسانه به يي تير کړي خو افغان حکومت ته پکار ده چي ستاسو خبري جدي ونيسي او هر باروړونکي موټر خه منزم تلاشي کړي او د ښي پلټني نه وروسته بيا يي خوشي کړي او سارنه يي هم وشي چي کوم موټر چرته ځي او چرته خالي کيږي

  3. Salamooona
    It is true that Isreal trained organization isi possible do it because is very merciless organization and has fantastic experiences in killing and destruction which is non human being do in this world i wish not in list of Islamic countries so due it Afghan government has to check every single containers in both gates in chaman speen boldak and torkham.

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *